فضل الحق طاهرزی

 فضل الحق طاهرزی –

د ښاغلي کرزي د حکومت په راتګ سره د بیان او رسنیو آزادي خپل اوج ته ورسېده. دغې آزادۍ د ډېرو ګټو ترڅنګ دومره لویه بدبختي رامنځته کړه چې ښایي د اوسنۍ جګړې اصلي لامل همدا وي. افغاني رسنۍ د اختر او یا هم نوي کال په ورځو کې داسې کنسرتونه جوړوي چې د افغانستان دښمنانو ته د افغان وژنې پلمې په لاس ورکوي. د دوی په کنسرتونو کې افغانې، پاکستانۍ او تاجکې ځینې سندرغاړې، سندرغاړي، د فلم کارکوونکې/کارکوونکي او نڅاګرې داسې نڅاوې کوي چې له اسلامي او افغاني اصولو سره کاملاً په ټکر کې وي او دغه راز د اساسي قانون له ��رېیمې مادې (په افغانستان کې هېڅ قانون د اسلامي او شرعي احکامو پر خلاف نه شي جوړېدی) څخه ښکاره سرغړونه ده. د دوی داسې جامې وي چې یو مسلمان بیا افغان هېڅ نه شي ورته کتلای.

د رسنیو مسوولینو (مطلب مې د هغو رسنیو مسوولین دي چې په رسنیو کې یې دا ډول خپرونو ته اجازه ورکړې) ته خو ملي ګټې هېڅ معنا نه لري، په دوی کې ملي احساس مړ دی. د دوی موخه دا ده چې پیسې راټولې کړي نور د هېچا په غم کې نه دي. د دوی په دا ډول خپرونې د دې لپاره کوي چې په دې توګه یې د تلویزیون لیدونکي زیاتېږي او کمپنیانې دوی ته ډېر سوداګریز اعلانونه ورکوي. همداراز که دوی سپک کنسرتونه او سریالونه خپروي، یوازینۍ موخه یې د پیسو لاس ته راوړل دي، نور هر شی ورته بې ارزښته دي.

خو زموږ د هېواد او خاورې دوښمنانو له دې سپېرې ګټې څخه لویې لویې موخې پوره کوي، دغې دوښمنانو ته په افغانستان کې د جهاد د روا ګڼلو لپاره هېڅ ډول بهانه نه ده پاتې؛ دوی له همدې ډول خپرونو څخه په استفادې ځوانانو ته په ذهن کې ورپیچکاري کوي چې په کابل کې کفري نظام حاکم دی، ځکه له ملي رسنۍ نیولې تر خصوصي رسنیو پورې فحشا خپروي. په حقیقت کې یې دغه خبره افغان ځوانانو ته پېغور ګرځولې، دوی ته وایي چې خاوره مو وګټئ، خویندې مو د پردیو په مخ کې نڅا کوي او بربنډې دي. افغان ځوانان چې په ناموسي مسایلو کې خورا حساس دي. دا ډول پېغورونه نه شي زغملی او وسلې ته لاس کوي، د نظام د نسکورېدو لپاره مبارزه پیلوي.

دغه راز د یادو خپرونو بله لویه بدبختي دا ده چې ځوانان مو له درس او تعلیمه راګرځوي.

مخنیوی یې باید څوک وکړي؟

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت باید پټه خوله پاتې نه شي او په دې هکله کوټلي ګامونه واخلي. که رسنۍ وال د رسنیو قانون ورته وړاندې کوي، له دوی سره اساسي قانون او د یاد قانون درېیمه ماده ده؛ اساسي قانون ټول هغه قوانین له منځه وړي چې د اسلامي اصولو او شرعي احکامو خلاف وي. تر نوي کال یا اختر پورې بلا وخت دی. که د اطلاعاتو او کلتور وزارت یي مخه ونه نیسي ښایي لوی خنډ یې په وړاندې راپورته شي او ملت او مدني ټولنې له خپل هر ډول مدني فعالیت څخه کار واخلي.

د مدني فعالینو په توګه د رسنیو چارواکو ته وایو چې د خپلو جیبونو د ډکولو لپار افغاني او اسلامي ارزښتونه مه تر پښو لاندې کوئ. د افغانستان د روانې جګړې یو اړخ تاسو هم یاست. په لوی لاس هڅه مه کوئ چې ملي خاینین اعلان شئ.

موږ له بل هر چا وړاندې له تاسو تمه لرو چې د روانې جګړې په ختمولو کې هر راز منډې ترړې وکړئ، خو دا کارونه مو په لوی لاس جګړه ګرمه ساتي.

ولسي جرګې ته هم وریادوو چې تاسو د ټول ملت استازي یاست. په مهربانۍ سره په دې هکله خپل ملي او اسلامي دین ادا کړئ او خپل غږ راپورته کړئ. زه بیا هم په ډاډ سره ویلی شم او په خپلو سترګو مې لیدلي چې د هېواد دوښمنان او بهرنۍ کړۍ د همدې کنسرتونو او سریالو ویډیوګانې بې خبرو او ساده افغان ځوانانو ته ښیي او دوی جهاد ته هڅوي.
وما علینا الاالبلاغ

2 thoughts on “د افغاني تلویزیونو سپکې خپرونې افغان ځوانانو ته پېغور ګرځېدلي”
  1. ګرانو هيوادوالو ! ستاسو فکر وکړي بعضي خرڅوی نيکتايی وهونکی داسي بي ځايه انتقادونه کوی څه پلار يي فضل الرحمن پنجابی وي لکه فضل الحق خان طاهرزی غوندي ، نو ستاسو فکر وکړي څه زمونږ هيواد کي نور څه شی پاتي دي تمامه ورځ جنګ،مرګ ، غم او بالاخره څه افتونه نه دي څه نه شته ، يوازي همدغه سندري، او موزک پاتي ده او بس نور بيچاره ځوانان څه وکړی مجبور ده څه دا موسقی واوری ، نو دي فضل الحق ته دي ‌‌‌‌‌‌ډير شرم ځای ده څه بيمورده او تنګ نظرانه ليکنی کوی اول خو بايد خپله نيکتايی ايسته کړی او دريشی هم او بايد خپله دوه متره ږيره پريږدي او حجاب هم ورسر ه واغوندی او په څنګ د دي د تاند محترم سايت نه هم هيله کوو څه دا غيري علمی او ليری له انسانيت څخه ليکني نشر نه کړی لکه د فضلو ليکنه ، او الله تعال دي داسي مزخرف او تنګ نظره ځوانان اصلاح کړی .

ځواب ورکول babrak ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *