په ډېرې خواشينۍ سره چې په ننګرهاراو پکتيا ولايتونو کې د پرله پسې خونړيو پېښو له امله يو ځل بيا د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونو ملکي خلکو ته مرګ ژوبله واوښته او همداراز د ملي پوليسو، ملي اردو او طالبانو تر منځ په خپلمنځې جګړو او د ناټو د بمباريو له امله تر سلو زيات افغانان چې اکثره يې ځوانان وو، ووژل شول او د روژې په دې مبارکه مياشت کې په سلګونو کورنۍ د وير په ټغر کېناستې.

افغان ملي غورځنګ په افغانستان کې د ملکي وګړو د وژنې روانه خونړۍ لړۍ چې له امله يې هره ورځ لسګونو بې ګناه هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوړي، په کلکه غندي او دا يو نه بخښونکى جنايت بولي. د جګړې د ټولو ښکېلو لورو له خوا د ملکي وګړو وژنه د ټولو الهي او بشري قوانينو خلاف کړنه ده او هېڅ راز توجيه نه لري.

له بده مرغه د افغانستان د روانې جګړې ښکېل اړخونه د جګړې د قوانينو او موازينو په نه مراعتولو سره د ملکي خلکو ژوند ته پاملرنه نه کوي او په جګړه کې تر مطلوب هدف زيات، ملکي خلک په نښه کېږي. موږ د جګړې له ټولو ښکېلو خواوو غوښتنه کوو، چې د جګړې اخلاقي او قانوني موازينو ته په درناوي او د بشري خواخوږۍ له مخې د ملکي خلکو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي او د افغان وژنې دا خونړۍ لړۍ ودروي.

افغان ملي غورځنګ په دې اند دی، چې روانه جګړه د پرديو له خوا يوه تپل شوې لوبه ده چې قربانيان يې يوازې افغانان دي. اسلامي او ملي تدبير دا ايجابوي چې له خپلمنځي وژنو لاس واخلو او له  دغې پردۍ لوبې څخه د وتلو پر لارو چارو ګډ فکر وکړو.

***

افغان ملي غورځنګ همدا راز د هېواد په بېلا بېلو ولايتونو لکه، ننګرهار، نورستان، لغمان، خوست، کاپيسا او د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د وروستيو سېلابونو د راوتو له امله له زيانمنو کورنيو سره خپله غمرازي شريکوي او له لوى خداى (ج) څخه ورته د صبر او استقامت غوښتنه کوي.

موږ د افغان  ملي غورځنګ پر غړو اوهمداراز پر نورو ټولنيزو سازمانونو او مدني بنسټونو غږ کوو، چې خپلو سېلاب ځپلو هېوادوالو  ته د مرستې لاس ور وغځوي او په دغه بده  ورځ کې يې يوازې پرې نږدي.

په درنښت افغان ملي غورځنګ

3 thoughts on “د افغان ملي غورځنګ اعلاميه”
  1. A very balanced statement by Afghan Milli Ghurzang which will surely oneday become a formidable political force and put the Afghans on the path of progress and prosperity and with them the people of Khyber Pakhtunkhwa will also see some good and comfortable days.AMG please give an upfront and honest leadership to Afghan people and try to become the ANC or INC of Afghanistan.The people of Khyber Pakhtunkhwa feel pleased to associate themselves with an Afghan political force like AMG.

  2. It’s very sad to hear about what happened in Nangarhar yesterday. Please accept our condolences from Kandahar.

    By the way, this government cannot protect its citizens nor can it provide them with justice. Have a look at this link here where you can see high ranking officials of Kandahar drinking alcohol. What can one expect from such authorities? http://benawa.com/fullstory.php?id=56367

ځواب ورکول Alamoona ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *