افغان اقتصاد پوه استاد شریف بهاند

یاد به دې ساتمه په لمدو سترګو

له نن نه پنځه کاله وړاندې، د ۲۰۱۱ ام کال د جولای په اولسمه (۱۷) نیټه د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي پخوانی استاد، د افغانستان د علومو اکادیمۍ پخوانی غړی، په جرمني کې د بیلابیلو فرهنګي دندو د ترسره کولوتر څنګ او د ژوند تر پایه د استادۍ د ویاړلې دندې ترسره کوونکی؛ افغان اقتصاد پوه استاد شریف بهاند د یوې وژونکې ناروغۍ په وجه له موږ نه د تل له پاره جلا شو.

زه دا کرښې یوازې د دې له پاره نه لیکم چې استاد شریف بهاند سره زه د وینې شراکت لرم یا زما یو مشر لالا دی، د دې لپاره یې هم لیکم چې استاد شریف بهاند د افغانستان او سیمې په کچه، د اقتصاد او سیاست په برخه کې د لوړو زدکړو خاوند و، دی هغه  حقداره قلموال هم و چې د خپل مسلک په برخه کې یې په رښتیا د خلکو، هیواد، قلم او مسلک حق ور ادا کړی و، د افغانستان او نړۍ په اقتصاد او سیاست پورې اړوند یې کتابونه او مقالې لیکلې او ژباړلې وې؛ داسې چې د افغانستان، سیمې او نړۍ په باب د سیاست او اقتصاد ښه هنداره یې ګڼلای شو. د استاد شریف بهاند د یادو مقالو ډیرې ښې بیلګې دلته په کلیک کولو سره تر لاسه کیدای شي.

د استاد شریف بهاند د پنځم تلین په خاطر، د ده علمي کارونو او فرهنګي هڅو ته د درناوي له پاره، په علمي نړۍ او په بهاند کورنۍ کې د ده د فزیکي نه شتون او فقدان په وجه؛ زما د زړه یو څو خبرې او دردونه په دې مقاله کې وړاندې کیږي.
د استاد شریف بهاند د مړینې خبر د   لومړي ځل له پاره د «لر او بر» ویبپاڼې د ۲۰۱۱ کال د جولای میاشتې په اولسمه (۱۷) نیټه خپور کړ.

او ورپسې په افغانستان کې دننه او له هیواد نه دباندې افغان  میډیا د استاد د مرګ خبر له تبصرو او د خواشینیو له پیامونو سره د نړۍ ټولو سیمو ته ورساوه.

د افغانستان د وخت جمهور رییس ښاغلي حامد کرزي د استاد شریف بهاند د مړینې په مناسبت، د بهاند د کورنۍ په پته او د شریف بهاند د خواخوږو او علمي کړیو په آدرس د خواشینۍ او تسلیت پیام خپور کړ، د استاد مړینه یې د علم او فرهنګ په نړۍ کې یوه لویه ضایعه وبلله. د ښاغلي جمهور رییس پیام په هماغه وخت کې د افغانستان د ملي رادیو تلویزیو له لارې خپور شو.

د استاد شریف بهاند د مړینې په مناسبت د شریف بهاند او بهاند کورنۍ خواخوږو او دوستانو په میډیا کې د تسلیت او خوا خوږۍ بې شمیره پیامونه خپاره کړل.

د استاد شریف بهاند له مرګ نه یو کال وروسته، د ده د لومړي تلین په مناسبت، د ده مفصله بیوګرافي، د خپرو شو آثارواو مقالو لست، د ده د علمي کارونو د یوې برخې په توګه خپاره کړای شول.

او دا دی نن د استاد شریف بهاند پنخم تلین دی.

2د ۲۰۱۱ کال د جولایمیاشتې په شلمه نیټه مو کله چې د افغانستان او د بهاند د کورنۍ دا ستره علمي هستي، له اوښکو او حسرتونو سره د تل له پاره د جرمني په برلین کې خاورو ته وسپارله؛د تدفین او  ویر د تشریفاتو له مخې باید د بهاند د کورنۍ یو حاضر مشر وینا کړې وای. هلته په موږ کې تر ټولو مشر لطیف لالا و.

لطیف لالا (دوکتور لطیف بهاند)د استاد شریف بهاند پر قبر باندې، په داسې حال کې چې له سترګو نه یې د اوښکو باران پر ګریوانه را روان و، په نیولې ژبه او خواشینۍ سرهداسې وویل:

«دوستانو، حاضرو ښاغلو او آغلو! څه وکړم، زما پر کورنۍ او پر ما باندې داسې حالت راغلی دی چې د لغاتو د ډیر ستر لښکر له درلودلو سره، سره؛ نه شم کولای له دغه لښکر نه استفاده وکړم، زه نه شم کولای د خپل ټول ژوند د را ټولې کړې هستۍ نه هم استفاده وکړم.

موږ نن خپل عزیز ترین، ګران ترین او شریف ترین کس، د خپل وجود غړی، د خپلې کورنۍ غړی او د خپلې کورنۍ یو زړه سواندی او د خپلې کورنې سټه، مجبورآ خاورو ته سپارو او …

د ویر تورې څپې داسې را باندې غالبې دي چې زه د یو غریب او د ادبیاتو د یو مات امپراتور په توګه، حتی خپل لغات، خپل لښکر او له خپلو زده کړو شیانو او را سرهکلماتو او تورو نه هم استفاده نه شم کولای. ما وبښئ، د ویر تورو وریځو او لړو مې د ستوني لوی دهلیز را بند کړی دی او …»

2 او دا دی نن چې د ۲۰۱۶ کال د جولای اولسمه ده او د افغان اقتصاد پوه استاد شریف بهاند د نه شتون پنځم تلین دی، له حسرتونو، اوښکو، غمونو او د ده د نشت له ستر ویر سره په لمدو سترګو ډک ستوني ناست یم، د شریف لالا ویر مې میلمه دی او زما د زړه او ذهن په دهلیزونو کې د ویر باد چلیږي، د غم نغمې غږیږي او د شریف لالا د ویر د باد په څپو کې زما په ذهن او پر ژبه باندې، د ده د ویر کلمات،د ده د ویر له تورو وریځو سره ښکته پورته کیږي او زما د ذهن په لابراتوار کې ځینې توري داسې اوډون مومي:

اوس که شریف لالا ژوندی وای:

د نړۍ او افغانستان له پاره به یوه ستره علمي سټه او آدرس وای،

کورنۍ ته به یو لا زړه سواندی او لارښونکی مشر وای،

د خپل علم خزانه به یې لا بډایه کړې وای،

څومره علمي څیړنیزې مقالې او کتابونه به یې، د افغانستان او نړۍ د اقتصاد او سیاست په باب لیکلې وای،

څومره شاګردان به یې روزلي وای،

او…،

خو افسوس چې نور افغان اقتصاد پوه، استاد شریف بهاند نه لرو،

افسوس چې اوس شریف لالا نه لرو.

نن د شریف لالا د پنځم تلین په خاطر، د ده زیارت ته له یوې ګیډۍ ګلانو او دوو خوټنده چینو سره ور روان یم. څه موده مخکې هم چې ورغلی وم، ما ویل چی ژوندی دی، زیارت ته یې ودریدم، بیا ګرد ور نه تاو شوم، دی غلی و، څه یې نه ویل، خو زما روح او زړه په ګډه داسې چغې وهلې، ما ویل چې ټول برلین یې په سر سره اخیستی دی. زموږ د کورني دود او د خپل کشروالي د احساس له مخې یې کوز پښو ته کیناستم. دی غلی و او څه یې نه ویل، خو د قبر پر شناختې عکس یې ما ته کتل او…

زما زړه لکه وړوکی ماشوم سوک سترګو ته نیولی و سټیده او د وجود په پاسنۍ برخه کې مې دوې چینې پر له پسې خوټیدې او زما د جوش زړه سوځنده تپ یې ښکته زما پر ګریوانه را تویاوه.

2او اوس بیا هم هماغه حالت ته ور روان یم.

بیا خو به را نه شې تر خوږو سترګو

یــاد بــه دې سـاتـمه په لـمدو سـترګو

One thought on “د افغان اقتصاد پوه استاد شریف بهاند ویر پنځه کلن شو/ آصف بهاند”
  1. ګران ورور استاد آصف بهاند او کورنۍ ته د استاد شریف بهاند دویر دپنځم تلین له امله خپله خواخوږي څرګندوم ، استاد شریف بهاند لکه چی ستاسو خوني ورور و ، زما لپاره یې هم د معنوې اوډیرمهربانه ورور ځای درلود ، دهغه په هره هڅه او وجود کې موږ تل مینه او ستره انساني حوصله لیدله ، دهغه علمي او فرهنګی ځای په ډیره ځوانۍ کې خالي پاتې شو ، موږ اودده وطن او دوستان دده له علمي هڅو په رښتیا هم لکه چې تاسو اشاره ورته کړې دتل لپاره بې برخې شول . زه یوځل بیا داستاد شریف روح ته له پاک خدایه دجنتو هیله کوم او تاسو او ټولې بهاند کورنۍ ته دزړه له کومي تسلیت وایم . داستاد شریف یاد دې تلپاتې وي
    په درنښت
    ورور دي رشید
    کانادا ادمنتون

ځواب ورکول Prof. rashid ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *