تاند- د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د شنبې په ورځ /مې لومړۍ/ د مالیزیا په کوالالمپور کې د کرکټ د اسیايی شورا په پریمر لیګ کې ګډون کوي.

په دې اووه ورځني لیګ کې د افغانستان ترڅنګ د متحده عربي اماراتو، هانګ کانګ، نیپال، مالیزیا او عمان ټیمونه برخه لري.

د افغانستان لوبډلې د دغو مسابقو لپاره د ۲ اوونیو په مخه د پاکستان د کراچۍ بندري ښار ته نژدې د سمندر په غاړه په (کنټري کلب) کې تمرینونه وکړل.

د پاکستان د ټسټ لوبو پخواني لوبغاړي عامر سهیل او راشد لطیف له افغان لوبغاړو سره د بېټنګ، بالینګ او ویکټ نیولو تمرینونه وکړل.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کیپتان محمد نبي وايي، پر له پسې بریالیتوبونو د ټیم پر لوبغاړو فشار زیات کړی ځکه چې د خلکو توقع له ټیمه زیاته شوې ده.

ده په دې خوښي ښکاره کړه چې افغانستان د نړیوالو اتلولیو جام ته غوره شو. محمد نبي وايي چې دا اسانه کار نه و ځکه چې دې جام ته د غوره کېدا لپاره شرط دا و چې پر له پسې شپږ مسابقې وګټي.

د نړیوالو (پنځوس اوریزو) اتلولیو جام سیالۍ په ۲۰۱۵ کال په استرالیا او نیوزیلنډ کې کېږي.

محمد نبي وویل چې د نړیوال جام لپاره افغان ټیم زیاتو یو ورځنیو مسابقو ته اړتیا لري.

په عین وخت کې د افغانستان د ملي لوبډلې روزونکي کبیر خان وویل چې د افغانستان ټیم له نړیوالو ټیمونو سره د مسابقو لږ موقع مومي او د دې تاوان هغه وخت احساسېږي چې افغان لوبغاړي په لویو مسابقو کې له قوي لوبډلو سره مخامخ شي.

کبیر خان وايي، هرڅومره زیات چې افغان لوبغاړي له غښتلو او نوموتو ټیمونو سره زیات مخامخ شي په هماغه اندازه پر افغان لوبغاړو فشار کمېږي.

ده د اسیا له لومړی درجه ټیمونو څخه وغوښتل چې له افغانستان سره زیاتې لوبې وکړي.

کبیر خان وویل چې افغانستان د کوم هیواد مالي مرستې ته اړتیا نه لري یوازې تکتیکي سپورت او نړیوال کرکټ غواړي.

د کبیرخان په وینا په افغانستان کې کرکټ په خورا لنډ وخت کې په ډېره خوښېدونکې لوبه بدل شوی دی او اوس د افغانستان په کرکټ بورډ کې ۵ لکه لوبغاړي ثبت دي.

One thought on “د افغانستان کرکټ ټیم د اسیايي شورا پریمرلیګ ته تیاري بشپړه کړه”
  1. د تاند ویبپاڼې درنو مسولینو ته
    نن د افغانستا او هانګ کانګ تر منځ سیالي د افغانستا په ګټه پای ته ورسیده او هیله مې دا ده چې د سپورت او ورزش خبرونه ډیر ژر او تازه نشر ته وسپارل شي، د راپور جوړولو لپاره په لاندې لینک باندې کلیک وکړئ تر څو نور تفصیلات د راپور جوړولو لپاره په لاس درشي.
    http://www.espncricinfo.com/ci/engine/match/736497.html

    په خورا درنښت

ځواب ورکول سعدیه شیرزاد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *