روښان زرغون |
داسې ښکاري د سویلي اسیا او افغانستان په اړه د امریکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ستراتېژي له اعلان سره سم د سیمې استخباراتو هم په خپله ستراتېژي کې داسې ژور بدلون راووستلی دی. د سیمې استخباراتو ستراتېژي کټ مټ د چیني وتلي ستراتېژیست سونتزو د شاوخوا دوه نیم زره کاله مخکې لارښوونو پر بنسټ چمتو او ټکي په ټیکي مخته وړل کېږي.
سونتزو د جګړې هنر په خپل تلپاتې اثر کې کښلي: ښارونه باید له جګړې پرته ونیول شي، د غلیم په پوځ کې ناباوري رامنځ ته او نفاق واچوﺉ، دغلیم سرتېري پر خپلو امرینو بدګمانه کړﺉ، د دوښمن هېواد د واکمن او ملت ترمنځ واټن رامنځته او د واکمن مشروعیت ترپوښتنې لاندې راولئ. دوښمن له ملاتړو دولتونو بې برخې کړﺉ د دوښمن دولت او متحدینو ترمنځ د درز او ناباوري تخم وکرﺉ او… .
د همدغو لارښوونو پربنسټ د سیمې استخباراتو په خپله ستراتېژي کې داسې بدلون راووستلی چې پخوا به یې د دولت وسله وال مخالفین وړو، نرمو او زیانمنونکو پرداسې هدفونو بریدونو ته هڅول او تمویلول چې ددولت وسله والو مخالفینوته په کې د مرګ ژوبلې احتمال کم وي. که ځانمرګه بریدونه او درنې چاودنې، پر ولسوالیو یا هم د کندوز په شان ستر بریدونه یوه خوا پرېږدو چې له تردید پرته په لوړه کچه او د بهرنیو استخباراتي کړیو پلان او لوژستیکي اسانتیاوې ورته برابرې کړې وي، نور به مخالفینو پر یوه ګوښې او کمزورې پوستې برید کاوه یا به یې یو یا دوه سرتېري په نښه کول. خو اوس د سیمې استخابارتو د نوې ستراتېژي له مخې چې له تردید پرته د ټرمپ ستراتېژي په ځواب کې یې جوړه اوترلاس لاندې نیولې چې پربنسټ یې د دولت وسله وال مخالفین د وسله وال پوځ پر پوستو په داسې بڼه پراخ ډله ییز بریدونه کوي چې په کې دولتي سرتېرو ته درنه مرګ ژوبله اوړي، دغه ډول بریدونه له پراخ مالي، تسلیحاتي اولوستیکي ملاتړ پرته ناشوني دي.
ښکاره بېلګې یې د کندهار ولایت په میوند او ژېړۍ ولسوالیو او د فراه ولایت مرکز او بالابلوک ولسوالۍ وروستي ډله ییز او پراخ بریدونه دي چې د رپوټونو له مخې شاوخوا ۳۷ دولتي سرتېري په کې وژل شوي دي، له دې دوه شپې وړاندې هم د فراه مرکز اړوند پل جدید ریګي سیمه کې د پولیسو پر پوستې د طالبانو برید ۸ پولیس وژلي وو. شاوخوا یوه میاشت وړاندې طالبانو د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د ملي اردو پر قرارګا ډله ییز برید کړی و چې په ترڅ کې یې ۴۶ سرتېري وژل او ۶ نور ټپیان شوي وو. د کندوز – تخار پرلویه لار د پولیسو پرپوستې برید درنه مرګ ژوبله اړولې وه. دغه راز، د په دې وروستیو کې د پکتیا ولایت پر امنیه قوماندانۍ د موټر بم پېچلو بریدونو کې د ولایت امنیه قوماندان په ګډون له ۵۰ زیات سرتېري او افسران ووژل شول او دغه راز، د کابل ښار پر امام زمان او دښت برچي کې پر جوماتونو بریدونو له سلو زیات کسان ووژل شول.
که په ځیر سره وکتل شي طالبان نه ددغه ډول بریدونو پلان جوړولو وړتیا او توان لري او نه هم دهغو لوژستیکي اسانتیاوې. له تردید پرته دغه ډول بریدونه د مسلکي کسانو پرمټ او کره استخباراتي مالوماتو پربنسټ پلان او قومانده کېږي. روښانه ده چې هیڅ عمل په تېره پوځي پراخ عملیات له کومې ځانګړې او سترې موخې پرته نه پلان او نه هم مخته وړل کېږي.
په زغرده ویلی شو چې دغه بریدونه هماغه د سونتزو لارښوونو پربنسټ چمتو شوي چې موخه یې د وسله وال پوځ روحیې کمزوري کول، له وسله وال پوځ د سرتېرو تېښته، د سرتېرو او قوماندانانو ترمنځ ناباوري او درز رامنځته کول چې په پایله کې یې شته سرتېري د پوځ لیکې پرېږدي او نور څوک له وسله وال پوځ سره یوځای کېدو ته زړه ښه نه کړي، په ټوله کې پر دولت د سرتېرو او خلکو بې باوره کول د دې ستراتېژي اصلي موخه ده. دغه راز، د ملکي وګړو درنې مرګه ژوبلې له امله خلک له دولته ناهیلي او پرهغه شکمنېږي چې نه شي کولی د دوی امنیت خوندي کړي نو ځکه خو به خلک پردولت نیوکو او ان له قانونه سرغړونو او غیرمدني حرکتونو ته مخه کړي.
همدا ډول، د ترهګرو ملاتړي استخبارات غواړي نړیوالو په تېره متحده ایالاتو ته دغه پیغام ورسوي چې د کوم دولت چې تاسې ملاتړ کوﺉ هغه ډېر کمزوری، بې واکه او د امنیت په ټینګښت کې ناتوانه دی او په دې توګه د افغان دولت نړیوالو ملاتړو ته وښیي چې که تاسې چې پر موږ(د سیمې استخباراتي کړیو) د لاسوهنې تور لګوﺉ هغه ګنې بې بنسټه او افغان دولت د خپلو خلکو امنیت ټینګښت توان نه لري او تاسې ته د دغه ډول دولت ملاتړ په ګرانه بیه تمامېږي نو ځکه خو اړ یاست چې زموږ(د سیمې استخباراتو) ملاتړ وکړﺉ او خپلې کړنلارې زموږ په خوښه او غوښتنه جوړې او پلې کړﺉ!
پوښتنه داده چې څه ډول شونې ده سلګونه وسله وال له څو ولایتونو راټول، پر وسلو سمبال او د شپې له خوا پر دولتي پوستو پراخ ډله ییز بریدونه وکړي، هیڅوک له دغه پلانه، نه خبرېږي او مخه یې نه نیول کېږي؟! یو څوک باید دې پوښتنې ته ځواب ووایي، ځایي کشفي او استخباراتي مسولین څه کوي؟ لوړ پوړي پوځي او امنیتي چارواکي څه ځواب لري؟
یادو ټکو ته په کتو افغان دولت په تېره د وسله وال پوځ سرقومانداني، د ملي امنیت شورا، لوړ پوړو امنیتي چارواکو ته بویه چې له ځنډ پرته پر خپلو دفاعي ، امنیتي، کشفي او استخبارتي کړنلارو له سره سمه او کره کتنه وکړي، له یادو پېښو د لوست په اخیستو سره داسې تدبېرونه ترلاس لاندې ونیسي چې له مخې یې استخباراتي شبکې لانورې پیاوړې، پوره تسلیحاتي، مالي او لوژستيکي اسانتیاوې ورته برابرې شي چې هغوی پر خپل ټول توان د وسله وال پوځ د مرګ ژوبلې مخنیوی وکړي.
از محترم نویسنده صیب تشکر که بسیار دقیق و دلچسب .نوشته اند
برای هموطنانم، بخصوص منسوبین قوایی مسلح سایرقوتهای دفاعی و امنیتی دلیر و سر بکف کشور خود مطالعه کتاب (سونتزو د جګړې هنر) را پیشنهاد میکنم.
هموطنان وطنپرست میتوانند.
این کتاب دلچسب را رایگان از ویب سایت پایین بدست آورند . البته بطور
PDF file:
نام کتاب:
Sun Tzu’s The Art of War
ویب سایت:
https://suntzusaid.com › artofwar
قابل یاد آوری است که کتاب ذیل به انگلیسی میباشد . این مشکلی نیست. بعد از دانلود میتوانید آنرا توسط
GOOGLE TRANSLATE
به پشتو و یا فارسی ترجمه نمایند.
(متاسفانه گوگل تا بحال بخش ترجمه دری ندارد ، نا
گزیرام که زبان دری کشور را فارسی خطاب کنم . امیدوارم در آینده نه چندان دور، گوگل ، مانند بی بی سی از خود ابتکار نشان بدهد و زبان سُچه دری را دری خطاب کند.)