د افغانستان کرکټ بورډ اداره د کرکټ نړیوالې شورا دوهمې درجې غړیتوب لرونکو هیوادونو په نوم لړ کې ګډه شوه

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د ډیرې لنډې مودې په ترڅ کې د کرکټ نړیوالې شورا غړیتوب ترلاسه کړ چې ددغه موقف له ترلاسه کولو وروسته دغه اداره د کرکټ آسیایي شورا بشپړ غړیتوب خاونده شوه.

ددغه موقف له ترلاسه کولو وروسته، د افغانستان کرکټ بورډ اداره د مالي ګټو سربیره له معنوي ګټو هم برخمنه شوه چې د کرکټ نړیوالې شورا په غونډو او ناستو کې رسمي ونډه، د رایې ورکولو حق او د افغانستان کرکټ بورډ ادارې نظرونو ته د ارزښت ورکول یې له بیلګو څخه دي.

2په هغه خبري ناسته کې چې د افغانستان کرکټ بورډ ادارې غونډو په خونه کې په لاره اچول شوې وه د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس او په قبایلي چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر شهزاده مسعود او د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي مشر ډاکټر نورمحمد مراد ونډه درلودله.

ښاغلي مراد د رسنیو همکارانو ته له هرڅه د مخه د دوهمې درجې غړیتوب په مادي او معنوي ارزښت خبرې وکړې چې تر هغې وروسته یې د سفر پر مهال د ترسره شویو غونډو په هکله بشپړ توضیحات ورکړل. سربیره پردې یې د ملي نولس کلنې لوبډلې لوبغاړو لپاره د تړون لیکونو په هکله هم اړین توضیحات وړاندې کړل او په ټولو تړون لیکونو کې یې د درجه بندۍ ارزښت او پلي کولو باندې هم رڼا واچوله. نوموړي د اتصالاتو شپږیزې لوبې په نامه سیالیو چې د زرګونو نندارچیانو په شور او نارو بدرګه کیدې یادونه وکړه.

ښاغلي مراد د کرکټ بورډ کارکونکو وړتیارغونې له پروګرامونو په هکله بشپړ توضیحات ورکړل او یاده یې کړه چې موږ توانیدلي یو په لومړي ځل د ویډیو انالیست کورس په لاره واچوو چې دوهمې درجې ۱۰ روزونکو پکې ونډه درلودله. همدارنګه د روزونې دوهمې درجې او لومړۍ درجې کورسونه او اوس مهال په عمان کې د ۶ ملي لوبڅارانو لپاره لپاره د دوهمې درجې لوبڅارۍ کورسونه د سیمې په کچه بې ساري فعالیتونه دي.

ښاغلي مراد د نمیبیا او په سینګاپور کې د ایمرجنګ سیالیو لپاره د ملي لوبډلې چمتووالي او د لوبډلې لپاره د لوبغاړو ټاکنې په اړه هم اړین معلومات وړاندې کړل.

د ناستې په ترڅ کې د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نور محمد مراد د رسنیو همکارانو ټولو پوښتنو ته د قناعت وړ ځوابونه ورکړل.

2 thoughts on “د افغانستان کرکټ بورډ د اسیايي شورا بشپړ غړی شو”
  1. zama tolo dostanoo ta salam wayam au badd da salam yeo so khabree khapal lubgharu au cricket board masher ta kawal ghardam

    1 malgroo staso team mangment neshta balke afsoos sara taso pa team managment ke safar yast

    2 zaine lobaghardai laka karim sadaq,Ahmad shehzad au bazi noor due da mushkal lari che da camera makhe ta loba nashi kawali au yewo qasam wera lari.

    3 da cricket board masher bayad badal shi da zaka che da kum da danda kalak au ya chargano jangawalo loba na da da bayad yewo maslaki sarai we.

    wasalam

  2. ډیرخوښ شوم چی افغانستان هم خلکودنړی په سطحه البته دلوبی په ډکرکی وپیژنده

ځواب ورکول Hassan Jan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *