تاند – د فیس بک په مجازي نړۍ کې د ځوان افغان سیاسي فعال جلال الدین رباني د مینه والو شمېر دوه سوه زره تنو ته ورنژدې شو.‌ https://www.facebook.com/jalalsjustice/?fref=ts

ښاغلی رباني چې د ځوانانو تر منځ د جلال رباني په نامه پېژندل کیږي وروسته له هغه د افغان ځوانانو زړونو ته لاره وکړه چې په افغانستان کې یې د اداري فساد او غلاوو د قضیو ښکاره کولو ته  مډې را ونغاړلې.

جلال رباني په دې لړ کې وخت په وخت د افغانستان د سیاسي بهیر د کږوونکیو، غلو،‌ جنایتکارانو او خاینینو د تاریخچو او فعالیتونو په هکله ویډیوګانې جوړوي او خپله د فیس بک پاڼه کې یې خپروي‌ چې وروسته د هغه د مینه والو له خوا له نورو سره شریکیږي.‌

ښاغلی جلال رباني د افغانستان د فقید جمهور رییس استاد برهان الدین ربانی زوی دی چې وایي د مرحوم پلار پر ضد یې د څنګ ملګرو خیانت وکړ او حتی دا چې د هغه مړینې ته یې لاره هواره کړه.‌

01

جلال رباني په کاناډا کې اوسېږي او د ویډیوګانو له سلسلې څخه یې معلومېږي چې د لیلی جان او زینب جان په نومونو دوه لوڼې لري.‌

په عین حال کې نن یوه بل افغان چې ځان یې مجاهد او د افغانستان د جهاد د وارث په توګه معرفي کړ له ښاغلي رباني څخه غوښتنه وکړه چې د هدف کسانو په هکله خپل تبلیغات بند کړي که نه کاناډا ته به ورپسې ورشي او سزا به ورکړي.‌ دا لا معلومه نه ده چې نوموړی کس به د جلال رباني او د هغه د مینه والو له څه ډول عکس العمل سره مخامخ شي.‌

19 thoughts on “د افغان سیاسي فعال جلال رباني د مینه والو شمېر دوه لکو تنو ته نژدې شو”
  1. افغانان هم عجب خلک دي یو لیوني ته هم سیاسي فعال وایي. پلار یې د جهاد په نوم افغانستان تیکه تیکه او برباد کړ او ډله یې تر اوسه نه پریږدي چې دا هیواد د تیارو نه ووځي، مګر یو ځوی یې ډم بل یې ملا او دا جلال خو داسې دی لکه همدا اوس د دارالمجانین نه راتښتیدلی وي. افغانستان خو ځکه نه جوړیږي چې خلک همداسې هیواد ورانوکي او اولادونه یې په ځان مسلطوي او هم ترې شپه او ورځ شکایتونه کوي. ولې په دې هیواد کې نور څوک نشته.

  2. salamoona
    just continue the job no one hurt you, i am sure your safety is guarantee. just do your job and spread out the reality as do as you can.

  3. زموږ د ټولنې يو فطرت همدادی چې کوم څوک حق ووايي او پر خپله ژبه د جنايتکارو له جنايتونو پرده پورته کوي.
    الله دې تش په نوم د جهاد ټېکداران نور هم رسوا او ذليل کړي.

  4. زما په اند زه جلال رباني تر صلاح الدين رباني ښه بولم،دا ځکه چې جلال خلک نه وژنې اونه هم دافغانستان دبيت المال څخه غلاکوی.صلاح الدين خو دتوپک سالارانو په زور غير مستحق وزير دي اوهم دافغانستان دخزاني څخه غلاکوي.

  5. جناب سلیمان خان، هر څوک چې حق وایي هغه ته ستاسو په څېر خلک د لېوني ګومان کوي.‌ حقیقت دا دی چې جلال ربانی حق وایي، جنایتکارانو نه پرده پورته کوي او داړه ماران رسوا کوي. زه خو وایم چې دا د هر افغان ځوان مسؤلیت دی چې د حق په طرف ودریږي.‌

  6. Salaamoonah;

    Taand ta lazima na-da che da d`azmoily zamino face-bookona xpare krri!

    Afganistan d doy la csher & fesadah tir osa la nadey watily ..>> 1. nomra-e fesad der donya!

  7. په داسی سپین ګویه خلقو باندی ویاړو که څوک ورته لیونی وایی او که سیاسی خو زه ورته دی یوه افغان په صفت افرین وایم

  8. داحقيقت چه دئ واي زه فکر کوم چه دآفغانستان وخلګو ته د ا څخه تر ياټوله معلوم دي
    دئ په خپله فيس بوک کي پر يوه شي ټنګار کوي چه دده پلار چاوژلئ دۍ دپلار قاتل غواړي نور نو زه دده په خبرو کي کوم داسي خاص مهم څه نه وينم دخپل جمعت وخلګو ته په شمول دخپل ورور ښکنځل کوی نه کومه خاصه نظر لري نه بله کومه داسي علمي نظريات لري زه فکر کوم دا دمطبوعات تش تبلغ دئ چه په آئنده کي دا سړئ دخارجي استخبارات په ذريعه پر دې خلګو وتپي او دا خلګ ديوې څو مودې لپاره په خپل کنټرول کي ولري او جنګ ته نور هم ادامه ورکړي
    سګ زرد برادر چغال .

  9. نو د پورته كامنت نه شكاري چه زموژ افغان كمونستان داخلي خلقيان پرچميان او بي غيرته خاديستان به فسبوك كي ديرشوي د افغانستان د تباهي او بربادي عاملين يوازي يوازي همدا افغان كافر خلقيا او پرچميان از نجيب محلد مرتد مردار طرفدار لعنت دوي په كمونستانو چه ستاسو د لاسه مجاهد طالب داعيش القاعدة راوزيگيده

  10. محترم ګنډير ګله. زه د حق وینا خلاف نه یم ټول افغانان حق وایي او په حقیقت پوهیږي، تر کومه به خلک ددې هیواد ورانوکو او فامیلونو مینوال یي ولې نورو وړ او پوه خلک نشته چې تل به مونږ ددوی ظلم زغمو او دوی به راباندې حکومت کوي. د څلویښت کاله خو افغانستان د کمونیست، مجاهد او طالب په نوم د همدوی کورنو تیکه تیکه کړ او مونږ بیا هم د همدوی مینوال یو. په فیسبوک خو ډير خلک حق وایي خو مینوال نلري ځکه چې د لیډر اولاد نه دي. هاشم لوګری او پاچا هم حق وایي.

  11. زه پلوئ کوم. د جهاد فروشانو او مافیایی حلقو لمن پورته کوی. د مسعود او پنجشیری باند اسرار وطنوالو ته بیانوی. دی کی سه لیونتوب دی. سری هوشیار دی. پدیگده چه همداسی لگیا وی. هغه بل مورده شوی بودا پنجشیری هسی بد کوی,هغه دوبئ ته نشی تللی ,نو کانادا ته به سنگه لار شی.

  12. دخلقيانو پرچميانو او خادستانو تر مخه په ۱۹۷۵ کي دغه منحوس مجاهيلين وجود درلود چه دداود خان په وخت کي ئې وجود درلود.دآفغانستان داستقلال څخه ورسته دا منحوسه طايفه موجوده وه چه دآمان آلله خان په فرار سره سرته ورسيده او آفغانستان ئې دجهالت وخواته کش کړ خلص که نور شه ته ولاړ سو دا دخلقيانو او پرچميانو اوخادستانو محصول نه دئ دا ددوئ دپلار آنګريز څخه پيدا سويدي دآسلام تر نوم لاندي دآنګريز ته خدمت او هيواد داستمار تر تاثير لاندي .لمر په دو ګو تونه پوټيږي
    زه يو څه ويلائ سم چه مړ او نابود دي وي بې سوادي او جهالت.

  13. که په اخترګل سپینه وایي په افغانستان کې دقومونو ترمینځ چې په دې وروستیو کې تفرقه سمت پرستي نژاد پرستي او دپښتنو پرضد کومې دسیسې جوړیدې اوجوړیږي دوه بنسټګر لري ، یو یې دکمونیست یاکفر په جامه کې اوبل یې داسلام په نوم داسلام په جامه کې هدف ددواړو یو ودپښتنو ځپل، دقدرت له ډګرڅخه دپښتنو ویستل ، استاد رباني دې هدف ته داسلام په جامه کې ځان رسول غوښتل او طاهربدخشي یې دابله لاره غوره کړې وه که جلال رباني په رښتیا هم خاینینو ، غلو او دقدرت دلیونیانو ویډیوګانې جوړوي دهغوی پټ او ښکاره جنایتونه ښکاره کوي لومړې دې له خپل مرحوم پلار او دلارې ملګري څخه دشروع وکړي اوترګل مرجان پورې دې دټولو جنایتونه له روسانو ، پرچمیانو ، ایران ، امریکا او ای اسی ای سره ددې ټولو له پټو دسیسو پرده پورته کړي دپښتون وژنو اسناد دافشا کړي دی یې کولای شي ، ځکه چې دی دهغه چازوی دی چې ددې ټول دسیسو پلان یې په لاس کې وبیابه مونږ ووایو چې افرین شه په جلال رباني شه او دیورښتني افغان په صفت به یې وپیژنو..

  14. د مقالې ليکوال صيب !کور دې ودان، دسياسي فعال په اصطلاح کارولو اوس پوه شوم ، خوپه بله اصطلاح مې ماغزه خلاص نشو هغه د فقيد کليمه ده چې پخوابه هغه چاته کاریده چې مسلمان به نه وو، اومسلمان مړئ به د خدایبخښلي په نوم يادیده ، دامو ټوکه کړیده اوکه دزړه نه وايۍ ؟

  15. فکر کوم پشتانہ نہ پلورل کیدل اوس ازبکیزم دعوت شول ھر ھغہ سوک چی پہ روس ،امریکا،او پاکستان کی دھیواد دخاینو پردہ پورتہ کوی پہ اصل کی دوی خپلہ ھمدی غوبل تہ مٹی بڈ وھلی داسیاسی فعال چی لہ بھرنہ دانٹرنیب لہ لاری دخپلو افکارو تبادلہ کوی او ھلتہ خہ پہ ھوس شپی تیروی دا خپلہ ددہ دپلار پر ستر خیانت دلالت کوی چی لہ ھمدی مظلوم اولسہ یی پہ غلا زور او جبر اخیستی دی

  16. دا خاص مفکوره او ویژن نلری چی د هغی تر لاسه کولو په خاطر غږ پورته کړی – دا راته زهنا مغشوش ښکاری – په چټياتو سر دی – دا خپله کوم داسی ښه انسان دی چی پر نورو تورونه لګوی – د افغانستان خلکو سره د انسان تلنی خاص معیار نشته – ځکه هر چا چی کومه خبره وکړه هغه ورته ……………………………………………………. نور به څه ووایو

ځواب ورکول ننګرهار ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *