تاند- په داسي حال کې چې وسله والو طالبانو د شنبې په ورځ د څلوراړخیزې غونډه د سولې په خبرو کې ګډون رد کړ، وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې له طالبانو سره د افغانستان د حکومت د پلاوي د خبرو جزییات څرګند کړل.

ورځپاڼه وايي، د افغانستان د حکومت یو پلاوی د فبرورۍ په وروستیو کې قطر ته لاړ چې د خپل هیواد د اوږدې جګړې د پای ته رسولو د هلوځلو په باب د طالبانو د قطر د دفتر له غړیو سره خبرې وکړي.

وال ستریټ ژورنال د افغان چارواکو په قول وايي چې دغه جګپوړي افغان پلاوي په دوحه کې د سولې د خبرو د بیا پیلېدو د اعلان د احتمال په اړه خبرې وکړې.

افغان پلاوي په دوحه کې د طالبانو د دفتر له غړیو سره وروسته له دې خبرې وکړې چې افغانستان، پاکستان، امریکا او چین په څلورو څلور اړخیزو غونډو کې د سولې لپاره د لارې نقشه چمتو کړه.

یوه افغان چارواکي، چې وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې یې نوم نه دی څرګند کړی، ویلي:« په دوحه کې پر دې سلا وشوه چې دوی به دا خبره په اسانه نه ردوي چې له موږ سره (د مارچ په لومړیو کې) د سولې خبرې نه کوي.»

خو دا په داسي حال کې ده چې د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ رسنیو ته په استولي برېښنالیک کې د سولې په خبرو کې د ملا اختر محمد منصور د ډلې ګډون په کلکه رد کړ. (تفصیل)

د طالبانو نورو ډلو تراوسه پوري د سولې په خبرو کې د ګډون یا نه ګډون کولو په اړه څه نه دي ویلي.

پاکستان هم تر دې دمه د منصور د ډلې د اعلان په وړاندې غبرګون نه دی ښوولی. پاکستان ژمنه کړې چې که هرې ډلې د سولې له خبرو انکار وکړ، په ګډه به یې ځپي او د پاکستان له خاورې به یې شړي.

د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې د راپور پر اساس، د قطر غونډه د طالبانو د سیاسي دفتر د جګپوړي استازي شېر محمد عباس ستانکزي او د یوه جګپوړي افغان چارواکي ترمنځ وشوه. له دغه جګپوړي افغان چارواکي سره د ولسمشر د سیاسي چارو سلاکار هم ملګری و.

ورځپاڼه وايي، طالبانو ته یوې نژدې سرچینې وویل:«ما له دواړو خواوو واورېدل چې غونډه ډېره مثبته وه.»

وسله والو طالبانو تراوسه پوري په دې باب چې د دوی د قطر د دفتر غړیو د افغانستان د حکومت له استازو سره خبرې کړي یا نه دي کړي، څه نه دي ویلي.

7 thoughts on “د افغان حکومت استازو د طالبانو د قطر د دفتر له غړیو سره کتلي”
  1. وړاندې مونږ ویلي و چې طالبان به پدې ډول لکه افغان حکومت، امریکا ، پاکستان او چین یې غواړي خبرې ونکړي دا چې امریکا او ناټو عملا دجګړې په ډګر کې مات شول افغان حکومت ورځ تربلې سیمې ولسوالۍ او پوځي مرکزونه له لاسه ورکوي طالبان به څنګه پداسې حال کې چې بندیان یې په زندانونو کې دي، دقطر دفتر یې په رسمیت ندی پیژندل شوی او اشغال پای ته ندی رسیدلی د خبرو میز ته کښینې. دا هم په یاد باید ولرو چې طالبان سخت ځوریدلي دي بې شمیره قربانۍ یې ورکړي نړۍ په ټول توان نه مات کړل او نه یې تیت او پاشان کړل اوس تربل هروخت په دیر قوي موقف کې دي، ورځ تربلې نور هم غښتلي کیږي . سږ کال به طالبان حیرانوونکی پرمختګ وکړي . دا چې افغانان په سختو ناخوالو کې ښکیل دي باید امریکا او افغان حکومت یې مسئولیت پر غاړه واخلي ځکه دوی دي چې دطالبانو خبرې او وړاندیزونه نادیده نیسي که داسې نه وي نو آخر دطالبانو دا غوښتنې چې وړاندې مو یادونه وکړه ټولې پرځای دي ولې نه منل کیږي ؟ خو د دینه معلومیږي چې امریکا او افغان حکومت هیڅکله پرافغنانو رحم نلري. پاکستان ته موقع په لاس ورغلي زمونږ په ویر کې پراټې غواړي خو که دطالبانو خبرې ومنل شي نو دپاکستان به پراټې په ستوني کې ښخې شي.

  2. وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې دروغ ویلي دي. دادی طالبانو خپل دریځ ډیر روښانه اعلان کړیدی دطالبانو خبره دکاڼي کرښه ده دا خو مونږ له تیرو شلو کلونو راهیسې پخپلو سترګو ولیدل چې دطالبانو دریځ نه ماتيدونکی وي. دوستي او دښمني ډیره ټینګه وي اوس یې دښمنان حیران دي وایي چې په څه ډول به وکړای شي چې خپل ګریوان دطالبانو له لاسه خلاص کړي هههههههههه

  3. قمر علی
    ته لکه چي د فیل په غوږ کې ویده یی او یا هم د ای اس ای ګوډاګي یی
    طالبانو افغانستان تبا او برباد کړ، طالبانو په افغانستان کې د پاکستان ارمانونه پوره کړل د یو څو مثالونه به زده درته ووایم:
    – سوونه ښوونځي يي تړلي ساتلي او لکونه افغانان یې له زده کړو محروم کړل
    لسګونه زره بی ګناه افغانان یی ووژل
    د افغانستان د پرمختګ مخه يي ډب کړه
    په سوونو مشراان او مخور چي د لوی افغانستان طرفداران وو هغویی ټول شهیدان کړل
    د طالبانو له لاسه پاکستان د ډیورنګ کرښه نږدې ده چې پر افغانانو یی ومني او دغه لوی ټبر په سینه کي نیمایی کړی
    طالبانو دپرویز مشرف د هغو ارمان لپاره کار وکړ چي بوش ته یی ویل چي پښتانه ډیر شریر قوم دی له یوی خوا یی تاسی وهی او له بلی خوا به یی موږ ووهو

    ته لږ دا تیرو ۱۵ کلونو ته فکر وکړه چي طالبانو څوک تبا کړل
    پښتانه یی له مکتب او علم څخه محروم کړل
    پښتناه مشران یی ووژل
    پښتانه یی له ښارونو وویستل
    پښتانه یي د فقر او بیوزلۍ منګلو ته ور ټیل وهل
    چيری پشتون کلی دی هلته یی جګړه ور وړه

    ای افسوس ستاسی په منطق

  4. اوس داسی معلو میگی چی پاکستان عواری دی کوتی شورا هلمند ته انتقال کری او که چیر ته دا خبری نا کا میگی نو بیا به پا گستان هم دنیا ته وایی چی هعه دی مو نگه هم دی خپلی خاوری وشرل او په هلمند کی دی . نو زکه طلبا نو او همکا ره پنجا بیانو یی په هلمند کی دی پسرلی نه مخکی په پراخه عملیا تو لا س پوری کری دی،

  5. طالبان دپاکستان هغه ازلي غلامان دي چې افغانستان ورته هیڅ اهمیت نه لري ، له دې وحشیانو سره سوله یو خوب دی ، دا وحشیان باید تر وروستي فرده ووژل شي ، طالبان له بل هر وخت څخه ډیر په بدحالت کې دي ځکه طالبان له ټول افغان ولس سره طرف دي او داحتمي ده چې دا تروروستي ډله به په بشپړې رسوایې له منځه ولاړه شي ، انشا الله

  6. salam Khan ka Talib gholaam we daa bal taraf ye sok de? daa gholaamaan na bole? aw ka hokomat gholaam na bole no khpal dalayel de Warande ka.kerry kho pejane Che 2 Sara hokomat ye data jorr karr.hahahahahahahaha

ځواب ورکول شاه ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *