په لندن کې د کرکټ نړیوالې شورا لخوا افغانستان ته ددویمې درجې (ایسوسي ایټ) غړیتوب ورکړل شو.
د کرکټ نړیوالې شورا کلنۍ غونډه پرون په لندن کې پیل شوې ده چې د افغانستان لخوا د کرکټ بورډ اجراییوی رئیس ډاکټر نور محمد مراد پکې ګډون کړی دی.
ډاکټر مراد وایي چې، افغانستان له ډیرې مودې راهیسې ددې غړیتوب لپاره هلې ځلې او هڅې پیل کړې وې او په دې برخه کې یې د کرکټ نړیوالې شورا ټول شرایط هم پوره کړي وو.
نوموړی زیاتوي چې د افغانستان کرکټ بورډ د کرکټ اسیایي شورا انکشافې څانګې ته په کلنۍ غونډه کې په دې اړه خپله عریضه او پیشنهاد وړاندې کړ او هغوی ته یې د افغانستان کرکټ بورډ لاسته راوړنې او راتلونکي پلانونه تشریح کړل چې په پایله کې هغوی دافغانستان وړاندیز ومنلو چې تر هغې وروسته د افغانستان کرکټ بورډ وړاندیز د آسیایي شورا عمومي غونډې ته وړاندې شو.
ډاکټر نور محمد مراد وویل چې، د کرکټ نړیوالې شورا کلنۍ غونډې ته هم افغانستان وړاندیزونه او پلانونه وړاندې کړي او د کرکټ د نړیوالې شورا د کلنۍ غونډې په لومړي ورځ دافغانستان پر وړاندیز بحثونه وشول او نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د لندن د کرکټ په لارډز لوبغالي کې افغانستان ته د دوهمې درجې غړیتوب ورکړل شو.
ډاکټر مراد په دې لاسته راوړنې، ټولو هیوادوالو، د کرکټ لوبغاړو او مینه والو ته مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه چې افغانستان به د لومړۍ درجې غړیتوب لپاره هم خپلې هلې ځلې جاري وساتي.
ډاکټر مراد وویل : (( افغانستان یواځینی هیواد دی چې په ډیره کمه موده کې یې له سختو هلو ځلو وروسته دغه غړیتوب ترلاسه کړ.))
د کرکټ اجراییوي رئیس په دې برخه کې دافغانستان کرکټ لوبغاړو د بې سارو لاسته راوړنو او د کرکټ بورډ د ښې ادارې یادونه وکړه.
Tolo hewadwalo ta da zra la komi mubaraki wayam.
خپلو ټولو وطنوالو په ځانګړی ډول د کرکټ لوبغاړو او مینه والو ته ددی لوی لاسته راوړنی او بریا مبارکی وایم