تاند- هغه څوک چې بېنظر بوټو تر مرګ مخکې خپل قاتل بللی و، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ټاکل شوی دی.

د پاکستان د پوځي استخباراتي ادارې آی ایس آی د پخواني مشر اعجاز احمدشاه پر ګومارل کېدو پیپلز ګوند سخت انتقاد کړی دی.

د پاکستان د صدراعظم عمران خان له لوري د اعجاز احمد شاه ټاکنه له دې کبله مهم پیغام لري چې نوموړی له سختدریځو او تروریستي ډلو سره د اړیکو په لرلو تورن و او دا د هغه څه خلاف ښکاري چې عمران خان دوه ورځې مخکې په یوه پیغام کې وویل چې نور به د ده هیواد په افغانستان کې د کومې جنګي ډلې ملاتړ ونه کړي.

بېنظر بوټو د ۲۰۰۷ م کال د دسمبر په ۲۷ مه نېټه تر وژل کېدو مخکې د پاکستان د هماغه وخت زورواک دولتمشر پروېز مشرف ته لیکلي و چې که دا ووژل شوه نو د اعجاز احمدشاه په شمول دې له ۴ تنو څخه تحقیق وشي.

بېنظر بوټو د راولپنډۍ له لیاقت باغ څخه د خپلو زرګونو پلویانو له غونډې د ستنېدو په حال کې وه چې برید پرې وشو او د پاکستان استخباراتو د هغې د وژلو پړه پر پاکستاني طالبانو واچوله.

یو شمېر پاکستاني کتونکي وايي چې د پاکستان په سیاست کې، چې په دودیز ډول هر څه د پوځ په کنټرول کې دي، بدلون نه دی راغلی او د اعجاز احمدشاه ټاکل کېدو وښوده چې پوځ غواړي ملکي حکومت لا زیات په خپل کنترول کې ولري.

پاکستاني شنونکي وايي چې اعجاز احمدشاه له طالبانو او کشمیري سختدریځو ډلو سره نژدې او تودې اړیکې لري.

2 thoughts on “د افغان طالبانو خواخوږی د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شو”
  1. بنا عمران هم یو منافق انسان دی چې د اعجاز په مقرري سره یې خپل منافقت په ثبوت ورساوو.

ځواب ورکول عبدالله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *