ملتونه د ځانګړو هویتونو پر بنسټ پیژندل کیږي، څنګه چې د انسانانو تر منځ د څیرې او نوم توپیر موجود دی، همدارنګه د هیوادونو ترمنځ د جغرافیې او ملي هویت پر اساس د هغوی د حقوقي شخصیت استازولي کوي. کله چې له ملتونو هویت واخیستل شي، نو دهغوی له وجوده چې اروا و ایستل شي، مرګ او ورکاوی یې حتمي کېږي.

ملتونه د هویت د ساتلو په پار جګړې کوي، قرباني ورکوي او حتی د نړیوالو جګړو د رامنځته کیدا سبب ګرځي. د افغان هویت په اړه له پیړیو را هیسي د وخت ښکیلاګرو او نیواکګرو کوښښ کړی چې دا ملت بیل کړې او ایل یې کړي. له تیرې یوې لسیزې راهیسي په دې برخه کې ګڼ پرمختګونه رامنځته شوي، کله د هیواد د جغرافیوي ویش، سیاسي ویش، فرهنګي ویش ډنډورې را پیل شوي، کله یې د ملي ترمنیالوژۍ تر ګواښ لاندې نیولي شوي، کله هم نیغ په نیغه د افغان میړني هویت تر برید لاندې راغلی دی.

پخواني ولسمشر کرزي د تذکرو قانون ولسي جرګې او مشرانو جرګې ته د تایید د پاره واستاوه، هلته د ځینو کړیو لخوا په پوره بریالیتوب سره د ملت د ستون د ذکر مخه ډب شوه، قانون چې څنګه د کرزي له کابینې تر پارلمانه رسیدلی و، په همغه ډول بیرته کرزي ته د توشیح د پاره را ولیږل شو، افغان ولس چې د خپل هویت په محوه خبر شو، کرزی یې و ننګاوه چې قانون باید توشیح نه بلکې تعدیل شي او د افغان ستون په کې ورزیات شي. کرزی چې د ولس په نبض پوهیده، د ولس په زور او ملي حساسیتونو بهتره خبر و، د قانون توشیح یې وځنډوله.

ملي وحدت حکومت ته له کرزي ډیرې ناخوالۍ، نیمګړې دندې او ستونزې ور پاتې دي، خو د ټولو په سرکې ورته حساسه سکالو د افغان هویت څخه د فاع شخړه لا ینحله پاتې وه، خو ډاکتر صیب غني په ډیره بې پروایې، په نا ویلې او نا سنجیدلي توګه یې د نفسو د شمیر قانون توشیح او په دې توګه یې د رسمي جریدې برخه وګرځاوله، ولس په غوسه شو، مدني نیوکې اوج ته ورسیدي، له دې امله غني مجبور شو چې د افغان هویت په برخه کې د مدني، سیاسي او ولسي خوځښتونو استازي ارګ ته ور وبلي.

زه هم ددې مجلس له ګډونوالو څخه وم، ډاکتر صیب غني په ډیر مغروره انداز وویل چې زه وم چې ولسي غبرګون مې د افغان هویت د ملاتړ دپاره را وخځاوه، ځکه که ما دا نمیګړی قانون نه وای توشیح کړی، نو د ولس غبرګون به نه وای را غبرګ شوی، ما غوښتل چې په دې توګه ولس ددې قانون خلاف را وپاروم او بیا ددې قانون د تغیر د پاره له ولس سره په ګډه کار وکړم. زه حیرانه شوم، چې دیته وایې دلیل، دیته وایې لوی فکر !!!

ما ورغبرګه کړه چې اوس نو یو بل ستر کار هم وکړئ، هغه دا چې د تذکرو ویش ملي کار دی، دا باید له سیاسته جلا کړی شي، د کورنیو چارو وزارت په تخینکي اوسیاسي لحاظ دا وړتیا نلري چې د تذکرو ویش دې په عادلانه اوسمه توګه ترسره کړي، نو له دې امله باید له کورنیو چارو وزارت څخه دا مسولیت کومې بلې خپلواکۍ اداره ته محول شي. ډاکتر صیب غني را غبرګه کړه لکه په پاکستان کې چې نادارا  دا کار کوي. هغه ژمنه وکړه چې ډیر ژر به د یو تقنینې فرمان له لارې دواړه کاره وکړئ، د افغان ستون به په تذکرو کې ور زیات کړي او دارنګه د تذکرو د ویش او د معلوماتو د ښه خوندیتوب د پاره به د یوه نوې اداره د ځان تر مشرۍ لاندې جوړه کړي چې دا کار به د ولسي جرګې د ژمنیو رخصتیو ( سلواغه ) په میاشت کې ترسره کړي.

موږ یولس (۱۱) تنه چې دې مجلس ته تللي وو، په ډیره خوشالې له ارګه رخصت شوو ، خوشاله و چې ډاکتر صیب غني د موضوع په ارزښت پوهیږي او کلکه ژمنه یې وکړه چې هر څه به سم شي. د سلواغې میاشت را ورسیده، ژمې په واوره اوسړو کې تیر شو، په دې توګه د اشرف غني ګرمه وعده هم مخ په سړیدو شوه.

د ولسي جرګې له پیل سره دا موضوع هم نیمګړې پاتې شوه، موږ به له ارګ سره وخت ناوخته اړیکه نیولی، د ارګ کشرانو او مشرانو به ویل چې موږ ټول افغانان یو، له تاسو کلک او په خبره ولاړ افغانان یو، ددې موضوع غم موږ خورو، تاسو ورته اندیښنه مه کوي.

ستونزه هغه وخت وپړسیده چې ډاکترصیب عبدالله د وزیرانو په شورا کې د وزیرانو په مرموزه او ډارنه خاموشۍ کې د احوال نفوسوو نیمګړی قانون د تذکرو د ویش بلکې د چټک ویش د پاره اساس وګاڼه او بلاخره ولس په دې پوه شو چې ډاکترصیب غني ورسره دروغجنه ژمنه کړي او باید خپل جدي غبرګون ته تیاری ونیسي. مدني خوځښتونه، سیاسي ګوندونه او په سل ګونه قومي او ولسي جوړښتونه په خوځښت شول، ټولو په یوه خوله د غني د وعدو خبره را غبرګه کړه، یو ځل بیا مو تر منځ د ارګ کشران او مشران غوږ او خوله شول، چې د ډاکترصیب عبدالله له وسه لوړه خبره ده، چې ډاکتر صیب غني یې ونه غواړئ هیڅوک نشي کولی تذکرې وویشي. موږ هم له عبدالله سره د لیدلو تابیا وکړه.

قدرمن استاذ یون او زه خپله له ډاکتر صیب سره ملاقات ته لاړو، د چنارو په شغ او شور کې د ارګ ښکلي ماڼۍ د ډاکتر صیب عبدالله په سلیقه برابره راته ښکاره شوه. په دې ملاقات کې له موږ سره د تذکرو مشرمحتاط او د ویش د تخنیکو چارو د پروژې مشر علیزی صیب هم ګډون درلود. ډاکتر صیب عبدالله  وویل چې دی او دده ملاتړي د افغان کلیمې له ذکر سره هیڅ مخالفت نلري، خو دا چې قانون وار دمخه توشیح شوی، نو ښه ده چې قانون عملي شي، ددې تر څنګ یې وویل چې که ډاکتر صیب غني د کوم تقنیني فرمان له مخې کوم بدلون په کې راولی دی به یې مخالفت ونکړي. موږ  یو ځل بیا خوشاله شو چې د ډاکترصیب عبدالله دا وینا به د ډاکتر صیب غني د پاره یوه اسانتیا برابره کړي چې له مخې یې باید تقنینې فرمان صادر شي او د تذکرو ویش ته لاره هواره شي. موږ د عبدالله سره د مجلس ټول جزیات خپاره او ارګ سره مو شریک کړل. ارګ احوال را ولیږه چې د کابینې په غونډه کې به په دې اړه وروستی تصمیم ونیولی شي، موږ د همدې تصمیم په انتظار ولس ته څو ځلي د لاریون نیټه له اونې څخه بلې اونې ته تغیر کړه، په دې کې مو په لس ګونه رادیویې، تلویزوني او  چاپي مرکې او لیکنې وکړئ.

خو ارګ مشر او کشر د ولس په غوښتنه او اندیښنه هیڅ غوږ ونه ږراوه، لکه چې موږ په ارګ فشارونه زیات کړل، بلاخره تیره ورځ حنیف اتمر صیب د اشرف غني سره په دې اړه لیدنه وکړه، اتمر صیب وویل چې ډاکتر صیب غني وایې چې دی بې وسه دی، او د افغان ذکر ورته کیدی شي سختې ستونزې را ولاړي کړي. هغوی وړاندیز وکړ چې که د افغان ذکر اختیاري شي، نو څنګه؟؟

موږ د لاریون د تدارکاتو کمیټې په ګډه تصمیم ونیو چې لاریون او ولسي مبارزه لازمي ده، ځکه که نن هویت اختیاري شو، سبا د افغانستان نوم اختیاري کیږي او بله ورځ به مو ټول ملي ارزښتونه په اختیاري بڼه کارولی کیږي.

د ډاکتر صیب غني دا بې وسې ګڼې پوښتنې ولاړوي، چې شخصا ډاکتر صیب یې باید په راتلونکې کې ځواب ووایې. څوک چې د هیواد دولسمشر په توګه د خپل ملت د هویت د ذکر په وړاندې بې وسه وي، څوک چې نشي کولی خپل کړې ژمنې له ولس سره عملي کړي، څوک چې په ولس هیڅ باور نلري، څوک چې هر څه، هر واک او هره پریکړه تر خپل څادر لاندې راولي او بیا هیڅ پریکړه نشي کولی. څوک چې د افغانستان د تاریخ په ټول حساس وخت کې یو ملګری هم ونلري، څوک چې د ولسواکۍ په نامه د بلواکۍ خبرې را پورته کوي، تاریخ به یې په ښه نوم یاد نکړي.

افغان میړنی ولس به راتلونکي شنبه د سپتمبر په پنځم د ولسي غبرګون د لړۍ لومړی ګام ( په کابل کې لاریون) پیل کړي، که ستونزه حل نشوه، د حکومت ستونزې به زیاتې شي، ان شا الله.

یا ربه توفیق !!!

10 thoughts on “د افغان هویت څخه په دفاع کې بې وسه ډاکتر غني/ ډاکتر ځلاند”
  1. كلمه افغان در تذكره و يك چند تذكر من:

    رهبران راستين صدای ملت اند و رهبران واقعي ديسانت نمی شوند!

    دوست موثر من در حاكميت فعلي برايم از امادگی و تلاش وی ام امر خير و مساله افغان و اسلام و عدم ضرورت وجود نقشه افغانستان امروز در تذكره افغانی نوشت و من بنا بر ملحوظات بدون ذكر نام وی مطلبی را که در جواب وی نوشتم با شما ذيلا شريك ميسازم:

    سلامت باشی دوست محترم جناب ….
    شما ميدانيد مردم حتی بیسواد ما فهم، درك و سواد سياسي دارند.
    شرايط هركس را درك كرده ميتوانيم. شخصيت فرهنگی والای شما، تواضع شما عين بزرگی شماست واین در دوکلمه افاده شما مشهود است.
    برای مسایل ملی اگر مجبوريت های معین عده را به سكوت و يا عدم موضع روشن مستقيما مجبور ساخته فكر ميكنم حداقل راه ديگر است که زمينه ساز امر خبر شود. گماشتن افراد متعهد با تقوی و افراد فعال وطني وخيرخواه باتقوی كه در داخل افغانستان زياد اند به راس امور و جلوگیری از افراد نوكر و خاين و ….. به صورت غير مسقيم به امر خير كمك كرد و شما چنین امکانات را دارید.
    چنانچه ميدانيد موضع جناب جنرال علومي و موضع جناب جنرال دوستم مقام و منزلت ھر یک را برای ملت روشن ساخت. بار ديگر تاکید دارم رهبران واقعي از اسمانها و يا امريكا پرتاب و دیسانت نمی شوند. رهبران با شهامت و ملي با بلند كردن صدای ملت رهبر ميشوند و چنین شهامت را بايد داشت. ملت ميبيند که كي بی خاصيت و خاينانه موضع گرفت ورمقام نگه داشت و دهن كی به نصوار پر کرده و در موضع حق و اظهار نظر بی شهامت و كرسي نگھداری میکند و کی شهامت وطني و اسلامی دارد و ادای رسالت میکند. ما موضع جنرال ظاهر و جناب يون و هزار ها يون را شنيديم اما مواضع بزدلانه و يا بی موضع بودن را هم ديديم. لذا مساعدت خير و ادای خوب و بی ترس رسالت امر حتمی است.
    زندگی بس کوتاه وحاكميت ها رفت و امد اما بايد و بايد رسالتمند تپید وقرار شواهد شما درين راستا شخصيت خير قبول شده ايد و اميد واری های مردم را در عالم اسباب دارید.
    وها اين مطالبه ملت صرف و قرف مطالبه تطبيق قانون اساسي است و تطبيق انرا احسان بر خود نمی دانیم.
    قاضي القضات كشور بايد بر خلاف قانون اساسي بودن اين تصميم اقدام ميكرد كه تا حال نه كرده و چوکی قائم کرده كه شرم است.
    حسبنا الله نعم المولی و نعم الوکیل
    د. صلاح الدين سعيدي
    ٠٣/٠٩/٢٠١٥
    ٠٠٤٤٧٨٨٦٤٧٤٦٣٨

  2. مونږ درسره یو انشاالله چی دا د بوس او پروړوخیالی پاچاهی به رانسکوره کړو

  3. مونږ درسره یو تر څو دا د بوسو او پروړو خیالی پاچاهی ړنګه کړو
    او ملت یی له شره خلاص شی

  4. زلاند صاحب فه دي خوشحاله شوم جه فه دي مايوسه حالت كي بياهم ستاسي فه شان عاليقدر شخصيتونه وجودلري جه دافغان غيرتي اولس فه ملي مسايلو باندي فكر كوي او فه دي لاركي زيار باسي داجه اشرف غني دومره بي وسه دي دا يو دول شكاره بي غيرتي ده جه دده فه كم ظرفيتي او فه ناكامي دلالت كوي موز اوتول افغان اولس ته فه كارده جه لمري خو دتولو مدني او سياسي حركتونو له لاري او فه سالمه توكه مبارزه وكرو خداي مكره كه بيا هم موفق نه شولو نوبيا بايد فه دي فكر وكرو جه يوه لويه اجتماع راوغوشتل شي له زوانانو محصلينو متعليمينو مدني تولنو اوسياسي احزابو سخه متشكله وي او دبيغيرته غني داستعفا غوشتنه وشي جه سفونه او طرفونه واضح شي ديوه بي غيرته اولسمشر له لاسه افغانان تبا كيزي ملي مسائل سخته زربه ويني ستاسو دلازياتوبرياوو فه هيله

  5. سلامونه
    دا ښهء دی چې ډ.صاحب ځلاند او پوهنوال صاحب یون د دې مهمې او لوېې ملي مساءلې د ولسمشر او کشر سره دخبرو عیني شاهدان دي. مونږ ټول افغان ملت(ولس) په نویو تذکرو کې د افغان مقدس نوم او د دین د ستون (په سلو کې ۹۹اِسلام)د لیکلو او ورزیاتولو غوښتونکي یوو او یوو به!!!.
    له اجړاییه ريءس خو ګیله نه ده پکار، ځکه هغه یواځې دجمعیت او نظار او مزار د اوامرو تابعیت کوي، او هغه برنامه ېې چې د همید ناسدیق په لاس ته ورکړې وه ، ټکی په ټکی تر ناملي ښوروا!، ټاکنیزو کمیسیون؟، د څوکیو ویش پورې تطبیق کړې ،حتی د خبیثه مثلث( ماکیک؛بینور او عبدل راشدِ د.) د سلاهو او لڼډه غرو تر ټلوالې تازه کولو پورې!!!
    مګر په پښتنو کې د احمد زایو تیږه ډیره درنده وه؛ خدای دې نه کړي چې د یوې سپږې لپاره ټول پوستین هور واخلي!زما په خبره به پوه شوي یاست؟. . مونږ نهء وایو چې صدراظم صاب مونږ به څهء کا خو دا وایو چې الله دې خیر کا. و ما علینا الا البلاغ.

  6. د حکومت ستونزې به زیاتې شي، ان شا الله.

    یا ربه توفیق !!!

    همدی حکومت ستونزو ته خو خوشحاله یاست داکتر صیبه، تاسې سره خو د خپل موقف غم دی، د الفت صیب خبره، تاسی د وطن د خرابیدو نه د خپلی اشتها خرابیدو ته ډیر خفه کیږی . ستا دا وطن غوند د پیلانو په سوټو لړلی، تاسې په تشو نومونو د موږکانو پچو پسی غوبلونه شروع کړی، دا ډیران ډیران نور غول نه ګوری که هغه د پچو نه مهمه نه دی او په لاریون نه ارزی؟؟

ځواب ورکول حامد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *