تاند، یکشنبه، د حمل ۳۱مه: د سولې د مذاکراتي پلاوي د اعلان یوه میاشت په پوره کېدو ده، خو دغه افغاني پلاوی وايي، له دې وروسته خپلمنځي رسمي ناستو ته چمتووالی نیسي.

دغه پلاوی د روانې حمل میاشتې په ۷مه نېټه د سولې په چارو کې د دولت وزارت لخوا اعلان شو، چې د ۲۱ غړو مشري یې د سولې شورا د دارالانشا او دملي امنیت د پخواني رئيس معصوم ستانکزي پر غاړه ښودل شوې.

 اوس د دغه مذاکراتي پلاوي څو غړو محمد ناطقي، شهلا فرید، غیرت بهیر تاند ته تایید کړې چې دوی تر اوسه خپلمنځي مقدماتي ناستې دي کړې دي تر څو یو بل وپېژني.

محمد ناطقي وايي، رسمي ناستې به راتلونکې کې پيل شي، چې پلاوی په په کې خپل منځي تشکیلاتو باندې بحث کوي او ټاکنې به ترسره کوي.

د پلاوي بله غړې شهلا فرید وايي، په رسمي ناستو کې به د تشکیلاتو تر څنګ د سولې اړوند بحثونو باندې هم مهمې خبرې کوي، خو په وینا یې د پلاوي صلاحیتونه به د مصالحې شورا لخوا ټآکل کېږي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري هم وايي، چې د دغه پلاوي مقدماتي ناستې شوې دی او د تسهیل چارې یې هم دغه وزارت برابرې کړې دي: (( د پلاوي ښځینه غړو هم جلا خپلمنځي ناستې کړې دي او په دې یې بحث کړی دی چې د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره کوم ټکي په مذاکراتو کې یاد کړای شي))

 که څه هم طالبانو د سولې په افغان مذاکراتي پلاوي نیوکه کړې، خو امریکا، اروپايي ټولنې، ملګرو ملتونو او ګڼو لوریو د دغه پلاوي هرکلی او ملاتړ کړی دی.

افغان دولت او  نړیوالې ټولنې پر طالبانو د دغه پلاوي له تشکیل وروسته غږ وکړ چې بهانې پرېږدي او مذاکراتو ته رامخته شي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت په مذاکراتي پلاوي کې باتور دوستم، حبیبه سرابي، کلیم الله نقیبي، اورځلانعمت، متین بیګ، زینب موحد، عنایت الله بلیغ، ذکیه وردگ، حفیظ منصور، شریفه زرمتۍ، شهلا فرید، عبدالهادي ارغندیوال، محمد ناطقي، غیرت بهیر، غلام فاروق مجروح، ضرارمقبل، جنرال ایوب انصاري، فاطمه ګیلاني، خالد نور، نادر نادري او رسول طالب شامل دي.

One thought on “د  افغان دولت د سولې مذاکراتي پلاوي خپلمنځي ناستې پیل کړې دي”
  1. د سولې مذاکراتي پلاوی دې د خپلو حقونو پرځای پدې فکر وکړي چې که له ټالبانو سره مخامخ شي ، په کومو مواردو بحث وکړي؟
    ټالبان به حمارت غواړي ، نو تاسو به دوی ته څنګه قناعت ورکړئ چې امارت « حمارت » په اوس وخت کې ولې ناکامه پروژه ده ، جمهوریت کوم مفاد او مزایا لري او ټالبانو ته په راتلونکې کې کوم امتیازات او حقوق په نظر کې نیول شویدي.
    څنګه اوربند کولای شئ او کله ، په کوم ځای کې مخامخ خبرو ته حاضرېدلای شئ ؟
    د هرې ورځې په تېرېدو سره زمونږ ځوانان وژل کیږي. ملي اقتصاد ته تاوان رسیږي ، له نړیوال بشري او اقتصادي کاروان نه بېرته پاته کېږو ، کوم عوامل د بې اعتمادۍ سبب کیږي او زمونږ د خاورې ، وطن او خلکو دښمنان ولې نه غواړې چې دلته سوله راشي ؟

ځواب ورکول شاهین افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *