د کریکټ په اسیايي لوبو کې د افغانستان د 19 کلنو لوبډلې خپله بله سیالي له سعودي عربستانه په خورا زیات توپیر سره وګټله. په دې لوبه کې افغانانو په 47 اوورونو کې 326 منډې جوړې کړې خو د سعودي ټول لوبغاړي په 21 ام اوور کې وسوځېدل او ایله 49 منډې یې جوړې کړې. په دې توګه زموږ ځوانانو دا لوبه د 277 منډو په توپیر سره وګټله.

په توپ اچوونه کې نوین الحق ډېر ښه وځلېد. ده شپږ سعودي لوبغاړي وسوځول، هغه هم داسې چې یو نفر یې په د لومړي اوور په لومړي توپ، درې نور یې په درېو سر په سر توپونو وسوځول. نوین الحق په 8 اوورونو کې یوازې 17 منډې ورکړې.

جاوید سره له دې چې څوک یې ونه سوځول خو ډېرې کمې منډې یې ورکړې، ده په 7 اوورونو کې 17 منډې ورکړې.

راشد خان 2، طارق ستانکزي او ضیاالرحمن یو یو لوبغاړي وسوځول.

په توپوهنه کې بیا طارق ستانکزی (67 منډې په 67 توپونو)، راشد خان(48 منډې په 39 توپونو)، وحیدالله شفق(41 منډې په 32 توپونو)، شهیدالله (41 منډې په 33 توپونو) او حضرت الله ځاځی (36 منډې په 22 توپونو) تکړه وو.

0 thoughts on “د افغانستان ۱۹ کلنو سعودي عربستان ته په ۲۷۷ منډو ماتې ورکړه”

ځواب ورکول ډ انګ پیلی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *