په افغانستان کې د سياست افتونه او زیانپېژندنه

لیکوال: څېړنوال عبدالغفور لېوال

مقدمه

دالیکنه به هڅه وکړي، د افغاني سیاست په اړه  څو پوښتنو ته ځواب ورکړي:

ـ موږ په کومه سیاسي زمانه او کوم سیاسي چاپېریال کې یو؟

ـ نړیوال او سیمه ییز شرایط څنګه دي؟

ـ د سیاسي افکارو انارشي پرموږ څه اغېز کړی؟

ـ سیاست او اقتصاد چېرته سره بېل او کوم ځای کې سره یوځای دي؟

ـ انسان چېرته دی؟

ـ ایا سیاست پېژنو؟

ـ حللارې څه دي؟

د ربړې ( پرابلم) طرح دا ده، چې زموږ سیاستونه پر افکارو نه دي ولاړ.

۱ـ   زموږ سیاسي زمانه،

تر سړې جګړې وروسته،  د هغې پسلړزې او ایډیولوژیکه ککړتیازموږ د سیمې د وروسته پاتې ملتونو په چاپېریال کې پاتې شوه. د دې جګړې لپاره لویدیځوالو او پخوانۍ شوروي دواړو یو د بل په وړاندې له ایډیولوژیو څخه ګټه اخیستله او د خپل سیال د راپرځولو لپاره یې له هغو ولسونو څخه د جګړې سوند توکي جوړول، چې پر اېډیولوژیک پوتانسیل ( ځواک ) جنګول کېدای شول.

وسلوال افراطیت او بنسټپالنه، عصبیت او تشدد د دغې جګړې داسې میراثونه ول، چې د جګړې له پایته رسېدلو سره، ښه په قوت  ژوندي پاتې او مخامخ یو له بل سره ښکېل شول.

افغانستان ـ له بده مرغه ـ د سړې جګړې تر ټولو تود او دوزخي ډګر و، چې په کې هر راز فزیکي او فکري وسلې وازمایل شوې. ځکه خو د جګړې ککړ میراث تر هر بل ځای زیات پر دې زمکه پاتې شو، چې لا تر ننه یې له خلکوځنې قرباني اخلي.

په دې توګه ګورو، چې زموږ سیاسي زمانه تر یوه نړیوال او سیمه ییز کړکېچ وروسته Post)  (Conflict زمانه ده، چې د رغښت او ترمیم لپاره یې ارادي کار نه دی شوی.

د فزیکي زېربنا Infrastructure   د بشپړې ورانۍ ترڅنګ یې اقتصادي ـ تولیدي بنسټونه، سیمه ییز او نړیوال دیپلوماتیک اړیکي،  ښوونه وروزنه، ټولنیز اخلاق، معنوي ارزښتونه، انساني عواطف، ټولنیز باور، هېوادنۍ مینه ( حُب الوطن Patriotism )، د ملي یووالي حس، د ګډ هویت جاذبه، قانونمننه او انسانمحوریت له منځه یووړل.

موږ د چپ او ښي اړخو سیاستونو د سولوونکې سیالۍ له منځه ناڅاپه انډول له لاسه ورکړ او د پانګوالۍ د کنچنیتوب دوران ته ورننوتلو.

کنچنۍ ګټه :

په افغانستان کې تر جګړې د راوتلو په زمانه کې، یو نوی پانګوال پوړ ( قشر) رامنځته شو، چې د طبقاتو د ویش له مخې نه فیوډالي پوړ دی او نه بورژوا یا دصنعتي پانګوالۍ واکمن پوړ.

دغه نوی پانګوال پوړ د جګړې له خیټې څخه رازېږېدلی دی، چې نه د فیوډالي پوړ په څېر کرنیز توکي تولیدوي او نه هم د بورژوا هغه په څېر صنعتي توکي.  دغه نوې طبقه جګړه ییزه ایډیولوژي مصرفوي ، د خلکو په عقیدو او باورونو کې پانګونه کوي، ټوپک او وسله وال کاروي او پیسې ګټي. نوی جرمي اقتصاد د همدوی په مرسته رامنځته شوی او یوازې تر هغې زمانې ژوندي پاېیدلای شي، چې جګړه روانه وي.

مخدرات، وسلې، مافیايي کړنې، ترهګري او سړي تښتونه و انساني قاچاق یې یوه برخه او پراخ، ریښه يي او ژور اداري فساد یې بله برخه زېږونې دي.

د دې زمانې ځانګړنه داده، چې جګړه ماره طبقه پانګه د ځواک او ځواک د پانګې زیاتولو لپاره کاروي او په دې څرخ کې اخلاق، قانون، عاطفه او عقیده له ډګره شړل شوي دي.

دا د بشپړې پانګوالۍ خوا ته د ورتللو مقدماتي پړاو دی. معنوي او مثبت ارزښتونه په کې نه شته، د هر ډول سیاست، تفکر او عمل زړی یې د پانګې زیاتوالی دی، ځکه خو یې د پانګوالۍ فاحشته توب  یا Prostitution Capitalism بللی شو.

له سیاست او سیاستوالوناسم تعبیر:

زموږ د سیاسي زمانې یوه ځانګړنه دا ده، چې سیاست په کې درې کونجونه لري، زور، پانګه او جګړه یي میراث .  د دې دورې سیاسي مشران خپل مشروعیت له جګړې څخه ترلاسه کوي او بیا له دې مشروعیت څخه په ګټنه د خلکو په قومي، ژبنیو، سیمه ییزو او مذهبي ګرومونو ( عقدو) او کرکو کې پانګونه کوي، په دې وسیله مشري انحصاروي او د خپلو ملاتړو له مجبوریتونو څخه په ګټنه ترقانون ورپورته کړنې کوي.  د ستونزې سټه دلته ده، چې ځوان نسل او عام خلک فکر و باور لري، چې ګواکې همدوی سیاستوال او د دوی کړنې سیاست دي.

په دغې فضا کې هرڅوک یا ډله، چې سیاست پر اقتصاد او مثبت تولید ولاړ فکر وعمل بولي او یا هم د ټولنې د وګړیو د انساني ژوند د شرایطو د ښه والي لپاره علمي طرحې راوړاندې کوي، خلک یې یوازې شریف  او د خبرو خلک بولي او د سیاستوال په سترګه نه ورته ګوري.

زموږ په سیاسي زمانه کې د سیاست او سیاستوال په اړه د قضاوت لومړی معیار د وسلو، پیسو،  ویرولو او وژلو د توان څومره والی دی.

عامه منافقت :

خلک د فاحشو جګړه مارانو د شمېر په اندازه سره ویشل شوي دي، په هر جګړه مار پسې د ده د زور، وسلې او پیسو په اندازه خلک ولاړ دي. خلک سره له دې چې له جګړې او جګړه مارو څخه شکایت کوي، سرټکوي او بد یې بولي، خو بیا هم په قومي، ژبنیو، مذهبي، سیمه ییزو او یا دوی ته د ګټې وررسولو په پار په یوه نه یوه پسې ولاړ دي.  په بله ژبه یوې برخې خلکو ته خامخا یو قاتل اتل دی. زموږ د زمانې یو عامه منافقت دا دی، چې هم له جګړې شکایت کوو او هم پر جګړه مارو راټول یو، هم د دوی کړنې بدې ګڼو او هم مو په کې یو خوښ کړی، چې په بده ورځ به راپه کار شي.

دغه عامه منافقت به تر هغو روان وي، چې ټول دېرش میلیونه وګړي د ټولو جګړه مارو په ضد ونه دریږي.

غیرت د تفکر پرځای:

زموږ د زمانې یوه ځانګړنه دا ده، چې سیاستونه مو حیثیتي کړي دي، موږ پرسیاستونو فکر نه کوو، بلکې غیرت پرې کوو. عامه ګټې او هوسایینه نه سنجوو، بلکې ضد کوو، ځېل اخیستي یو او ان په مضر او منفي سیاست کې هم خپله ماته نه شو زغملای، ځکه خبره  د حیثیت ده او غیرت تر تعقل غوره ګڼو.

دا چې د غیرت معیارونه مو هم ډېر قبیلوي او زاړه دي، لا بېله خبره ده.

پردي ادرسونه:

تر څلویښتو کلونو ډېر کیږي، چې فکر کوو، بلکې باور لرو، چې سیاسي پرېکړې باید بهر وشي. د خپل برخلیک ټاکلو لپاره د وروستیو پرېکړو ځای له هېواده بهر بولو؛ امریکا،  پاکستان، شوروي، ایران، سعودي یا بل هېواد زموږ د برخلیک ټاکنې مسئولین دي. دا باور اوس بیخي بنسټي شوی دی، چې ګټونکی هغه دی، چې بهرنی ملاتړ ورسره وي. موږ په بهر پورې تړاو بدنه ګڼو، شرم نه راته ښکاري، بلکې هڅه کوو، د خپلې خوښې بهرنی ادرس د خپل سیال له ادرسه غوره وګڼو. زموږ جدال پر دې نه دی، چې د پرېکړو ادرس باید افغانستان ته راولو، بلکې جدال مو پر دې دی، چې پاکستان خو ځکه ښه دی چې مسلمان دی، ایران خو ځکه غوره دی چې فرهنګ لري، امریکا خو ترټولو زوروره ده او سعودي د اسلام پلازمېنه ده.  

په دې برخه کې هم د عامه منافقت په ناولتیا ککړ یو، ځکه موږ ته ټول پردي پردي نه ښکاري.

د ناستالژۍ افیون:

زموږ د زمانې یوه ګواښمنه ریښتیا دا ده، چې د نن او سبا لپاره سیاست نه کوو، بلکې د پخوا زمانې په حسرت کې یوبل سره دوښمني کوو. افغانستان د اکثریت ځوان نفوس خاوندهېواد دی، خو د دغه ځوان نفوس لویه برخه له فکري پلوه تر زړو هم زوړ دی. د هغه ځوان نفوس ترمنځ هم د سړې جګړې د زمانې تربګنۍ او دوښمنۍ ژوندۍ دي، چې د سړې جګړې تر پایته رسېدو وروسته زېږېدلي دي. اوس هم لا هغو ځوانانو د جهادي یا ضد جهادي  ډلو په نومونویو بل له ګریوانه سره نیولي، چې د جهاد پرمهال لا دغېږې ماشومان ول.

ځوانان لا هم د کړکېچ د زمانې د مشرانو مړي په خوسا تابوتونو کې پر اوږو ګرځوي. دوی لاهم د وینو د زمانې څېرې ستايي او د زړو بوتانو بې نفسه جسدونه په طلايي تختونو کې پر خپلو ځوانو مټو استوار ساتي.   د ځوانانو لپاره سیاسي مشران ځينې داسې کسان هم دي، چې عمرونه یې تر اویاوو اوښتي او یوڅو خو یې ایله پر لاره ګرځي.

پر ناستالژیکه څېرو او مشرانو دغه اعتیاد د نویو رهبرانو د رامنځته کېدو مخه نیسي او دنن و سبا لپاره د علمي فکرو عمل  پلویان له ډګرڅخه بهر ته شړي.

په تمه وګړي، په تمه ټولنه :

زموږ د زمانې یوه سایکالوژیکي ستونزه دا ده، چې ټول یوې نامعلومې معجزې ته په تمه یو، چې هرڅه سم کړي. هرڅوک چې د سمون او بدلون په اړه خبره کوي، نو نور ورته په تمه وي، چې دا خبرې باید اوس عملي هم کړي. موږ له دې حالته د وتلو لپاره یوازې دومره وایو، چې : خدای دې رحم وکړي.  له دې خبر نه یو، چې لوی خدای ج خپل بنده ګان د خپل حالت د بدلون لپاره مکلف کړي دي. موږ په ټولیز او سازماني کار باور له لاسه ورکړی دی . د ګواښ اوسختۍ پرمهال یو بل له ځانه مخکې کوو، خو د ګټې پرمهال یو له بله مخکې کیږو. داسې سیاسي مشقت، چې بدلون راوستلای شي، خپل کار نه ګڼو او پر بل یې تاوانوو. په فیسبوک یا بله ټولنیزه رسنۍ کې مو که د وضعیت د بدلون لپاره څه ولیکل، نو ټول درته وايي : اوس نو راوړاندې شه او عملي  یې هم کړه.

که تاسو ترې وپوښتئ، چې دا کارخو دټولو ګډون او ګډ مزله ته اړ دی، نو دی به درته ځواب ووايي: خدای دې رحم وکړي.

۲ـ  نړیوال او سیمه ییز شرایط،

افغانستان تر سړې جګړې وروسته ورځ تربلې زیات سیمه ییز او نړیوال ستراتيژیک اهمیت ورخپلوي. موږ د درېیو مهمو اقتصادي سیمو ترمنځ د تړون کړۍ یو( منځنۍ اسیا، جنوبي اسیا او منځنی ختیځ ).

د اینرژۍ، جیوستراتيژۍ او تولیدي زونونو دغه درېګوټی ( مثلث) په افغانستان کې د سیالۍ او نیابتي جګړې و سیاست بازار لاپسې تود ساتلی. هغه څه چې زموږ په سیاستونو، ملي تفکر او سیاسي ادبیاتو کې نه شته، له دغه اهمیت څخه د خپلو ملي ګټو لپاره استفاده ده.

موږ له دغو سیالیو څخه د افغان انسان او افغانستان لپاره د ګټنې پرځای د پردیو په سیالیو کې ورګډ شوي یو، یوه برخه مو د یوه لوبغاړي او بله برخه مو د بل په خوا درېدلي یو. اینرژي مو هم پر دې لګیږي، چې زموږ ملاتړی بهرنی ښه دی او ستا هغه بد.

دروانې سیالۍ کړکېچ پرفرصت بدلېدلای شي، خو په دې شرط چې په دې اړه ټولیز شعور لوړ شي او ملي پوهه رامنځته شي.

د افغاني سیاست یو افت دا دی، چې موږ لا هم داسې مقتدر سیاسي جوړښت او تفکر رامنځته کړی نه دی، چې  له دې ټولو سیالانو سره کیني او د ګډو ګټو پر سر ورسره نړیوال ډیسکورس پیل کړي.

موږ لا د داسې ډيسکورس فکري زړي هم نه دي کرلي. موږ نه د امریکا دوست ته اړتیا لرو، نه یې دوښمن ته ، نه د پاکستان یا ایران خواخوږي ته اړ یو  نه یې هم مخالفینو ته . موږ داسې سیاستوال ته اړتیا لرو، چې له دې ټولو سره د خبرو اترو د میز شاته کیناستلی شي او په سیمه و نړۍ کې د افغانستان څخه د ګټنې او مفاد پر ویش ورسره جوړ شي. داسې نړیوال سټېژ ته د رسېدو لپاره درېيو کورنیو پړاوونو وهلو ته اړتیا لرو؛ لومړی د سیمه ییز او نړیوال سیاست پردوکترینو ملي اجماع ته رسېدل، د دغې اجماع د تمثیل او تعمیل لپاره واحده سیاسي رهبري رامنځته کول او د عملي کولو پرمهال یې د لویو ګټو لپاره له کوشنیو ګټو او په کوردننه سیالیو تېرېدل.

۳ـ   د افکارو انارشي،

سیاست له ( فکر) څخه تش دی.  سیاسي کړنې وار له مخه تفکر څخه پرته ترسره کیږي. د سیاست شوقیان تر فکر زیات پر ګټو او څوکیو راټولیږي. موږ د سړې جګړې پرمهال د دوو ښکېلاکي فکري مکتبونو ( کومونیزم او کاپیتالیزم) د مېچنو ترمنځ دومره وځپل شو، چې د درېیم تفکر شتون بیخي منلای نه شو. موږ لاهم د افغانستان د جغرافیايي، فرهنګي، ایکولوژیکي، بشري او طبیعي شرایطو سره سم د پرمختګ او ځانرغوونې پر خپلواکه لاره فکر کول نه دي ازموییلي. موږ لاهم ( افغانیزم) په یوه فکري منظومه نه دی بدل کړی. فکري ګډوډي همدا ده، چې ګڼ شمېر زاړه سیاستوال لاهم د چپو مکتبونو په ناستالژیک حسرت کې سوزي، لېبرال تکنوکراتان مو په یرغه سورلۍ د (بازاراقتصاد) په خوا ځغلي. هغه هم په داسې ټولنه کې، چې نه په کې ( بازار) شته او نه هم ( اقتصاد). د لېبرال تکنوکراتانو هره طرحه چې ناکامه شي، نو وايي: په امریکا کې خو داسې نه وي؟ او انګلستان خو په دې طرحه کې بریالی دی. دوی هیچا پوه نه کړل، چې دغو هېوادونو دا مزل له څلورو پینځه سوه کلونو را په دې خوا پیل کړی او لومړنۍ پانګه یې هم د ښکېلاک پرمهال زېرمه کړې ده.

موږ ملي تفکر هم کافر ګڼلی دی. ( ملي) اصطلاح دواړو جګړه مارو ډلو( نیم کومونیستي او ايډیولوژي ځپلیو بنسټپالو) کافره ګڼله، دواړه په داسې انټرنشنلیزمونو پسې روان ول، چې بیخي لارامنځته شوي نه ول.

د دواړو انټرنشنلیستو ډلو په نظر ( ملي) تفکر د فاشیزم، سکټریزم یا راسیزم  بنسټ جوړوي، حال دا چې دا نظر بشپړ ناسم دی. هغوی چې لسیزې پخوا یې د نشنلیزم نظریې پربنسټ په دوو اړخونو (سوشل دموکراسۍ او مائیویزم)  کې مبارزه راپیل کړې وه هم په کوشنیو قومي ـ سکټریستي پوستینونو کې خوسا شول او خپل باور یې له لاسه ورکړ.

پر علمي تفکر ولاړ ملي سیاست ځکه رامنځته نه شو، چې خلک په بېړنیو بدلونونو عادت شوي دي، دوی د پرمختګپالنې او ریفورمیزم په منظمو او ګام پرګام فکري  هڅو باور نه لري او یا یې حوصله نه لري.

تر ټولو بد عادت دا دی، چې فکري مبارزې ته حوصله نه شته او که تاسو له چا سره پر سیاست کولو خبرې کوئ، نو درته وايي: وروره همدا نن باید حاکمیت راوپرځول شي او همدا سبا باید کوڅو اوسړکونو ته راووځو، خلک ووژنو او ځانونه وښییو، ستاسو طرحې ښې دي، خو نه یې حوصله شته او نه وخت.

موږ پرکودتايي  سیاستلوبو او لنډپارۍ عادت شوي یو.

۴ـ  د سیاست او اقتصاد ورکه اړیکه :  په روانو سیاستلوبو کې جرمي اقتصاد او یا هم ایډیولوژیکو باورونو د سراسري اقتصادي سیستم ځای نیولی دی. تاسو به له خورا لږو مقتدرو سیاستوالو څخه د اقتصادي زېربنا په اړه طرحې اورېدلې وي. د خلکو د خیټو مړول، کارموندل، تولیداو خدمات څوک نه پېژني، د دې پرځای ��وه برخه سیاستوال په پټه یا ښکاره د مخدره موادو په کاروبار، انسان تښتونې، د کانونو مافیا، د زمکو غصب او له بهرنیانو سره په پوځي قراردادونو کې ښکېلتیا اقتصادي فعالیت ګڼي او پر جرمي اقتصاد تکیه کوي. بله برخه سیاستوال فکر کوي، چې د خلکو عقیدې او باورونه مهم  دي، روزي خو هسې هم له اسمانه راپریوځي، مهمه دا ده چې خلک دې د دوی په شان باور ولري. دوی یوازې هغه خلک ژوندي غواړي چې د دوی په شان عقیده لري، نور ټول د وژلو وړ دي. په داسې سیاستوالو کې چې د سیاست زړی او مرکزیت یې باورونه او عقیدې دي، اقتصاد ته ځای نه شته. له همدې کبله د افغانستان د روانو اوبو د مدیریت، د کروړ زمکو ژغورنه او راژوندي کول، د کانونو ملي برنامې (استخراج، پروسس او د وروستیو محصولاتو صدور)، له ترانزيتي موقعیته ګټه اخیستنه، د وړو اقتصادي پروژو او خدماتي سکتور وده، د مسلکي تخنیکي وړتیاوو لوړول او په نړیوال مارکیټ کې خپل دریځ تثبیتول اصلاً لوکسې خبرې ښکاري او بس.

له همدې ځایه ده، چې نور نو په افغانستان کې ملي اقتصاد د ملي سیاست بنسټ نه ګڼل کیږي او ځای یې جرمي اقتصاد او پر عقیدو جګړې او وژنې نیولی دی.

۵ـ  ( انسان ) چېرته دی؟

زموږ په سیاستونو کې هرڅه شته، خو د دې خاورې د ( انسان ) نښه او ځای په کې نه شته. که له هرسیاستوال څخه وپوښتې د څه لپاره لګیا یې ؟ نو درته وبه وايي :  عقیده ژغورم . خپلې ګټې ژغورم، خپله څوکۍ ژغورم، وطن ژغورم، حکومت ژغورم، قوم ژغورم، ژبه ژغورم….

انسانژغورنه یو هم نه پېژني. په سیاستونو، افکارو، فعالیتونو، مرده باد وزنده باد کې د دې هېواد انسان نه ښکاري. ( له ودان افغانستان ګوند پرته) ماله بل چا  نه دي اورېدلي، چې زما ټولې سیاسي هڅې د دې لپاره دي، چې د دې هېواد د ( انسان ) د ژوند شرایط ښه شي. کار، تولید، ډوډۍ، پاکې اوبه، سرپناه، حقوقي حیثیت او هوسا ژوند ولري. هیچا داسې لاره چاره نه ده راپېژندلې چې د افغانستان له اوبو، زمکې، لمریزې اینرژۍ، باد، کانونو، ترانزیتي موقعیت، ځوان بشري ځواک، توریستي جاذبې، فرهنګ او نورو شتمنیو څخه دې په عملي توګه د دې خاورې د انسان د مړښت او هوسایینې لپاره ګټه پورته کړای شي.

موږ د سیاست تعریف پېژندلی نه دی ، چې وایي:

سیاست له اجرایوي ـ اداري ځواک څخه د وسیلې په توګه داسې ګټنه ده، چې په سنجول شوي او وارله مخه برنامه شوي ټولیز عمل کولو، د یوې ټولنې د وګړو انساني ژوند شرایط له پرون څخه نن او له نن څخه سبا ته بهتره کړای شي.

حللارې :

تر هرڅه وړاندې باید، د سړې جګړې ناولی میراث له خپلو ذهنونو او افکارو څخه وڅنډو او د یوه نوي نسل پر نن او سبا تمرکز کول تجربه کړو. د سړې جګړې پېښې یوازې او یوازې د ترخو تجربو په توګه د پام وړ دي اوبس. ددغو تورو او تیارو کلونو پېښې باید کله کله د اړتیا پرمهال ترخپلې مخې کېږدو او زده کړه ورڅخه وکړو، تردې ورهاخوا د زړو دوښمنیو او ناندریو زمانه تېره وبولو او ښايي ځوان نسل د یوې شعوري او ارادي سیاسي زمانې لوري ته ورمخه کړي.

سازماني خوځښتونه باید له سیمه ییزو، قومي او ژبنیو کوشنیو کړیو څخه راووځي او پر فکر محوره ملي جوړښتونو بدل شي، چې په مرکزیت او محراق کې یې د دې هېواد ( انسان) ولاړ وي.

د حللارې لومړی اصل دا وګڼئ، چې سیاسي راتلونکی له سیاسي ګوندونو پرته بدلولای نه شو.

د پخوانیو ګوندونو تېروتنې، ناسمې  کړنې، بد نوم او ترخې خاطرې نه ښايي په دې مانا واخیستل شي، چې ګوندونه بد دي او بیا دې نه رامنځته کیږي. د اوبو ناولتیا او خوسا کېدل په دې مانا نه دي ، چې هیڅوک دې اوبه نه څښي، بې اوبو ژوند او بې ګونده سیاست کېدلای نه شي. له همدې کبله د اوبو د ککړتیا پرمهال د دې لپاره چې خلک له تندې مړه نه شي، نو یوازینۍ لاره دا ده، چې پاکې اوبه ومومو او له ګوندونو څخه د ترخې خاطرې پایله باید دا وي، چې پاک، ریښتیني او بدلون راوستونکي ګوندونه رامنځته کړو.

داسې ګوند ( یا ګوندونه) چې د یوې علمي ـ  عملي کړنلارې او فکرمحوره برنامې خاوند وي . د ټولو هڅو وروستۍ موخه یې د دې هېواد د انسان هوسایینه او ښه ژوند وي. سیاسي فعالیت یې اقتصادي بنسټ ولري او خلک د منطق و استلال په مټ پرځان رامات کړي، نه د ټوپک او ګواښ له ویرې یا د ایډیولوژیک دګماتیزم په جبر.

داسې ګوندونه باید په راتلونکي کې سیاسي ډګر ته په بشپړ دیموکراتیک ماهیت  ورننوځي او کړنې یې د بشري حقونو له نړیوالو ارونو سره په ټکر کې نه وي.

د نویو ګوندونو کار له درېیو پړاوونو تیریږي:

ویښتیا، روښانتیا او بدلون.  

د ویښتیا په پړاو کې د مثبت بدلون لپاره د خلکو پام رااړول او په منظمو خوځښتونو کې یې تنظیم مهم دی. د روښانتیا په پړاو کې باید د اصلاحاتو تفکر عام شي او داسې سیاسي ادبیات راوپنځول شي، چې د هغو په مرسته ټولنیز ارزښتونه او مادي شتمنۍ د ( انسان ) لپاره استخدام کړای شي. په دې پړاو کې باید دا جبر له منځه ولاړ شي، چې د سیاستونو او باورونو یا نورو تش په نامه ارزښتونو لپاره دې انسانان قرباني کیږي او یو ځانګړی پوړ دې د دغو قربانیو( !) پر ګټو مزې و چړچې وکړای شي.  روښانتیا له فکري او ذهني غلامۍ څخه د انسانانو د خپلواکۍ دوره ده، هېڅوک نه ښايي د خپلو باورونو لپاره د انسان خپلواکي ترې واخلي او فردي و ډله ییز زبېښاک ښايي نور په یوه تولیدي و کاري فعالیت کې په داسې ګډون بدل شي، چې قوانینو تعریف کړی وي او انسان یې په بدل کې د خپل ژوند اړتیاوې پوره کړای شي.

د بدلون پړاو هغه مهال پیلېدلای شي، چې خلکو يې په زړونو او ذهنونو کې اړتیا منلې وي. د افغانستان نومهالي تاریخ څوځله له پاسه مخ کښته جبري بدلونونه چې د وسلو او پوځي تاوتریخوالي په پایله کې راوستل شوي دي، تجربه کړي. یوه هم سمه پایله نه ده درلودلې، نه تش په نامه چپ بدلون او نه هم ښي.

دا بدلونونه  نه ول، کړکېچونه او ټولنیز ټکانونه ول، چې خلک یې د راویښېدو پرځای ګنګس او سربداله کړل.

ریښتینی تحول او بدلون د اوږدمهالې شعوري ویښتیا په پایله کې راتللای شي، چې پرګنې يې په خپله عملي کړي، البته فکري او سیاسي رهبري یې داسې ګوند یا ګوندونه پر غاړه لري، چې د ریښتیني بدلون پروسه مدیریت کړي، نه دا چې په دغه نوم او عنوان یوازې واک ته د ځان رسولو هڅه وکړي او کله یې چې سیاسي واک وځواک ترلاسه کړل، خلک په نیمه لار کې یوازې پریږدي.

ځوان نسل باید د سړې جګړې له ناولي میراث څخه د پرېکون لومړی عمل له دې ځایه پیل کړي، چې په دودیزو خوځښتونو پسې تلل پریږدي او منځتشو مارکونو پرځای په افکارو پسې تلل زده کړي.

اقتصاد د سیاست بنسټ دی. سیاست پېژندل او پرې پوهېدل دومره سخت نه دي، له شته طبیعي ـ ایکولوژیکو او ټولنیزو امکاناتو څخه د خلکو د ژوند د شرایطو د ښه والي لپاره ګټه اخیستنه ده. ځوان نسل باید پر دې فکر وکړي، چې څنګه یو له بل سره د سیاسي ملګرتیا په پایله کې له خپلو اوبو، طبیعي سرچینو، موقعیت او فرهنګي شتمنیو څخه د خپلو هېوادوالو د هوسایینې لپاره ګټه پورته کولای شي؟

تر دې وروسته هرلوی یا واړه تش په نامه ګوند، چې د افغانستان لپاره اقتصادي طرحه نه درلوده، د ملاتړ وړ نه دی، ولو که په لکونو کسان پسې روان وي.

حللاره دا ده، چې ځوان نسل پروسلو او تورو پیسو راټولېدل هېر کړي، د دې پرځای پر خپل بشري ځواک، فکري تومنې او پر یوه سیاسي ـ اقتصادي تفکر د راټولیدو پرقدرت باور ولري.

موږ باید خپله سیاسي ایکولوژي و سایکالوژي له سره تعریف کړو، جوړه یې کړو او له شته افتونو او زیانونو څخه یې پاکه کړو.

په پردیو ایزمونو، سیاسي مکتبونو، سیستمونو او افکارو باور پریږدو، له نړیوالو تجربو څخه یوازې زده کړه او تجربي ګټنه بویه ، نه ړنده او ناسنجول شوې تکیه .  موږ ته ښايي له هر نړیوال سیاسي مکتب او باور څخه له خپلو شرایطو سره سم مثبتې او ګټورې تجربې راټولې کړو او پخپله یو افغاني سیاسي مکتب ورڅخه جوړ کړو، چې زموږ له فرهنګي، ټولنیز او هېوادنیو شرایطو سره سم، موږ له دغه حالت څخه وایستلای شي. زه همداسې یوه فکري بهیر ته چې زموږ له ټولنیز ـ طبیعي او فرهنګي وضعیت سره سمون ولري او موږ پر یوه افغاني سیاسي مکتب راټول کړلای شي ( افغانیزم ) وایم، لوستونکي یې هر بل څه ګڼلای شي، خو چې موږ د ژغورنې په پار پرې راټول شواو خپله ټولنه له روان ناورین څخه وایستلای شو.

ودان افغانستان ګوند، د همداسې یوې فکري ، علمي او عملي منظومې طرحه رامنځ ته کړې ده. البته په سازم��ني او عمل ته د راوستلو په کار کې به یې لا ډېر پرمختګ نه وي شوی، چې دا کار د ځوانو افغان کادرونو پراخ ګډون او رهبرۍ ته اړتیا لري.

موږ د دګماتیزم مخالف یو، هيڅکله د خپل سیاسي تفکر پر هرومرو او بشپړ سموالي ټینګار نه کوو، خو لږ ترلږه یوه داسې فکري او علمي دیسکورس د پیلولو نوښت خپل حق بولو، چې د بشپړې انارشۍ او فکري ګډوډۍ په فضا کې مو رامنځته کړی دی.

د دې لیکنې د پای په کرښو کې ، ځوان نسل پر همداسې یوه سالم او رغوونکي دیسکورس او خبرو اترو کې د فعال ګډون او یوې عملي ـ سازماني پایلې ته د وررسېدو پړاو ته رابولم، چې له پخوانیو ترخو تجربو څخه بشپړ پرېکون او د یوې نوې لارې پیلون یې  پایله وي.

One thought on “د افغاني سياست سايکولوژي او اېکولوژي”
  1. قربان هسې خو دې لویه ډرامه پیل کړې ، خدای دې خیر درپیشوي ، زما مشوره داده چې لږ له الفاظوسره لوبي کمې کړه ، داسایکولوژي پشتو انډول نه لري او یا هم ایکولوژي ، ته خو د پشتو زده کونکي یي ، دغه ټکی ته لژپام درسره نیسه . زه پوهیژم چې زده دې دي خو نه یې کاروې ، دا کارمه کوه ، کوژبار ترمزله نه رسیژي .

    زرین ګل

ځواب ورکول زرین ګل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *