تاند – د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د لومړي ځل لپاره د کرکټ د نړیوالې شورا یوه ټیم ته په یوه سریز کې ماتې ورکړه. کله چې افغان لوبډلې خپله پنځه ورځنۍ لوبه د زیمبابوې په بولایاو ښار کې د ۷۳ منډو په توپیر وګټله، نو بهرنیو مبصرینو وویل چې افغان لوبډلې یو ستر ګام د کرکټ په ډګر کې وړاندې واخیست، داسې ګام چې کله به هیر نه شي.
افغان لوبغاړو چې پنځمه لوبه وګټله نو د پنځه ورځینو ۵۰ اوروه لوبو روانه لړۍ درې په دوه د افغانستان په ګټه پای ته ورسیده. تر لوبې وروسته افغان لوبغاړي لاس په لاس د لوبغالي په یوه کونج کې راغونډ شول او خوښۍ یې پيل کړې.
د دې پنځه ورځنیو لوبو تر ټولو غوره لوبغاړی د افغانستان د کرکټ ټیم پخوانی کپتان محمد نبي وټاکل شو او افغان لوبډلې ته د اتلولۍ جام وسپارل شو.
2د افغانستان تر روانو لوبو لږ مخکې زیمبابوې د پاکستان د کرکټ د ملي ټیم کوربه و، له پاکستان سره د زیمبابوې ټیم درې یو ورځنۍ لوبې وکړې چې دوې یې بایلودې او یوه یې وګټله، تر دې مخکې زیمبابوې له نیوزیلنډ سره یو ورځنۍ لوبې په خورا لږ توپیر بایلودې او تر هغه مخکې یې له هند سره داسې لوبې وکړې چې هند یې په ځینو کې مات کړ.
زیمبابوې روان کال د جنوبي افریقا د ملي ټیم کوربه هم پاتې شوی دی او دغه تجربه کاره لوبغاړي ونه توانیدل چې د افغانستان کرکټ د ملي ټیم له لږ تجربه لرونکو لوبغاړو سره لوبه وکړي، چې دا پرته له څه شکه د افغانستان د کرکټ لپاره یو بې ساری ګام دی چې وړاندې اخیستل شوی دی.
د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم یو کمال دا هم دی چې په ټیم کې یې یو لړ نویو لوبغاړو ته ځای ورکړ چې هغه ډیر ښه وځلیدل او ډیرې ښې لوبې یې وکړې. نویو افغان لوبغاړو ته په تیرو دوو کلونو کې هر ځل داسې هیلې پیدا شوې دي چې د افغانستان د کرکت راتلونکې به تر دې هم روښانه وي.
2 thoughts on “د افغان لوبغاړو نوی ګام د هیریدو نه دی”
  1. زه هم ټولو هیوادوالو ته ده کرکټ دی بی ساری بریا مبارکی وایم الله دی په دی هیواد کی یوه دایمی صلح راولی

ځواب ورکول عمرخیل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *