د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغانستان، بلجیم، قطر، پاکستان، جرمني او متحده عربي اماراتو په بل سفر وتلی دی.

دا سفر د مۍ میاشتې له ۳۱مې نېټې څخه د جون میاشتې تر ۱۶مې نېټې پوري دوام کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلاميه کې ویلي، د دې سفر موخه د سولې د داسې پروسې د تسهیل ټولیزه هڅه ده، چې په افغانستان کې به شخړه پای ته ورسوي.

زلمي خلیلزاد نن (یکشنبه) پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي«د طالبانو د مشر د اختر په پیغام کې د افغانستان د سولې د پروسې تر یوه حده ملاتړ، له نورو افغانانو سره خبرو ته لېوالتیا او بالاخره جوړجاړی چې د واک وېش ته پکې اړتیا وي، ښې خبرې دي.»

خلیلزاد به په کابل کې له افغان حکومت او د مدني ټولنو او ښځو د حقونو د ډلو په ګډون، له نورو افغانانو سره وګوري او دوی به وهڅوي چې په داسې بین الافغاني مذاکراتو کار وکړي چې د سولې د وروستي جوړجاړي لامل شي.

په بروکسل، برلین، اسلام آباد او ابوظبي که به خلیلزاد د افغان سولې بهیر لپاره نړیوال ملاتړ راټولوي او هڅه به کوي چې د سولې نوی جوړجاړی پایداره وي.

په دوحه کې به خلیلزاد له طالبانو سره د سولې بهیر د مخته بېولو په موخه بل پړاو خبرې اترې هم وکړي.

By Seen

2 thoughts on “د افغان سولې په تړاو خلیلزاد د سفر بله دوره پیل کړې”
  1. دا هسې د وخت ضایع کول دي. په دومره اوږده موده کې ددې دومره سفرو او ملاقاتو نتیجه صفر او دا یوه ناکامه او مبهمه پروسه ده. ددې ټولو ملاقاتو او سفرونو موخه د جګړې دوام ته لاره هوارول او طالبان په رسمیت پيژندل دي. که داسې نه وي نو چا داپوښتنه ولې ونکړه چې طالبان د کوم هیواد په پاسپورت سفرونه کوي او بیا دا ترهګرو ته ویزې په کوم نوم ورکول کیږي. په حقیقت کې دا د نړیوالو یوه لوبه او ډرامه ده.

  2. وي نو چا داپوښتنه ولې ونکړه چې طالبان د کوم هیواد په پاسپورت سفرونه کوي او بیا دا ترهګرو ته ویزې په کوم نوم ورکول کیږي. په حقیقت کې دا د نړیوالو یوه لوبه او ډرامه د

ځواب ورکول Zahra Zafar ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *