بسم الله الرحمن الرحيم

 د هیواد د وروستیو تحولاتو  په اړه زموږ دریځ

څنګه چې سوله دجګړې په نسبت دهیواد دروانې کشالې د ختمولو تر ټولو غوره او اغیزمنه وسیله ده ، ځکه نو په هيواد کې د يوه افغان شموله سوله ايز بهير پيل او د هغه په پايله کې د يوه تلپاتې ثبات او استقرار رامنځته کيدل د هیواد د هر ځوريدلي وګړي د زړه ارمان او هيله ده.

 موږ   د خپل ولس د همدغه ارمان په پام کې نيولو سره، غواړو چې په خپل هیواد کې دسولې دټینګښت او نورو وینو توییدلو دمخنیوي لپاره هلې ځلې وکړو  او په دې اړه خپل ايماني رسالت او وجداني مکلفیت ترسره کړو.

موږ دغه ستر هدف ته درسیدو لپاره تر دې وړاندې هم منډې ترړې کړې اودا دی اوس هم د هغو په تعقیب یو ځل بیا خپل دریځ په لاندې ټکوکې په ډاګه کوو:

موږ د يوه سوله خوښونکي خواخوږي جهت په بڼه په خپل هیواد کې د کورورانونکې تپل شوې جګړې د پایته رسیدو غوښتونکي، او په خپل ټول توان سره د هر هغه جریان پلوي کوو چې په هیواد کې د دائمې سولې د ټینګښت تضمین کوي .

د دې لپاره چې په افغانستان کې د کورنۍ جګړې د مخنيوي په موخه مو د بيلابيلو جهتونو تر منځ د مصالحت په لارو چارو بحث او غور کړی وي، او په دې برخه کې مو خپله خواخوږي، سولې ته خپله ژمنتيا او د دين او هیواد لوړو ګټو ته مو خپل تعهد په ډاګه کړی وي، وخت پر وخت مو د هیواد په دننه او له هیواد نه بهر  دخپلو مربوطو ملګرو غونډې راغوښتې ،  چې د هغو له جملې څخه یوه غونډه  په وروستيو وختونو کې دمحترم ملا اغاجان معتصم ترمشرۍ لاندي د متحده عربي اماراتو په ښار کې جوړه شوه. په دغه غونډه کې د اسلامي امارت وزيرانو، ډپلوماټانو،او پراوسني مهال سترونظامي قومندانانو، متنفذو مشرانو ګډون وکړ او د هيواد د روان کړکيچ د سوله ايز حل پر اړتيا او ارزښت يې څو ورځې پرله پسې بحثونه وکړل.
له نيکه مرغه د غونډې ټولو ګډون والو په يوه خوله په افغانستان کې د افغانانو تر منځ د خپل منځي مصالحت په برخه کې د سوله ایزو هڅو پر ارزښت او اړتيا ټينګار وکړ او په دې برخه کې يې د پخوا په څېر خپل چمتو والی وښود.

درنو هيوادوالو!

سوله زمونږ د ژوند ترټولو اساسي اړتیاده اوزمونږ  د مخلصانه او صادقانه هڅو پر مټ  تر لاسه کیدای شي، مونږ ګورو چې زمونږ  دوو ګاونډيو هیوادونو ایران اوپاکستان هم له خپلو حریفانو  او مخالفينو سره  د سولې لاره غوره کوي او غواړي چې خپلې ستونزې د جګړې پرځای دتفاهم اوسیاسي ډیالوګ له لاري حل و فصل کړي .

څرنګه چې د ایران او امریکا ترمنځ له تیرو دري نیمو لسیزو راهیسي داسې جګړه ییزه فضا حاکمه وه چې دواړو هیوادونو په تیره ایراني ولس ته یې ډیر ترخه عواقب لرلي او تر ډیره بریده یې دغه هیواد د پرمختګ له بهیره وروسته  پاتي کړی دی .

هغوي  هم بالآخره  د دې اړتیا حس کړه چې خپل سیاسي مخالفت د سیاسي ډیالوګ له لارې حل کړي او دتصادم له سیاسته  لاس واخلي.

زمونږ د بل ګاوندي هیواد پاکستان چارواکو او مخالفینو هم دا اړتيا وليدله چې د جګړې پرځای دسولې او سیاسي تفاهم لاره غوره کړي او خپلو موخو او اهدافوته له دې لارې ځانونه  ورسوي .

مونږ افغانان هم  باید نوردخپل هیواد  دسیاسي برخلیک لانجه  د جګړې اوتصادم پرځای  د سولې او تفاهم له لارې حل کړو .

داچې د ګاونډي هیواد پاکستان طالبانو له تیرو نژدي لس کلنو جګړییزو تجربو څخه دادرک کړه چې  په جګړې سره خپل هدف نشي تر لاسه کولای ، باید خپلې غوښتنې د سولې او خبرو له لارې له چارواکوسره حل کړي ، مونږ افغانان ولي دخپل هیوادله ۶ ۳ کلنو جنګي تجربوڅخه دا نشو درک کولای چې جګړه د حل لاره نده ؟

د پاکستان او ايران سره سره  که مونږ یوخپل بل ګاونډي تاجکستان ته نظر وکړو،نوهغوي هم  خپله لانجه  ۲۲ کاله وړاندي  په سولییزوهلوځلو حل کړه ،اوهمداډول په تاریخي لحاظ  دنړۍ  ټولو متنازع فیها لانجوته  که وګورو  هغه ټولې  په جګړه پیل شوې خوپه سوله او تفاهم پای ته رسیدلې دي .

درنو او قدرمنو هيوادوالو!

لکه څنګه چې تاسې وينئ، چې په هیواد کې  د ولسمشریزو ټول ټاکنو لپار د ټاکل شویو نوماندانو لخوا مبارزاتي کمپاینونو په داسې مهال کې پیلیږي چې لاهم دلته دجګړې اوربل دی  اوله بده مرغه هره ورځ پکې په لسګونو هیوادوال  وژل  کیږي .

که  مو په هیواد کې د تپل شوې جګړې اورنور هم داسې بل پاتې وي هیله نشي کیدای چې راتلونکې ټاکنې دي په داسې ډول تر سره شي چې دهغو پایلې دې د هیواد ټولو پرګنو اوسیاسي لوریوته  د منلو وړ وي.

ځکه دغه ټاکنې اوهره سیاسي پروسه چې د افغانانو له منځه یې یوجهت د ترسره کولو اوبل یې د تخریبو په لټه کې وي ، په هیڅ صورت  د کامیابي چانس نه لري او نور هم زموږ د روانې غمیزې د اوږدیدو لامل ګرځي.

لهذا مونږ افغانان هم دغه  اصل ته په کتلو سره نورباید  دجګړې او  وطن ورانولو پرځای د سولې او وطن جوړ ولو تګلاره غوره کړو.

د افغانانواومسلمانانو ترمنځ  داخلي جګړه  نه  مذهبي  اصل لري اونه قانوني .

نن چې  زمونږ په هیواد کې د امریکایانو ترڅنګ  د ډیروخارجي هیوادونو ځواکونه میشت دي داهم  ټول  زمونږ  د خپل منځي جګړو اوشخړو له امله دي چې د شورویانو تر وتلو وروسته  مو ترمنځ پیل شوې  او تراوسه  دوام لري .

که مونږ وغواړو چې  هیواد مو  د خارجیانو له  تسلط څخه  ازاد وي  نو لومړی باید مونږ په خپل منځ کې یو سالم  بین الافغاني تفاهم او سیاسي ډیالوګ  ولرو  او په  دغه بین الافغاني تفاهم کې د افغانستان  د ټولو ښکیلو لوریو دموافقې په ترڅ کې  بهرنیانو ته ووایو چې مونږ دخپل هیواد  د داخلي امن اوثبات جوړولو توان لرو ، ستاسي پوځي شتون ته نور په افغانستان کې ضرورت نشته .

او که زمونږ ترمابین داخلي اختلافات او کشمکشونه همداسې جاري وي ، بیابه مو په لوي لاس ټولوخارجیانو   ته  په هیواد کې  دپاتي کیدو او دهیواد  داشغال پلمه په لاس  ورکړې وي .

لهذا نور باید له تیرو ترخو تجربوڅخه  په  درس اخیستو سره ژر تر ژره ټولو خپل منځي اختلافاتو او سیاسي شخړوته دپای ټکی کښیږدو او په هیواد کې  دبین الافغاني تفاهم  د راتلو لپاره فرصت برابرکړو.

یوپربل باندې د زور او توپک له لاري ځان تحمیلول نه مذهبي توجیه لري او نه قانوني ، دغه ناسم  سیاست زمونږ ښکلی هیواد راته په کنډواله  بدل کړی او ولس یې راته  دنړۍ په ولسونوکې تر ټولو خوار  او شاته پاتې ولس جوړ کړ .

نور باید دخپل هیواد دسمسورتیا او ربړیدلي ولس د هوساينې او سوکالۍ لپاره  خپل منځي شخړي  د تل لپاره پریږدو او یو بل ته   په قناعت ورکولو  سره  د یووالي او وررولي  لاسونه   سره ورکړو  او په دې سره مو دهیواد ۶ ۳  کلنه  تاواني لانجه پایته ورسوو .

تیر ۶ ۳  کلن خونړی جریان  پرافغانانو په داسې حال کې تیر شو چې  د هغوئ سیاسي واکمنانو او چارواکو هریوه له مسؤلیته   دځان خلاصولو په غرض  د پیښو ټولو پړه  دبهرنیانو پر غاړه ور اچوله ، خو که واقعیت ته وکتل شي نو تر بهرنیانو ډیر مسؤلیت خپله افغان سیاستوالو ته متوجه دی .

ځکه همدغه سیاستوال وه چې د بهرنیانو ناروا کړنوته یې په افغانستان کې د تطبیق او تنفیذ زمینه مساعده کړې وه ، دهمدي سیاستوالو په قول او قومانده افغانان څوک د بهرنیانو په خلاف  او څوک  د هغوئ ترشا دریدلي ، د همدوئ په  قومانده  یوموټی افغان ولس په مختلفو ډلو ټپلو ویشل شوی او خپل منځي جګړې هم  ټولې د دوئ دسیاسي او تنظیمي خواهشاتو مطابق  ترسره شوې .

اوس مو ملت ویښ شوی  هغوئ د خپلو سیاستوالو ټولې کړنې په غور څاري ، هغوئ ته اوس تربل هروخت   او هرڅه  دخپل هیواد دملي وحدت ، ارضي تماميت او په هغه کې  د یوه  داسې ملي اسلامي  نظام  راتلل چې په واقعي ډول  دهیواد  دټولو اقشارو او طبقاتو حقوق پکي خوندي وي ،  تر ټولو اهمه اړتیاده .

نو باید زمونږ د هیواد د سیاسي جریاناتو ټول ښکیل لوري د مسؤلیت پذیري د روحیې له مخې  دهیواد په مستقبل کې داسې کردار اداء کړي چې هغه  د ملت د غوښتنو او آرمانونو مطابق وي .

زمونږ د ثقل مرکز زمونږ ملت دی ، باید د ملت سیاسیون مو د شخصي غوښتنو پرځای ملي مصالحوته ترجیح ورکړي ، د ځوریدلي ملت د هوسايني او ترقۍ لپاره کار وکړي ، او نور په خپلو راتلونکو سیاسي فعالیتونو کې داسې لارې غوره کړې چې په هغه کې مو دولس سعادت او سوکالۍ نغښتې وي .

نن که مونږ د پرمختللې نړۍ د سیاستوالو سیاسي مبارزاتو ته  وګورو دهغوئ هرڅه د خپلو ولسونو د پرمختګ لپاره وي چې دا کار په مجموع کې دهغوئ دټولې ټولنې دترقي او رفاهیت لامل ګرځیدلی ، هم خپله دهغوئ سیاسیون اوهم یې ولسونه د آرام ، مرفه او پرمختللي ژوند خاوندان دي .

مونږ اوتاسو مسلمانان یو ، د اسلام مقدس دین خپل پیروان  وحدت ، اتفاق او همبستګي ته رابولي ، له خپل منځي شخړو، تفرقو او بدمرغیو څخه یې په ټینګه منع کوي ، دهغوئ  خپل منځي تفرق او تصادم   دهغوئ د فناکیدو  او ورکیدو لامل بولي .

 لکه څنګه چې مو په پورته ټکو کې يادونه وکړه چې موږ د هيواد د قضيې په تړاو د خپل رسالت په درک کولو سره له ټولو ذيدخله  افغاني لوريو سره د ستونزې د هواري په موخه  تفاهم کول غواړو، بناءً موږ  په پای کې په روښانه ټکوکي اعلانووچې زموږ  د وروستنۍ غونډې د پريکړې له مخې دمذاکراتو اوتفاهم  لپاره زموږ  دروازې تل  دموجوده حکومت او ټولوهغه ډلواوتنظیمونوپرمخ خلاصې دي دکوموسره چې زموږ په تیروختونوکي تصادمات راغلي وه یا اوس ورسره په تصادم کښي قرارلرو ،ځکه موږ  داتکل وکړ چې نور په راتلونکي باید دمسلمان په  لاس  د مسلمان اودافغان په لاس د  افغان وینه توی نشي

والسلام

ستاسو ورور د يادې غونډي مسؤل : ملااغاجان معتصم

124 thoughts on “د افغان ولس ،حکومت، سیاسي ،جهادي ،اوټولو اړونده جهتونو ته د افغانستان د طالبانو د اسلامي تحریک پیغام”
  1. ده محترم چي د طالبانو سره وفا نه وکړه نو د امريكايانو سره به يي چيري وکړي . ملي غل ده. بله خبره دا چي طالبان هيس كله د كفارو ملگرى خپل دوست نه بولي نه يي د خپل گروپ څخه شميرى نو ټول افغانان دي خبر وي چي ددغه ملي غله له دغه فريبه ډكه خبر صرفي نظر وگرزوي

    1. تر وطن دوست ښه نوم ستا لپاره کفن دوست دی.

      بیغیرته! لا تر اوسه د پښتنو په وینو بهولو نه ېې ستړی شوی؟

      هغه طالب چې د سولې لور ته ځي، ځناور ترې سل ځله غوره دی. څه به سود کړئ؟

  2. طالبانو بالآخره وښودله چې دوي هم له پوره سياسي درک او درايته برخمن دي. خدای پاک دي ټولو طالبانو وروڼو ته د صلحي او مصالحې هدايت وکړي او خدای دي يي زړونه له جنګونو تور کړي. د محترم اغاجان دغه بيان ډیر مثبت او په زړه پوري دی. خدای دي وکړي چي اسلامي امارت يي مخالفت ونکړي او هغوي هم له دغي زريني موقع ګټه واخلي او لاسونه له خپلو وروڼو سره يو کړي.

  3. ددی پیغام له ویلو نه ورسته داسی معلومیږی چی په طالبانو کښی هم یو یو انسان، یو یو مسلمان او یو یو افغان پیدا کیږی. یوه وړیا مشوره ملاصاحب آغاجان ته ورکوم. دا پیغام دی د آی اس آی (پنجابی جنرال) د مشاور په غیاب کښی او یا دی هم د آی اس آی له مشوری پرته لیکلی. یو ځای کښی د یو څه وخت لپاره پټ شه چی بیا خدای مه کړه مونږ د دوم ملابرادر شاهده وه نه وسو او هغه هم د یوه پنجابی به قید کښی.

  4. jang sok kawi, jang khu staso taliban kawi afghanan khu sulha ghwarhi aman ghwarhi khu da khu staso taliban ao mulayan de chi amdagha chighi wahi chi jahad jahad jahad, jahad afghananu ao afghanistan tha sa gata rasawali da his hum na, faqad hum khpal afghanan taso shahidan karhi

  5. ډیره ښه خبره ده الله خیردرکړی چی دطالبانو اسلامی تحریک دا اعلان وکړچی دخپل افغان ورورسره خبرو ته حاضیرشو
    اوس باید افغان حکومت هم دطالبانو داسلامی تحریک سره دخبرو اعلان وکړی اوخبری مخامخ فیل شی
    چی په افغانستان کښی دامریکایی یرغل پایته ورسیږی اودامریکایانو دفاتکیدو چانس اوبهانه ختمه شی

  6. ددی پیغام له ویلو نه ورسته داسی معلومیږی چی په طالبانو کښی هم یو یو انسان، یو یو مسلمان او یو یو افغان پیدا کیږی. یوه وړیا مشوره ملاصاحب آغاجان ته ورکوم. دا پیغام دی د آی اس آی (پنجابی جنرال) د مشاور په غیاب کښی او یا دی هم د آی اس آی له مشوری پرته لیکلی. یو ځای کښی د یو څه وخت لپاره پټ شه چی بیا خدای مه کړه مونږ د دوم ملابرادر شاهده وه نه وسو او هغه هم د یوه پنجابی به قید کښی

  7. Da Allah pak da lowe darbar na darta da kamyabe dawa kawo , mong pa London ki osego awo har wakh da Afghanistan pa bara ki khabre kawo da khpalo malgaro sara os me che da mullah agha jan motasim pigham okat no der koshala shoo awo hpalo margaro sra me shareek kro toolo Agha jan mollvi saib ta dawa okra che pa khplo karono ki di ee Akkah pak kamyab lare . mong musafar afghanan ba darta dawa kawo .
    rostm london

  8. هرافغان په دی عقیده دی چی باید نور دافغانستان دامظلوم اوکړیدلی ملت هم لکه دنورو په آرامه فضاکی ژوند وکړی . ددی لپاره یوازینی لاره د سولی ده او ددی لپاره ټول بایدخپلی هڅی وکړی او دسولی لپاره دهیڅ قسم قربانی نه دریغ ونه کړی .
    دمحترم آغاجان معتصم پیغام په دی وخت کی دټولوافغانانو لپاره دیو زیری نه کم نه دی . الله دی تاسی او ستاسی ملګری په خپلوهلوځلوکی کامیاب کړی ترڅو دی کړیدلی ولس ته دخوښی زیری ورکړی
    ملانورالله نور سعوی عربستان

  9. ملا صاب اغاجان په دې خوشاله شوم چې ستاسو ککریو ته عقل راغی، خو ما هغه چنګ بریتي ځوانان چې اوس د خاورو خوراک دي ځوروي چې حیف د هغوي مرګ، کاش چې دا افغانستان خو دې یو ځل په زور نیولې وای بیا به دې سوله کړي وای. ای دووسانو سومبۍ مرګو
    تاسو خو هیڅ توره ونه کړه او اخر هم سولې ته کښیناستۍ که مو جګړه نه شو ګټلای نو ولې مو کوله؟ دا د یوې مور تنکی ځوی چې هغې غریبې په شوګیرونو رالوی کړی پر باباګانو يې ګرځولی او رالوی کړی تا ولې په دې نامه وواژه چې پولیس دی، ملي اردو کې دی، موسیسه کې دی، ترجمان دی، تا سو خوبه ویل چې ملي اردو او ملي پولیس د امریکایانو سترګې دي، تاسو خو به اول ددوي د مرګ فتوا ورکوله کاش چې د مرګ لومړی قرباني مو امریکایان ښودلی تاسو خو د همغه امریکا د نطفی اولاده یاست چې زه دې ورسره په مزدورۍ وژلی یم.
    د هغې کونډې مور، خور، او لور ځواب به ورته ووایی چې ماشوم زوی یې په کندوز کې د چایو سماوار دسرک پر غاړه ایښې و او تا په ځانمرداري کې وواژه، ته به د هغه سړي کونډې ته ځواب ووايي چې په دې نیت له کوره راوتی و چې بیګاته خپل کورته پنځه ډوډۍ یوسی او د اولادونو خیټې يې مړې کړي او ستا په فتوای پر ځاندربي کې شهید شوی، هاهاهاهاهاها تاته څه معلومیږي چې زه لیونی څه وایم، دا غم خو به ما زوړ کړي، چې ما يې غوښې راټولې کړي، دا غم خو به ما وخوري چې زما په غیږ کې د ښوونځي ماشومانو سلګۍ وهلي دا غم خو به ووژني چې پر یو کور یې غبرګې جنازې ور وړي، هغه ماشوم به زما له یاده کله ووځي چې د ښوونځي بکسه تر شاه په چاردره کې په یو ځانمرګي کې پر پوله د پاسه شهید شوی و، او شپږ نور يې پړ مخې پر خاورو پراته وو.
    ستا اولادونه خو به او س هم په دبۍ ا یا قطر کې وي ستا بچي خو به سبا بیا ددغه وژل شوي ماشوم پولیس، نر، ښځې ، کونډې، ورارې، … باندې حکم چلوي ته به په دې کله پوه شی چې غم څه ته وايي.
    ایا کله دې د بچي په پښه کې غنه تللې او ته ترې بې تفاوته پاتي شوی يې؟ که دا کار دې کړي وي نو زما د ماشوم مرګ هم خیر دی. زه بیا خپلې خبرې بیرته اخلم. خو ته د خپل بچي په پښه کې د غنې تلل نه شې زغملای او زما هغه په ځانمرګي کې وژنې ولې؟
    ستا اسلام تر دې وخته پورې و؟ ستا اسلام تاته د ماشومانو مرګ روا کړې و؟ ستا اسلام د یوې کورنۍ د بې سرپرسته کولو حکم کوي؟ ستا اسلام د فحشا خوریدل مني؟ فحشا ولې په یوه ټولنه کې زیاتیږي؟ هغه وخت چې کورنۍ بې سرپرسته شي، هغه وخت چې وږې شي، هغه وخت چې بې سره شي او تاسو په تیرو دیارلسو کالو کې د زړه له اخلاصه همدا کار کړې.
    تاسو زما هغه ګاونډي هم وژلی چې پر سرک يې جغل شینده او د امریکا د جاسوس ټاپه مو ورته د ولو پر منځ ووهله، تاسو خو خلکو ته په کلیو کې ویل چې افغانستان دارالحرب دی باید هجرت ترې وشي، تا خو دا هم غوښتل چې زه بیا د پاکستان غلام شم.
    د خپل یو نزدې خپلوان کیسه درته کوم چې طالب دی، له ملا برادر سره یو ځای خوشی شوي په اووه تنو طالبانو کې ملا ….. نومیږي.
    بچو يې تر اوسه په کندوز کې دولتي ښوونځیو کې زده کړې کولې، دې به په نورو پسې ګرځیده چې ځانمرګي ته يې برابر کړي، خو خپل اولادونو ته يې هر ډول سهولتونه موجود وو، ایا جهاد یوازې پر بل فرض وي د طالبانو پر بچو او کورنیو نه وي فرض دا جنت یوازې د غریب خوښیږي د طالب د خپلو بچو لپاره نه وي خوښ؟
    نور مې ذهن کار نه کوي بس
    تاسو ته هم هله سوله دریاده شوه چې خدای یو ځل له مرګه وساتلئ کنه خدای خبر د نورو څومره خلکو کورنۍ به یوازې ستا پر فتوا بې سرپرسته کیدای، چې در باندې بل شو ویې ویشتلي او د ژوند خطر دې راغی نو سولې ته هم راغلی ای مسلمانه ای لعنت پر داسې مسلماني چې خپله ګټه دې په کې وي خو جهاد دی که مرګ درته ترې پیښیږي نو بس سوله غواړئ لعنت دې وي پر تاسو او له الله نه مو مخ تورن غواړم له الله نه د عطاترک په څیر حکومت غواړم چې په نوم ملا ژوندې پرینږدي.
    یا الله ما چې په ځانمرګو کې د شیهدانو جسدونه لیدلي ته یې هر طالب ته په خپل کور کې ور ورښایی یا الله مظلوم د ښیراو په کولو له تا څخه خپل حق غواړي او زما دغه ښیر قبوله کړې چې هر هغه څوک چې طالب و او یا دی ته يې له خپلې کورنۍ سره په داسې مرض اخته کړې چې یو بل ته ګوري او ځوریږي او له یو بل سره د مرستې وړ نه وي. امین

  10. ډیره د خوشهالی خبره ده چی زمونږ د ټولنی ډیره مهمه برخه چی د سولی په راوستلو کی حقیقی کردار ادا کولای سی. هیله ده چی په شخړه کی ښکیل ټول اړخونه ورته لبیک ووایی. ټولو ته احساس کول پکار دی چی نور نو پر دی کړیدلی اولس باندی ظلم کول بس دی. دا اولس باید نور د تعلیم، روغتیا اسانتیاوو او هوسا ژوند حق ولری.

  11. محترم معتصم آغاجان صاحب، ډیره مننه کوو ستاسو د هلو ځلو څخه چي د افغانستان کي یې د سولي د راوستولو لپاره کوئ ، د الله ج له دربار څخه ددې هلو ځلو کامیابی غواړو. زه متیقین یم چي افغان اولس به ستاسي کوششونه هیڅکله هیر نه کړي او د په تاریخ کي به په زرینو تورو ولیکل سي تاسو د زرګونو خلګو وژغوری او د خلکو کورو ته مو سوکالی راوستله.

  12. میګا دیر اید درست اید خیر است که یک کمی دیر شده مګر یک خوشخبری است برای مردم مظلوم و بیچاره افغانستان که قومندانها و مسولین طالبان جمع شدن و راهی صلح را بهتر دانستند با امید کامیابی این پروسه و یک افغانستان سر بلند و خوشهال.

  13. ډیر ښه زیری دی. هیله ده چې ټول هغه مشران چې په پورته ذکر سوې غونډه کې یې ګډون کړی وو پر خپلو نفوذ لاندي کسانو تاکید وکړي چې نور د اففانانو د کورونو د ورانوولو لاس واخلي او په ګران هیواد کي د سولی په راوستلو کې خپل نقش بازي کړي.

  14. نور نو باید افغانان په خاصه توګه تیر ایستل سوي کسان راویښ شي او د همسایګانو د مثالونو څخه ښه ګټه وا خلي او د سولې کاروان ته لبیک ووایي.

  15. Hope all Taliban and other opposition groups will realize and accept follow this press release of Taliban Islamic Movement. This is a realistic step by this movement toward peace government and public should support this initiative and give all possible chances to peace. With peace we can compete with the world and neighbors, with peace we can bring prosperity to our homes. Don’t let others to use you anymore and be united to build a greater Afghanistan.

  16. ټاکني د سولي د راتګ بغیر رشتیا هم هیڅ ارزښت او د کامیابیدو چانس نه لري ځګه چې د اولس یو ډیره لویه برخه نه سي کولای چې په ټاکنو کي ګډون وکړي او پاتي نور یې د ویري تر چتر لاندي ګډون چي دا په نسبتاُ ارامه سیمو کي هم په د رایه ورکوونکو کچه را ټییټوي چي دا ټاکني د اولس د اصلي ارادې ښکارندوي نه سی کولای.

  17. دافغانستان اوسنی جنګ په جنګ نه ګټل کیږی یعنی دافغانستان مسله په هیڅ صورت په جنګ نه حل کیږی ځکه چې دافغانستان د جنګ دواړه خواوی زیاتره افغانان دي. دافغانستان اوسنی جنګ دافغانانو او انګلیسانو او یاافغانانو اوروسانو سره د تیرو شوو جنګونو په شان نه دی چې انګلیسانو او روسانو ماته وخوړه او په خپله مخه ولاړل ، ځکه چې هغوي پردې وو . اوسنی جنګ چې ده دا دافغانانو دخپل منځ جنګ ده او خپل منځی جنګ هیڅ وخت په جنګ نه ختمیږی بې له سولي کولونه ځکه چې په جنګ کې د یوی خوا مکمل ختمیدل او ماتول په کار وي چې دا هيڅ امکان نلری . مونږ تاسو ولیدل د تیرو دریو لسیزو خپل منځی جنګ په جنګ کولو هیڅ کومه ارامی افغانستان ته رانه وړه . نو د ښاغل معتصم اغاجان د نظرسره سم باید نور نو طالبان او حکومت په صادقانه ډول یو بین الافغانی روغي جوړی ته سره کښیني ترڅو افغانستان او افغانان له دې کړاونو راووځی

  18. د دې پیغام د لوستلو په وخت کې مې داسی فکر وکړ لکه چې نوره مو په وطن کې سوله راغله. ځکه چې دومره یی د خبرو محور د سولې په ګټو او فوایدو راڅرخولی دی چې ته به وایی دوی سوله غواړی او مونږ ورته اجازه نه ورکوو. حال داچې د سولی اصلی غوښتونکي مونږ یو او دوی ته سوله د کاغذ په سر د د قلم لیک دی. خدای ج دی وکړی چې په هیواد کي مو د تل لپاره تل پاتی سوله راشی!
    مننه!

  19. خداي ج همداسي وكري طالبان(محمدص)وارساه سوك چه د طالبانو فه نوم زموز مكتب مدرسه شفا خانه او زموز مظلوم ولس وزني خداي ج تبا كري وسلام

  20. Assalam 3alikum w.w. De tolo muslmanano aw khasatan de afghanano de sokalai pa hila. Muhtaram Aghajan saheb! Aya taso che pa nomawarre ghwanda ke gadon karriwa aw yada wana mo karre da che nor zenafoza talib mashran ham dar sara wo aya staso sara de ghgo talibano mashran che fe3lan pa afghanistan ke de kharejyano aw de afghan quwawo pa muqabel ke jehad i3lan karrai dai masalan de haqani dala, de mujahed saheb (de tore boore mahaz) dala hamdaranga pa 3omom ke de Mala Muhammad 3umar mujahed dala ya namayendagan mawjod wal?.Portanai tole de khayr khabare de aw khayr pa solha ke mawjod dai. ka dase wi laka taso che wayast no bya wale 6,7,…. aw deer kalona makhke taso dakar na kawa?. pa har hal, taso somra mutma een yast che staso da khabare ba de solhe lapara lara awara krri sara la de che Hamid karzi de kalono rahise hamda ghoshtal kom che ye taso yadawana karre da?. Aya bawara yast che de mujahedino (Talibano) mashran che fe3lan pa jang ke bokht di aw fikar kawi che de pokha sakha deer ghash tali di staso de portana yo khbaro ta sha raghlast owaye?.

  21. هر کله راسی ستاسو یوه مثببته ناسته به د یوه موټی افغانستان او د افغانانو د تل پاتی سوکاله او ارام ژوند لامل شی موږ له تاسو مننه کوو او په چغو چغو درته هر کلی وایی نور راشی هر څه چی تیر شو هغه هیر شو نور بس ده صرف د مسلمان افغان طالب او مسلمان افغان حکومت او مسلمان عام افغان وینه تویږی امریکا جوړه پاتی ده روس جوړ ده لندن جوړ ده بس موږ چی پخپلو کی داسی سره اخته یو هغوی با وجود د دی چی موږ یی د ورانی فکر کو لا جوړیږی او موږ درد په دره کیږو ——والسلام )داسر څه دی چی به ځار شی ستا راتلو —–سل سرونه به در ځار کړم که ته راشی——او د جدا اشنا دیدنه ژر دی غواړم——–ټول خوبونه به در ځار کړم که ته راشی )(بشر—پښتون)

  22. هغه متل : چې کب هر وخت له اوبو ونېسې، تازه دی
    خدای دې وکړې چې هغه څه مو خپاره او نشر ته سپارلې، عملي بڼه ونېسې. ټول افغانان په یوه چرګۍ راټول او د خپل ویجاړ، ټوټه ټوټه هېواد د بیا ودانۍ، سمسورتیا، پرمختګ، ودې او یو موټې کیدا په چاره کې یو بل ته د ورورولۍ لاسونه ورکړی ، جګړه پای ته ورسوې او د امن او سوله ایز ګډ ژوند بنسټ کښېږدې. ټول په ټولټاکنو کې ګډون وکړی او د خپلې خوښې وړکاندید ته رایه ورکړی. هغه کاندید ته چې د هیواد لپاره سراسری ملي تګلاره ولري. طا لبانو ته د ټولنېز ژوند په ټولو برخو کې د ګدون چانس شته، خو که چیری ددوۍ سرونه خلاص شې او ځان، خپلو ګاونډیانو، سیمې او نړۍ ته په رڼو، وازو او د عقل په سترګه وګورې او په خپلو پرېکړو کې د وخت غوښتنو ته پاملرنه وکړې او ځان د نورو د غلامۍ او نوکرۍ څخه خلاص او د ټول افغان ملت سره یو ځای په مدني او ټولنېز ژوند کې یو ځای برخه واخلې. د همدغسې ورځ د راتلو په هېله

  23. خبره خو د خوشحالۍ ده او الله دی پکی برکت واچوی خو چی ټول په یوه خوله وی داسی نه چی دا د آغا جان شخصی نظر شی

  24. حدای ج د وکړي چې د پردیو له منګو خلاص شئ او د خپلو ورونو ترڅنګ د هیواد په بیا ودانولو کې برخه واخلئ خدای مو په دې لاره کې بریا نصیب کړه.
    امین ثم امین

    نور

  25. Dear Agha Jan sahib,

    our nation has been waiting for peace day since 36 years, most of our politicions has promised and has been promising, but they were not honest, hence i request you to please act as you said, and don’t kill our nation any more, furthermore please anounce that you are not further implementer of other’s project.

  26. دا پریکړه واقعا یوه اساسی اسلامی او قانونی پریکړه ده. که چیري خپل 35 کلن تاریخ ته یوه ځغلنده نظر ږکړو بیا دا ذکر سوی ناخوالۍ مغزونه یو وار بیا خراب او د تعصب په لور مو روان کړې. په تیر 35 کلن تور دوران کی مو داسی پوهان او متفکر مغزونه د لاسه ورکړل چه بله مور یې زیږولای نسی. دا د دی ملت سرمایه وه چه دا کسان په طالب او غیر طالب سیاسې حلقو کی میشت وه.
    په هر حال د طالبانو دا پریکړه پر ځای او موږ به یې په نیک پال ونیسو. فکر کیږې چه د کرزی په حکومت کی به د یو موټی کیدو امکان او د جنګ ختمیدل به ډیر ضعیفه وې. هیله ده چه راتلونکې حکومت غیر فاشیستی او د ملت په اراده ولاړ وې بیا به د طالبانو ناستی او تداوم ته هر کلې وویل سی.
    الله ج دی په خپل اذلی قدرت چه خیر د ټولو مسلمانانو وی دا مظلوم او غم ځپلې افغانان سوکاله او پیاوړی کړي
    والسلام
    نور احمد ویاړ

  27. د زړه له تله د محترم شیخ معتصم صیب نه مننه کوم چې د هیواد په دغه حساسو او تاریخو شیبو کې یې د سولې اواز پورته کړه که پریښتیا هم په افغانستان کې ښکیل جهتونه سوله او ملي مصالحه غواړي نو دملا صیب د فکر ملاتړ دې وکړي او دهغه له اواز سره دې خپل اواز مل کړي
    ملا صیب له قدرت او څوک څخه تیر دی خو په هیواد کې د امنیت تامین او د افغانانو ترمنځ دروان اور د وژلو په فکر کې دی نو راځې چې په خپلو لیکنو او مجالسو کې د معتصم صیب اواز پورته کړو الله دې وکړې چي په افغانستان کې سوله او امنیت تامین شي

  28. که دمولوی صاحب آغاجان معتصم پیغام واقعیت ولری خو رشتیا هم دخوشحالی زیری دی دتولو افغانانوورونو لپاره خو زه یی جعلی پیغام بولم الله پاک دوکړی چه واقعیت ولری

  29. دوستانو سلامونه!!!

    د دې پیغام په لوستلو سره واقعیت خبره ده چې هر افغان ورور خوشالیږی او د سولې ارامی او خوشبختی زیری دی که څه هم زموږ په ګران ټپی ټپی ټاټوبی کې د دې بې ننګه او ناپیژانده جګړه کې خپل هر څه له لاسه ورکړل او څه مو په لاس رانه وړل خو افسوس دا کوم چې پخوا مو چې دا فکر کړای وای څمره ښه به وای!!!!

    هې زما شهید وروره او هې زما زخمی زخمی په زړه چاودلې مورې خورې د پیغام په اوریدو سره ستاسو د زړه دردونه حس کولای شم هغه دا چې ډیر افسوس به د کړای وي چې کاش کاش زما ځوانی مرګ زوی پدې وحشتناکه جګړه کې نه وای وژل شوی؟؟؟؟

  30. خدایږو ډیر خوشحاله شوم! چی یو افغان ورور بل افغان ورور ته د سولی زیری ورکوي او د خفګان د لری کولو غږ پری کوي. الله تعالی هم فرمایلی دی چی والصلح خیر او سوله بهتره ده. نو مونږ مسلمانان او په تیره بیا با غیرته افغانان هم باید چی د سولی په دی ټغر سره راټول شو، او خپل شریک دشمن له منځه یوسوو. الله تعالی دی هر افغان ورور دی ټغر ته په منډه راولي، تر څو نور نو افغانی میندې خویندی کونډې نشي، او بچي یی یتیمانان نشي، او په افغانستان کی یو تل پاتی سوله رامنځته شي او خپل دین اسلام ته او خپلو ورونو مسلمانانو افغانانو ته د خدمت جوګه شو او په نړۍ کی یی د اسلامي نوم له برکته نوم روښآنه کړو

    والسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته

  31. خدای د اجر درکی چی د افغان مظلوم ولس لپاره مو خپل قیمتی وقت کی یوه برخه تاکلی د نورو هلو زلو په هیله مو چی وطن کی مو تل پاتی سوله حاکمه شی .

  32. تر هر څه د مخه دملا معتصم اغاجان څخه مننه کوم چى د ډيرو هلو ځلو وروسته په دي موفق سو. او د داسي فکر لرلوسره مونژ د نوموړي سره هم نظره او دغه عظيمه کړنه يي ستايو

  33. اغاجان معتصم ته دهغه په هڅه هر کلی وایم نیک ګام یې پورته کړی الله تعالی دي نور هم وس ورکړي چې دخپل تحریک رهبري او افرادو ته ددې ذهنیت ورکړي چې سوله دجهاد ارمان ، اساسي هدف دی او دجهاده ثمره ده سوله د هر افغان او هر مسلمان خوښه ده جګړه دې ورکه شي رنګ دې ورک شي خو ستونزه داده چې جګړه او سوله دواړه زموږ له واکه وتلي ، نور دي چې کله مو دجګړې ګرم تناره ته ټېل وهي او کله دسولې پکی راته وهي او ددې په ځای چې موږ پرې ساړه شو دجګړې اور لا راته په لمبو کړي ، هغه سوله چې په لومړي ځل طالبانو دکندهار له سپین بولدک را شروع کړه او عمومي خلع سلاح ته یې لاس واچول هر افغان یې هر کلی وکړ خوکله چې طالب جان دقدرت ګدۍ ته ورسیدو او دسیمې شیطانې کړیو جال تر ې تاو کړبیا تر هغه ټوپکمار ډیر بدتر شو چې همدې طالب یې په ورکولو کې په زرګونو ځوانې مرکنډۍ پرېکړې ، بیا هغه سوله چې د B-52 دکوترو په وزرو کې راغله دجګړې اور دومره ورسره شعله زن شو چې افغانستان خوپرېږده سیمه یې په لمبو کې راګیر شوه سوله ریښتیا هم دجګړې خور ده داچې سوله مخته ته ده که جګړه دا هغې معما ته ورته ده چې چرګه مخته پیدا شوي که هګۍ په هرحال دمعتصم صاحب دسولې خبره که هر څومره ناوخته ده دافغانستان په نسبت موږ ته بیا هم وختي ښکاریږي ماهی چې هر وخت له ابو را وخیژې تازه دی خو دې ستونزې ته یې پام را ګرځوم چې دسولې په توصیف او تعریف څه نه جوړیږي بلکه دسولې لپاره یو داسې میکانیزم خپلول اړین دي چې دجګړې ذیدخلو اړخونو لپاره دمنلو وړ وګرځي ، او یا که هغه ونه شي لا اقل دومره خو وشي چې په افغانستان کې داوس مهال دسوله غوښتونکو اړخونه سره هماهنګ شي زه په دې باور یم چې په افغانستان کې ډیر کم خلک جګړه غواړې هغه هم هغه ډول خلک چې پردیو ته عسکري کوي دملت اکثریت دسولې طرفدار دی که په خپله دسولې ګروفونه په خپلو کې په یوه مشروع میکانیزم سره متفق شي افغانان به یې تر بل هر چا زیات ملاتړ واوسې.

  34. ازجناب محترم ملاآغاجان معتصم جهان سپاس که به ارتباط وحدت مسلمین وآینده کشور عالمانه تصمیم گرفته وواقعآ مطابق دستورالعمل اسلام با ید چنین تصمیم گرفته میشد بخا طرقدرت دنیوی نباید اولاد این ملت غیور قربانی گردد اصل حقیقت درین جاست که چرا مقصر اجنبی ها با شد ازجنگهای 35 سال قبل تا الحا ل با ید عبرت گرفته میشد آنهایکه عاشق قدرت دنیوی است ملت چرا آگاهی حا صل ننمود ودرعقب آنها به قربانی سر ایستاد بوده ودفاع مینمایند وزیرنام اسلام هریک خود را نسبت به دیگران ترجع میدهد. دراخیر ازهمه دوستان اهل علم وقلم تقضی مینمایم که راه بیرون ازین مشکلات ممکن مربوط به خود افغانها باشد وازدشمنان خودتوقع حل قضیه افغانستان نداشته باشیم اختلاف را پشت بگذار وراه بیرون رفت ازاین مشکل با ید جستجوگردد . موفق باشید

  35. ډير اعلي او خکلي نظر دي او يقيني ده چه په صلحه که خير او سکون او دافغانانو ګټه ده بايد چه دملا صاحب په نظر عمل کوړل شي

  36. الله د نور افغان ملت د هر ډول کړاونو نه خلاص کړي او یوه دوامداره صلحه د الله ج راولي… ستاسې دا پیغام د افغانستان د مخالفینو پر مخ یوه کلکه څپیړه ده.
    هره مرمی چې په افغانستان کې د ټوپک له خولې وځي، هغه د افغانستان په تاوان ده.
    الله مو د صلح په راوستلو کې کامیابه کړه.
    والسلام علیکم ورحمت الله….

  37. ترهرڅه ګران اودرانه مشرته سلامونه اونیکې پیرزوینې: ډیره اوږده اوهراړخیزه لیکنه مولیکلې ده اوتاسې باوروکړۍ چې دهرواقیعي افغان دزړه هیلې پکې رانغښتل شوي دي. خدای پاک دې وکړي چې دغوهیلوته دعمل جامې ورواغوستل شي اوپه هیوادکې دتل پاتې سولې اونیکمرغي سبب ورګرځي. په تیروتقریبا ۴۰ کلونوناخوالوکې له شمیره اوښتي بې ګناه افغانان (ځوانان، ځوانانې، مشران، شځې، ماشومان) خواراپه ډیره بې رحمۍ په شهادت ورسیدل چې له امله یې زموږبچي یتیمان شول له مکتب اوپوهنې لیرې په غربت کې پاتې شول، میندې موکونډې شوې، دخپلوبچیوپه مرګ یې زړونه وژړیدل، همدارنګه موپیغلې اوځوانې نجونې دخپلوپلرونواوورونوپه مرګ وژړیدی او بې پته شوې، په ګاونډیوملکونوکې یې په ډیروسختیواومشکلاتوکې دهرچاپیغورواورید. دافغانستان جنګونه په افغانانوله بهره تپل شوي دي دادافغانانوجنګونه نه بلکه دبهرنیودګټوپه پلاشروع شوي دي چې له امله یې په میلونونوبې ګناه افغانان په یواوبل نوم خواراپه بې رحمي په شهادت ورسیدل. محمودخان اڅکزی صیب وایي چې دنیاوالودځنګلي ځناورودوژنې لپاره قانون جوړکړی اوهغه ځناورکې وژل کیږي نوپه شماربه وژل کیږي ولې دافغان اوپه خاصه توګه دپښتون دسرهیڅ ارزښت نشته. دباچاخان خبره لابه یوکیږوکنه ورکیږو! که مولاسونه سره ورکړل کیدای شي چې راتلونکې موروښانه اوسي.
    خدای پاک دې دمولوي صیب دغه خبرې دښې اوروښانه راتلونکې په لورمثبتې ثابتې کړي څوګران وطن مودتل پاتې سولې برخمن اوهیڅ غلیم ته پکې دهیڅ رازمداخلت اولاسوهنې زمینه برابره نشي.

  38. ګرانو دوستانو تاسو باور وکړی چی کله می دغه لیکنه لوستله نو ټول وجود می په لاړزه باندی راتلو هغه داسی چی داسی وخت راورسیدلو چی دوی داسی پریکړه وکړه چی د جنګ او جګړی څخه نور څه نه جوړیږی او سوله یوازی د وطن او ولس دپاره ده ، نو زه په خپل ورسره ددی پیغام مبارکې ټولو افغانانو ته وایم او خدای تعالی دی وکړی چی همداسی وشی

  39. دصلحي دلياري دمسلي حل کول غو ښتنه د ټول افغان مسلمان او زوريدلي اولس دزړونو ژغ دي چه ديو باشعوره او با حساسه طالب مشر لخوا را پورته کړيشويدي بايد چه ملا تړ يي وشي

  40. دطالب مشرمحترم مولوي آغا صاحب ډير شه نظر دي مونږه ورته دډير قدر او اهميت په سترګو ګو رو تاييد يي کوو اوداسي راتي ښکاريږي چه ديو واقعي لخلص افغان په حيث يي دټول اولس نماېندګي کړيده

  41. دښاغلي اغا صاحب غوشنته دګران هيواد اوافغانانو دروان حالت لپاره ډير يو واقعي او په زړه پوري او دمنلو وړيو پروګرام دي او اميد لرم چه تل لپاره جګړي ته دپاي ټکي دي او لکه اغا صاحب چه ويلي دي چه ديوه هيواد داخلي شخړو او ياهم ددوه هيوادونو تر مينځ دلا نجي داېمي او واقعي حل لياره صلحه او روغه جوړه صحيح علاج دي اودآغا صاحب په تاييد مونږه دکشمير مسله پيش کولي شو چه دادي تقريبا دشپږ شپيتو کالو راهسي پري زمونږه د ګاونډي هيوادپاکستان او هيند تر مينځ جګره او تاوتريخوالي دوام لري خو لاتراوسه حل لا څه کوي چه دجنګ دلياري يي دحل امکانات هم په نظر نه راځه او دا په يقين سره ويلي شو چه که دومره او يا څو دومره نوره موده که هم تيره شه نو په جنګ به حل نشي که حل کيږه نو بيابه هم دروغي جوړي او دصلحي دلياي حل کيږي نو راځي چه افغانان سره دخبرواو صلحي ميزته سره کشينو او ده نفرتونومخالفتونوبد بينييو او جنګ جګړو ته دپاي ټکي کيدو او نور نو افغان اولس ته هم په نړي کي دارام او سوکاله ژوند تيره ولو وخت او حق ورکړو

  42. محترمه د افغانستان جګړه بین الافغانی نه بلکی د کفر او اسلام او د اشغالګرو پر خلاف او د خپلو د حقوقو د اثبات او اعلا کلمت الله لپاره حق جهاد دی او دیته بین الافغانی جګړه ویل نه دا چی حق پټول دی بلکی ستاسی د سابقه اعمالو لپاره د خسران سبب کرځی
    لطفا ستاسو څخه هیله کیږی چی په احتیاط سره قدم کیږدی

  43. گرانو لوستنکو:زما پہ خیال خو واللہ داسی خبرہ یی کړی کہ چا لږ عقل ھم درلود ھغہ بہ لہ دی حقیقت څخہ اعراض و نہ کړی۔ ملا اغا جان صیب دومرہ خوندورہ او پہ زڑہ پوری ارادی لری چہ یقینا د ھر یو افغان زڑہ ارمان او خواھش دی،اغا جان اللہ تعالی دی دغہ غونډ مبارک کړه او خدای دی پہ خپل گٹټور پروسہ کی ترقی در نصیب کړی۔

  44. ډير نيک د ستايلو او د ولس د غوښتني سره سم اقدام دی! پر ښو تلوار پکار دی، پدې هيله چې هرڅومره ژر کيږي د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره عملي ګامونه واخيستل شي

    جنګ بربادي، تباهي او انسان وژنه ده، جنګ دستونزودحل لاره نه ده! سوله د هر چا په ګټه ده،سوله د نیکمرغۍ، سوکالۍ، پرمختګ او عزت لار ده
    دا یوحقیقت دی چي سوله انسانان ښيګڼوته رابولي، په سوله کي امنیت، ثبات او علم دی، په سوله کي عزت دی، سوله پرمختګ دی، سوله برياليتوب دی، سولې ته دځمکې دسرهرانسان او ژوندی موجود اړتيا لري، دسولې ژوند ډيرخوږ وي، داسلام مقدس دين هم په سوله ټينګارکوي. سوله دانسان دژوند هره غوښتنه پرځای کوي، زموږ د ګران هيواد افغانستان ټول عام وګړي سولې ته ډير زیات تږي او په انتظار دي، اود ډیروکلونو راهيسي دسولې په ارمان دي، او د درو لسيزو جګړوهيوادوال دومره ځورولي چې يوازې او يوازې د سولې او امنیت غوښتونکي دي. که رښتيا هم په افغانستان کې ښکيل اړخونه د هيواد اوملت سره مينه لري اوپرخپلو خلکو يې زړه سوځي او دملت د هوساينې او نيکبختۍ لپاره کارکوي نو راځئ چې يوازې او يوازې د الله جل جلاله د رضا د حاصلولو او ددې ملت د روښانه راتلونکي لپاره کار وکړو خپلې شخصي ګټې شاته پرېږدو د ملي ګټو لپاره کار وکړو او هغه لاره خپله کړو چې هم مو په دنيا کې ژوند نیکمرغه شي او هم مو په آخرت کې بریالیتوب په برخه شي

    د پياوړي، سوکاله او يوموټي افغانستان په هيله

  45. ډير نيک د ستايلو او د ولس د غوښتني سره سم اقدام دی،! پر ښو تلوار پکار دی، پدې هيله چې هرڅومره ژر کيږي د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره عملي ګامونه واخيستل شي

    جنګ بربادي، تباهي او انسان وژنه ده، جنګ دستونزودحل لاره نه ده! سوله د هر چا په ګټه ده،سوله د نیکمرغۍ، سوکالۍ، پرمختګ او عزت لار ده
    دا یوحقیقت دی چي سوله انسانان ښيګڼوته رابولي، په سوله کي امنیت، ثبات او علم دی، په سوله کي عزت دی، سوله پرمختګ دی، سوله برياليتوب دی، سولې ته دځمکې دسرهرانسان او ژوندی موجود اړتيا لري، دسولې ژوند ډيرخوږ وي، داسلام مقدس دين هم په سوله ټينګارکوي. سوله دانسان دژوند هره غوښتنه پرځای کوي، زموږ د ګران هيواد افغانستان ټول عام وګړي سولې ته ډير زیات تږي او په انتظار دي، اود ډیروکلونو راهيسي دسولې په ارمان دي، او د درو لسيزو جګړوهيوادوال دومره ځورولي چې يوازې او يوازې د سولې او امنیت غوښتونکي دي. که رښتيا هم په افغانستان کې ښکيل اړخونه د هيواد اوملت سره مينه لري اوپرخپلو خلکو يې زړه سوځي او دملت د هوساينې او نيکبختۍ لپاره کارکوي نو راځئ چې يوازې او يوازې د الله جل جلاله د رضا د حاصلولو او ددې ملت د روښانه راتلونکي لپاره کار وکړو خپلې شخصي ګټې شاته پرېږدو د ملي ګټو لپاره کار وکړو او هغه لاره خپله کړو چې هم مو په دنيا کې ژوند نیکمرغه شي او هم مو په آخرت کې بریالیتوب په برخه شي

    د پياوړي، سوکاله او يوموټي افغانستان په هيله

  46. جناب آغاصاحب محتر بسیار یک معلومات خوب ودل چسب بود خداوند همیشه آرامی وصلح را درکشور ما بیاورد

  47. الله مو راوله کاش چی دا پیام ستاسی حقیقت ولری او داسی وشی نور انشالله افغانستان کی به خیرو خیرت وی ولی باید انتقالی عدالت تامین شی دلته ملت دیر تاوان ورکری دی ته هم محاسبه پکار ده

  48. ډیر معقول مثالونه دي. د ایران او امریکا مذاکرات د پاکستان او طالبانو مذاکرات. لږ فکر وکړئ که جنګ تر سولي او خبرو اترو غوره وای نو امریکا به ولی د ایران سره جنګ نه کولای، په داسی حال کي چي د امریکا او ایران د فوځی طاقت بیخي پرتله کیدای نسی او امریکا به په دي جنګ کي معلومدار برلاسې وي. خو بیا هم امریکا د خبرو لاره بهتره بولي ولی؟ معلومداره خبره ده چي سوله تر جنګ غوره ده. سولي ته مخه کول هیڅ کله ددې معنا نه لري چي ګواکي سوله غوښتنونکی طرف نور د جنګ توان نه لري بلکی دا ددي معنا داده چي سوله دغوښتونکي طرف سره د جنګ په پایله کي د زرګونه مړه کیدونکو، بي ځایه کیدونکیو او در بدره کیدونکو بې ګناه خلګو احساس دی. نو راسئ د با احساسه افغانانو او انسانانو په صفت خپل وجیبه سرته ورسوو.

  49. Peace and brotherhood is the only way forward, no nation in the world can move forward toward development without peace. Time has that all Afghans should sit together one table and work together for the reconstruction and development of the country. We cannot afford anymore fight in this country let’s be part of this democratic political system and have a little mercy on our children.

  50. یک فرصت بسیار خوب است برای کسهای که هنوز هم به نفع دیګران در مقابل کشور میجنګد که به پروسه صلح زیر قیادت کسهای وطن پرست مثل آغاجان متصم بپیوستند. در ۳۶ سال ګزشته بر همه یی ما و شما بهتر معلوم شد که جنګ هیچ وخت حل منازعات نیست، منازعات تنها از راهی مذاکره و دایلوګ حل شده میتواند.

  51. Hope all Taliban and other opposition groups will realize and accept follow this press release of Taliban Islamic Movement. This is a realistic step by this movement toward peace government and public should support this initiative and give all possible chances to peace. With peace we can compete with the world and neighbors, with peace we can bring prosperity to our homes. Don’t let others to use you anymore and be united to build a greater Afghanistan.

  52. نور نو باید افغانان په خاصه توګه تیر ایستل سوي کسان راویښ شي او د همسایګانو د مثالونو څخه ښه ګټه وا خلي او د سولې کاروان ته لبیک ووایي.

  53. Really a pleasant news that reading, I hope it will be not just in the paper and just in the media but I hope it will be in practical. Some our friends in above comments has blamed the taliban that doing socide attacks on the Muslims, in the Masjid, in the Schools etc, but it is my message to them that the real Taliban never do this attacks, because the real Muslim never do this. We all know that the dower of these kinds of attacks that killing the innocent people are the enemies of Islam and Afghanistan, So the real Taliban are Muslims and from our dear Land Afghanistan and never will destruct their Home land Afghanistan. Now every one know that who are the enemies of Islam and Afghanistan, they are Just (America itself, Iran and Pakistan).

  54. Masha Allah.Allah pak di staso jaid o jahd qabol krai aw Allah di pa Afghanistan ki rishtnai sola rawali aw Allah di tol afghanan sara yaw motai aw yaw qowat kri,muhtarama aghajana khpali da spaisali mubarai zai idama warka da Allah nasrat ba insha allah sta sara v kaidaisi chi diri khabari ba dar ta wasi aw diri zwan mardana khabari ba wawrai kho taso ba sabar kawai chi somra sabar kai Allah ba homra ajar dar kavi,Wasalam

  55. محترم ملا آغاجان معتصم صاحب
    خدای پاک دي تاسې ته ستاسې د نيّت اجر او ثواب درکړي خو يوه خبره درته وايم هغه دا چې نن له تا سره مال او پيسې دي، تا ته خدای عزت او حيثيت درکړی، تا ته خدای شهرت اودولت درکړی، ستا د قدرت او اقتدار لمر د نړۍ په اسمان ځليږي، نن ورځ ته څوک سم نه پيژنې بلکي تا خلک سم پيژني. نن ورځ ته د امين او خاين فرق نسې کولای، ځکه ته ملګرو ته ضرورت لرې، ته د کار خلکو ته اړتيا لرې، خو زه يو حقيقت درته وايم چي چاپلوسان، متملقين او اهل غرضه خلک له همداسي خلکو په همداسي وخت کي استفاده کوي. هغوي غواړي چي تا ، ستا نوم، ستا حيثيت او عزت دخپلو ذاتي ګټو او مفاداتو لپاره استعمال کړي او چي څه وخت يې خپله وانه وکړه، تا به پر ميدان يواځي او تنها ايله کړي او دوي به خپله لاره وهي.
    پام چي لاره خطا نکړې، پام چې د چاپلوسانو او اهل غرضه مشاورينو په خبرو کي رانشې، پام چې تفرق او انشعاب ته زړه ښه نکړې. پام چي خپل د سنګر او دفتر د ملګرو زړونه زخمي نکړې.
    امارت د ګل آغا اسحاقزي نه دی چې د هیروينو کاروانونه یې د ایران او ترکيې له خاوري يونان او اروپا ته ځي، امارت د ذاکر نه دی چي له يوې خوا د امريکا او دولت په خلاف د وسله والي مبارزې چمپين دی او له بلي خوا یې ورور په دوبۍ کي له ملګرو ملتونو سره د مجاهدینو په سر انفرادي سوداګاني کوي، له کفارو پيسې او امتيازات ترلاسه کوي او له هغوي سره سري او خفيه معاملې کوي.
    امارت د اخترمحمد منصور د پلار ملکيت نه دی چي په متحده عربي اماراتو کي د الثرياء په نامه د سوپرمارکيټونو ځنځير لري، په متحده عرب اماراتو کي د يوکراين له سوداګرو سره په هوايي کارګو شرکت کي ونډه لري، په کراچۍ کې بلډنګونه او پلازې رانيسي، د میاشتي شل شپې په دوبۍ کي وي او لس شپې پبه مري او ايبټ آباد کي وي.
    امارت د متقي د کور مينځه نه ده چې له يوې خوا خلک له دولت سره د کار او همکارۍ په تور وژني، ويډيوګانې يې ډکوي او بيا یې د فرهنګي کميسيون خلک او خپله د متقي وروڼه په مستعارو نومونو او آيډي ګانو په اجتماعي رسنيو کې خپروي او ورسره ليکي چې هر مرتد چي له دولت سره کار کوي انجام به یې دغه وي، خو په خپله د کابل د ادارې له چارواکو سره د هرات د انجيل او ګذرې د ولايتونو د رخامو په معدنونو کی شريک دی. دولت ته یې دوه لکه ډالره تامينات ايښي دي، د هر ټن مال ټيکس دولت ته ورکوي، له هغه ځايه رخام پاکستان او له دغه ځايه یې له پاکستاني جنرالانو سره په شراکت خليج چين او اروپا ته استوي….!!!
    امارت د شهيدانو، د هغوي د يتيمانو او په سنګر کي د پرتو مجاهدينو او بالآخره د ټول ملت او ټول امت ګډ میراث دی چې بايد د اسحاقزیو، د هیروينو د قاچاقبرانو، د آي ايس آي د نوکرانو او د اهل غرضو منافقينو متلمقينو او غوړه مالانو له انحصاره بايد وايستل شي.
    خو داسي بايد ونشي چې دغه امسا يو مخيزه ماته کړای شي، د شهيدانو د وارثانو دغه کور خراب کړای شي. که یو ځل دغه ستر کور ويجاړ سو نو ته به تنها سره د باطل هیڅ مقابله ونکړای سې.
    زه وايم…!
    راځه، د امارت د حراست او حفاظت په فکر کي سه. ملاصاحب راپيدا کړه. هغه ته ووايه چي خدای ته وګوره یا امارت ته رامخکي سه يا اعلان وکړه چي تير يم تر امارت. موږ به یي سمبال کړو.

  56. Tar de wrosta nor sa na patikizhy che de soli khand si. Aus ba de mily wahdat doshmanan sa wayi. Kor mo wadan aw khoday mo mal aw malgary day inshallah sola ba rasi, hagha ham tar de nawoli intakhabato damakha. Tar isghal lany takany hes mana nalry.
    Manana

  57. دا خو یې هوښیارې خبرې کړې دي، خو داسې یې ویلی دي لکه چې دا جګړه چې دوی نه، مونږ توده کړې وي، او دوی د سولې سپینې کوترې وي، او که داده چې اغاجان معتصم د هغو طالبانو برخه نه ده چې د مسلمان وژلو ته اخترونه کوي، او یو امریکايي تر کلونو پورې روغ رمټ او په غوښو پټ ساتي. دا اوس څه خبره ده؟ څوک په دې حقیقت پوه دي چې دا بیل طالب دی او هغه وینه څښوونکي نور دي که څنګه؟ که د هغو وینه څښونکو له خوا دا پیغام وي، خو لکه دوی چې هم انسانان شوی وي، او ایمان یې راوړی وي، بیا نو بلا پسې که، وبه وایو چې پخوا بې دینه وو، اوس په اسلام مشرف شول، او ګناهونه یې پاک شول، خو چې اوس سوله راشي. که څوک خبر وي لږ خو مو دې دا سر راخلاص کړی

  58. دملا آغا صيب طرحه پيغام دمنلووړ او مناسب طرحه ده او داچه په دي هکله ځيني مبصرينو تيزه او منفي لهجه استعمال کړي دا سي خلک په حقيقت کي په هيواد کي دسولي غوشتونکي ندي او نه غواړي چه په هيوادکي دي دافغانانو تر مينځ لانجه حل اوفصل شي او که رښتيا راباندي وايي ډير بهرني دشمن قوتونه دهم دي هدف لپاره کار کوي چه دافغانانو تر مينځ دروغي جوړي هره پروسه په څه ناڅه طريقي سري ګډه وډه او دنا کامي سره مخ کړي نو افغانانو ته ضروري ده چه واقعيتونو ته وګوري اووه يي مني دهرچادښي خبري په کلکه ملاتړوکړي او په اتفاق ورسره ودريږي او په دي هکله دکوم بد خواه دسولي دمخالف هر چاماچا خبري ته ونه ګوري

  59. شاغلي مولوي اغا صاحب او دتاند کارکوومکو ته سلامونه او نيکي هيلي زه پخپل نوبت کي دنوموړي دادسولي ژغ تاييد کوم او دا دهر کړيدلي او ربړيدلي افغان وګړي ضروت بولم او په دي معتقد يم چه هرهغه څوک به يي هم ملا ټر وکړي او ورسره به متفق شي چه نورنو په هيواد که جنګ نه غواړي

  60. Mullah agha jan mutasim yawo rekhtene awo sola khwakhawonke insan day Allah pak de e pa khpalo karono ki kamyab awo mowafiq lare , pa likana mo der zeyat koshala sho , da tolo afghanano da arzo da Allah pak di e staso pa lasono pora kre

  61. من بحيث يک افغان پيام صلح ازجانب معتصم صاحب يکن اقدام خيلي معقول تسليم مي نمايم ودرتاييد ايش اظافه مکنيم که صلح يک حيثيت اسلامي ميدارند واسلام هم پيروان خود رابه صلح راهنما يي مي کند

  62. دګران هيواد په اوسني وخيم وضعيت کي او دهيواد وال چه ديو ډير نهايت مشکل صورت حال سره لاس په ګريوان دي نو په دي تورو تياره وختونو کي روغه جوړه او صلحه دلمر څرک پشان دي اورسول الله [صلي الله عليه وسلم] سره لدينه چه دمشرکانو سره يي جنګ وه او بيا يي هم په حديبي کي دمشرکانو سره صلحه په داسي سختو شرايطو منلو سره وکړه چه په ظاهره يي منل صحابه کرامو ته يو قسم خپل ذلت يا کمزورتيا ښکاريدله او په حقيقت کي په ده وختونو کي مسلمانان په کافرانو برلاسي هم وه او بايي هم صلحه وکړه نو افغانان چه ټول سره مسلمانان دي ولي سره صلحه نشي کولي؟
    همدارنګه رسول الله صلي الله چه کله مديني منوري ته هجرت وکړ نو ديهودو سره يي دصلحي معاهده وکړه نو اياافغانان سره ولي صلحه نشي کولي ؟ او ولي داسي نکوي چه ترپه تير او تير په هير سره نو رنو يو موټي او متحد شي او دخپلو ذهني صلاحتونو په ذريعه اول خپل هيوادداسلام دسيوري لاندي ودان جوړکړي او دنړيولو ده داسلام عدل افصاف او اتفاق فوائد وروښايي

  63. سلامونه
    د هر جنگ پاي صلحه ده او طالب ورونه به تر سو قرباني د پرديو د أهدافو وي نور بس دي. د پرديو جنگونو موژ افغانان او افغانستان د جهان له كاروانه وروسته پاتي كرو.
    بايد چه زر تر زره سياسيون ديالوگ پيل كي او افغانستان له د بدبختيو وباسي.

    مننه او بريالي ووسي ملا صاحب معتصم اغا جان دا خبرتيا نه وه د افغان ولس ارامان او هيله ده

    په هيله د يوالي او سمسور افغانستان

  64. ټاکني د سولي د راتګ بغیر رشتیا هم هیڅ ارزښت او د کامیابیدو چانس نه لري ځګه چې د اولس یو ډیره لویه برخه نه سي کولای چې په ټاکنو کي ګډون وکړي او پاتي نور یې د ویري تر چتر لاندي ګډون چي دا په نسبتاُ ارامه سیمو کي هم په د رایه ورکوونکو کچه را ټییټوي چي دا ټاکني د اولس د اصلي ارادې ښکارندوي نه سی کولای..

  65. ډیر ښه زیری دی. هیله ده چې ټول هغه مشران چې په پورته ذکر سوې غونډه کې یې ګډون کړی وو پر هغه کسانو چي د دوی تر نفوذ لاندي دي او په جګړه کي ښکیل دي تاکید وکړي چې نور د اففانانو د کورونو د ورانوولو څخه لاس واخلي او په ګران هیواد کي د سولی په راوستلو کې خپل مثبت نقش بازي کړي. ژوندي اوسئ.

  66. بسیار مثبت پیام است باید از سوی همه جوانب ذیدخل پذیرفته شود، اګرچه یک کمی ناوخت شده مګر یه نا وخت شدن دلال منطقی از خود دارد که در او اشتباهات همه جوانب بشمول دولت افغانستان و جامعه بین المللی پنهان است. خو بازهم حال یک شانس طلایی است و از ای باید همه جوانب صحیح استفاده کند.

  67. دې ښکلي پیغام ته باید له هري خوا په ډیر احترام وکتل شي او جدي ونیول شی ځکه چی افغان جنګیالی هر وخت په دومره سړه سینه او داسي بې قیده او شرطه وړاندیزونه نه کوي. باید له یاده و نه باسو چي د طالبانو د رژیم له ړنګیدو وروسته اکثره طالبان خپل عادي ژوند ته د ستنیدو لیواله ول او د حکومت پر ضد یې د مقاومت تکل نه درلود او تر څو کالو یې ونه کړ خو دا ددې حکومت او نړیوالي ټولنی بې ځایه ظلمونه وو چي طالبان یې دې مجبور کړل چي بیا ټوپک ته لاس کړي او د خپل خلاف روان ظلم په بدل کي همداسی د مخالف لوري سره وکړي. حکومت باید ددې اوسني نوښت کلک ملاتړ وکړي ترڅو یې خپل پخواني تیروتني تر یو حده اصلاح کړي وي.

  68. صلح په يوه ليکنه منځ ته نه راځي ، بلکه په عمل سره چي د جنګ څخه لاس اخستل دي منځ ته راځي چي زما په نظر
    معتصم اغاجان په اوسني جنګ کي ښکېل نه دی ، هغه طالبان چي په جنګ کي ولاړ دي هغو طالبانو پر ده باندي هم
    ډزي وکړې زخمي ېې کړ او مجبور سو چي پاکستان پرېږدي او ترکيې او اوس په عربي اماراتو کي ژوند کوي ٠ډېر
    وخت نه کيږي چي د فريد مژده ټليفوني خبري چي په پاکستان کي ېې د کوم طالب سره کولې او د مژده غوښتنه دا وه
    چي بايد دا روښانه سي چي معتصم اغاجان د طالبانو نماينده نه دی ٠
    صلح او ارامي د هر افغان غوښتنه ده هرڅوک چي د صلحي په راوستلو کي کومک کولای سي کور ېې ودان او د صلحي دښمنان هم معلوم دي پاکستان او دغه ګناهګاره مولاناګان ېې، اېران او صيغه اي اخوندان ېې، طالبان او د افغانستان په دولت کي مفسدان، غاصبان، ادمخوران، قاچاقبران او لوړ پوړي جا هلان ٠
    دا چي معتصم اغاجان څومره طالبان له ځانه سره لري دابه وروسته معلومه سي ، خو زه فکر کوم چي دغه ليکنه به د
    کرزی د غوښتني په اساس چي خلګو او جهان ته داسي ښکاره کي چي طالبان ېې نور صلحي ته تيار کړی دی ليکل سوې وي په داسي حال کي چي هغه طالب چي په افغانستان ځانمرګي کوی هغه د پاکستان تر امر او قومانده لاندي دي٠

  69. قال الله تبارك و تعالي

    (فا صدع بما تأمر وأعرض عن المشركين)

    ملا اغا جان صیب خدای دی خیر در کړی چی لږ د افغانانو سرہ حوصلہ لري او د افغان قوم پہ خوږ او درد پوھیږي او د ھغہ د حل لپارہ ھلي ځلی کوی ، مونږ خو په دغه ۳۶ کاله کی تر ووسه پوری داسی یو مخلص کس نه کو پیدا چی زمونږ لږ غم ورسرہ وی او د خپل ھیواد په خوږ پوھیږی۔
    اللہ تعالی خو دی زمونږ افغان قوم او نورو طالبانو او سخته ریزہ کسانو ته ھدایت ورکړی او خدای دی دوی پہ دا خبرہ پوه کړی چی کوم کار چی وس راوان دۍ دا دویۍ په حق کی دۍ په ھم دغه کار کی د دوۍ گٹه دہ۔
    ستا غم دی خدای نه راکوی اغا جانه تا ته دی خدای پہ دې لاره کی ترقی در نصیب کی او خدای دی د ای ایس ای او د ھر ھغو کسانو له شر څخہ وساته کوم چی د افغانستان و ناجوړی ته ناست دی۔
    کلہ چی می ستاسو دغہ پیغام ولیدۍ ډیر خوشحال سوم او یو امیند را پیدا سو چی داسی معلومیږی چی د خدای خصوصی رحمت متوجه سوۍ دی۔
    کلہ چی می ستاسو دا پیغام ولیدلی پہ دستی می ھغہ د حضرت خدیجہ رضی اللہ عنھا قول را پیاد سو چی رسول اللہ صلی اللہ علیہ وسلم تہ يي ھغہ وخت کڑی وو کلہ چہ پر دہ باندی وحی نازل سوې وہ او دۍ ډیر سخت خفه وو او نه پوھیدۍ چی څه به ورسرہ کیږی۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
    ھغہ وخت بی بی خدیجی مبارکی داسی ورتہ وویل۔

    ‎انك لتصل الرحم ،و تُقرئُ الضیف،و تحمل الکلَّ و تُعین علی نوائب الحق، فلا یُخزیكَ اللہُ ابدا}}

    یعنی تہ خو دا سی کس یی چی صلہ رحمی کوي، د میلمه عزت کوي، او د مسکین او بي وزلی کومک کوي، او د حق پہ جمله امورو کی مرستہ کوي، نو تا بہ خدای ولی رسوا کوی او ولی بہ تا خدای نا مرادہ کېی، یقینا داسی نہ سی کیدای ، ته به ھميشه خوشحال یی او ستا دغه دین او دعوت به اللہ تعالی ډیر ژر په ٹوله نړۍ کی روښانه کوی۔
    گرانو ورونو:
    همدغه مثال د ملا اغا جان دی ، د دہ پہ حق کی زہ یو سپیرہ او ناتوانه جمالۍ مجاھد او یو بي وزله او خوږمند طالب دا خبرہ کوم چی کہ چا ھم د ملا اغا جان اتباع وکړہ قسم دی وی په ھغه ذات د چا په لاس کی چی زما مرگ او ژوند دۍ که به ھغه بي لارہ وی۔
    زما مشرانو وروڼو:
    زہ دا دومرہ خبری ھسی نه کوم، زہ دا پہ دی کوم چی زما خوندي او ورونه زمونږ د خپل افغان پہ لاس او د امریکایانو پہ لاس بي ناموسه او بي عزته سوی دی،
    کہ چرتہ مونږ سرہ یو، وای زمونږ پہ میانځ کی اتحاد او اتفاق وای نو وس به دا نوبت ولی راتلی۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
    اللہ تعالی دی مونز ټولو ته ھدایت را کړی او خدایدي په خپل میانځ کی د اتحاد او اتفاق توفیق راکړی۔
    {آمین}
    والسلام

  70. قدرمن ملاآغا جانه ! تاته سلام کوم او ستا ددي اقدام هر کلي کوم او داسي يقين وکړه چه صرف زه نه بکله ټول افغانان درته سلام اودعاکوي او ستاسو پشان سپيڅلو هستيو سره په اوسني وخت کي هم دا ابتکار مناسب دي
    او داچه يو نا پيژاند تبصره کوونکي د قهر او ستاسو څخه دبد بيني اظهار کړيدي نو زه به داووايم چه ددي نفر همدا ظرفيت دي او عرب وايي : کل اناا ينضح بما فيه او همداسي بد خواه دي د وطن او ملت دغميزي داوګديدو غوښتونکي انسان دي اصلي يي زړه په بددي چه طالبان ولي چي داسي څه خبره وکړي چي په هغي سره تريني خلک خوشحاله شه او پري دخلکو اعتماد مضبوط شي نو لکه چه ويل کيګي دل بد بهانه بسيار داسي کيفيت يي اختيار کړيدي او هغه دچا خبره په او تو بوتو سر دي او وايي چه دطالبانو اوس عقل سر ته را غي دادده وړه خوله او غټي خبري دي
    کيديشي چه يا خو به پخپله دده عقل اوس سرته راغلي وي او يا خو به ددي پخوا دهيواد دحالاتو څخه نا خبر پخپل کار کي مصرو وه او يابه چيري په کوم غربي هپيواد کي ميشت وه
    نو ښاغليه نا پيژانده ! تاته دي معلومه وي چه دطالبانو دتحريک دشروع څخه دصلحي پيلامه او دصلحي ي يو مقدس کاروان وه او هيواد جنوبي او جنوب غرب او مشرقي ټول ولايات ورته داصلي خپلواکو او مسلمانووطن دوستو جهادي قومندانو لخوادصلحي او روغي جو ري دلياري ورته سپارل شويدي ددي خبري تاريخ او ديادو سيمو ټول اوسيدونکي شاهد دي
    لکن متاسپانه چه دهيواد په مرکز او شمال کي دفرانسي او انګريزانو او امريکا يانو تنخواه خواره مسلط وه او دخپل اختيا رخاندان نوه نو دطالبانو سره يي دجګړي او مخللفت لياره غوره کړه ددي سره هم طالبانو دوي سره څو ځلي دصلحي کولو کوشش وکړ اما دوي ته خپلو بادارنو ددي اجازه نه ورکوله چه طالبان کله ميدان ښار ته را ورسيدل نو بيا يي هم کابل ته ورته دصلحي او روغي جوړي دعوت ورکړ هما غه وه چه پخلپه قومندان مسعود ديوي دسيسي په توګه طالبانو ته ميدان ښارته ورغي او دطالبانو لخوا يي ښه هرکلي وشو او ښي کاميابي مقدماتي خبري وشوي اما متاسپانه کله چه مسعود طلبانو ښه په خوشحالي او امن سره رخصت کړ چه داغدار او خائن کابل ته ورسيد نو سمدستي يي په جيټ جيګي الوتکو هغه ځاي سخت بمبارد که په کوم ځاي کي چي داغدار او پردي مزدور دامن او صلحي غو ښتو نکو دطالبانو باشعوره او فراست لرونکي مشرانو سره ناست اما هغوي ددي ځاي څخه تللي وه نو الله تعالي ددي جنګ ګوښتونکي شرخوښي انسان او خونخوار دشر څخه يي الله تعالي حفا ظت وکړ
    نو ګرانه ناپيژانده ! اول خپل سردي په واقعيتو نو خلاص که او ځان په حقيقت پوه کړي بيا نو قضاوت وکړه
    اوته په رښتيا او ايمان داري داووايه چه کله دي دصليبيانو لخوا په وحشيانه بمباردکي په کنړکي په سوزنيوکي تړي او زانګو ګانوپراته شهيدماشومانو هم زړه خپه شويدي کله دي دننګرهار ولايت دهسک ميني ولسوالي په هغه ناوي او دواده په زلمي هم خپګان خکاره کړي دي چه د وحشيانو په بمباري کي يي په نکريزو سره او دبنګړو ډک لا سونه دبدن څخه جدا پراته وه او کله دي دوردګو لايت کي په دهلکانو په ليسه دوحشانو دبمبارد له امله دمکتب محصلينو په ټوټه غوښو هم غوني زيګ شويدي
    او کله ده هم هغه وحشي صليبيانو ته دزړه څخه ښيراوي کړيد په زموننږه په بي ګناه هيواد ولو دشپي چاپي هي ښځي بي سرته کوي او ماشومان ويري وي او مشران يي شهيدا نوي شکنجه کوي او لاس تړلي يي ترينه بيايي
    اوکله دي هغه بي غيرته او بي وجدانيه جاسوسان ياد اردو او پوليس په بده ياد کړي چه په شخصي بد بينيو او رقابتونو غلط را پورونه ورکوي او بي ګناه هيوا دوال کړوي او زوروي
    اوس مي همدومره دماغو کار وکړ او هم دومره وخت راسره وه

  71. Masty Sapay
    Excellent message that has been given at this article by Mutasim Agha jan. all afghan arm, political and social groups should set on the table discuss the ways that how to put an end to the fighting, bloodsheeding and bringing long lasting peace to the great wounded Afghanistan. that is the reality that through fighting peace is impossible. we all Afghan should know that through multi Afghan dialog and discussion bringing peace is possible. also one thing to mentioned is that conflict of Afghanistan only and only can be solved through Afghans them selves. we should not wait for USA, Pakistan, and so on to bring the peace to Afghanistan. because we should know that they all have their own interests. for god sake try to understand. if u not understand right now. u will not understand forever.

  72. دطالب مشر ملا اغاصاحب په پيغام او په داسي رښتيني سرګندونو شکريه ادا کوم او ورته کور وداني وايم
    او دتاند شبکي قدرمنو کارمندانو يو خوپه دي کبره ډيره شکريه تري ادا کوم چه داپيغام يي هيواد والو او نړيوالوته دخپلي لياري نشرکه
    او دتاند شبکي قدرمنواو عزتمندو کارمندانوڅخه په دي خبره نو بيا ډير زيات خوشحال يم اوډير ترينه ممنون يم چه د يو تن ښاغلي ناپيژاند دتبصري په جواب کي يي زما ليکي تبصره کټ مټ نشر که ددي په دي کارنامي دا ويلي شم چه رشتيا چه تاند يوه بي پلوه او کاميابه شبکه ده

  73. پيغام مولوي صاحب معتصم را مطالعه نوديم جاي خيلي خوشحالي واطمئنان است که اين ګروه افغاني که يک تسلط ونفوذواقعي
    درکشور ميدارند وهم واز جانب ديګردرمردم محبوبيت هم ميدارند ماگفته ميتوانيم که دراين باره اين مردم انچه کردند که به دوش ايشان بودند ودراي موردمسئوليت خويش ادا کردند وپس از اين
    نوبت رسيده بجانب ديګرقضيه که عبارت است از دولت افغانستان که فرامون صلح در کشور کوشش بکند ودراين راه
    امکاناتي که دردست خويش دارند به کار به اندازد

  74. ديو طالب مشر او افغان قضيي يوه کار پوه لخوا په دګران وطن په دي کړکيچنو حالاتو کي د صلحي غږ پورته کول يقينا چه دوخت اهم ضرورت ده اوچه په افغانانو کي هرهغه څوک ددي ملا تړکوي يقينا دملت او وطن خوا خوګي وي
    اي محترمو افغانانو ! دجنګونوخو مو عملي تجربه کي دادي په لسګونو کلونه تير که چه نه پري هيواد اباد شو او نه خو پري سره افغانان سره متفق او متحد شوه نو راځي ! چه داځل دصلحي او روغي جوړي تجربه هم وکړو چه خوند او نتيجه يي وګورو په پوره متقنت سره ويلي شم چه خوند به يي ډير ښه وي نتيجه به يي ډيره مثبته وي

  75. السلام علیکم ۰۰۰ اګر در افغانستان صلحه برقرار شوند به شرطیکه امریکا از افغانستان برون شوند بندیها هم از بند رها ګردد وتنازع دربین مجاهدین بار دیګرصورت نګیرد وتعاصب بین فشتون وتاجک خطم ګردد ان شا الله افغانستان اباد وسرفراز خواهد بود اګر امریکابرون شود وجنګ بار دیګر شروع ګردد وجهاد یک علیه دیګر صورت ګیرد باز چی خواهد شد۰۰۰تصیم بکار است اګر نه هر کس که جنګ وتشنج بعد از خروج نیروهای خارجی میخواهد خود شان ویا از اقربایی شان خواهدد سخط والسلام

  76. هو !!!!! دا یو څرګند حقیقت دی والصلح خیر له دینه هېڅ څوك انکار نشې کولای دسولې په لار دغه سپیڅلي هدف ته رسیدل داهم ناشوني او یا نامشروع نه دی ځکه زمونږ او تاسو په مخکې یی څرګند تاریخ د اسلام پروت دی صلحی شو یدی مذاکرات شوي دي داټول یوه هدف ته رسیدلو لنډه لاربلل کیږی …

    د شاغلی معتصم اغاجاب په یو څو خبرو به زه هم یو لنډ نظر ورکړم
    ۱ : دوی وویلی وه چې ایران خپل اوږدمحاله رقیب امریکا چې څو وارې یی د پراخې حملي پلانونه او تدابیر ونیول ترڅو له پوځې لوري ایران ته ماته ورکړی او د پر مختګ مخه یی ونیسې که کیمیایی توکې د نړيوالې کمېټې لخوا ممنوع وي خو دا به دټولو لپاره وي که داسې نوي ولې یی ایران پرې ګرم بولې او ګواښي یی ؟؟؟؟
    خو دایران سیاست د امریکې په وړاندې بریالی شو دا ځکه چې د ایران ولس مشر هره هغه لار غوره کړله چې دایران د دولت پر ګټه وه دادې دوی پی غرتی نوه بلکه ددوي زیرکي وه بالاخره خپل هدف چې یورانیوم غنی کول وه او ایټمي مواد جوړول ترلاسه کړل او اصلی مقصد چې امریکې سره یی دښمنی وه هم تر یوه حده یی خنډونه له مخې لرې کړل .
    ۲ : پرایران د امریکې د حملې پلان ډېر قوي وه خو ایران یی پروړاندې د خبرو لاره غوره او هغه د جګړی پلان يي ختم کړ د ایران دایوه لویه لاس ته راوړنه وه .
    ۳ : ایران د سورې هیوداد مهم او زورور ملګری دی چې کله امریکې د ناټو په چوکاټ کې د حملې پلان جوړ کړ چې د حملې شېبې خلکو څارلې بالاخره ایران هم د هغې جګړی مخنوي په هوښیارې او چانس اود خبرو له لاری حل کړ چې وویویل کیمایی مواد ختموو یاییچلته سپارو دا هم دایران مهم کرداروه
    ۴: دی سره یی سم لبنان له اسرئلو وژغوره چې اوس البان حالت هم سم دی او سوریه هم تقریبا لاپرځاي پاتې د
    بالاخره د سولی لاره اختیارول او هدف ته رسیدل یو ښه چانس دی …
    والسلام د تاسو ورور درویش افغان

  77. ټولو ملګرو ،دوستانواو افغانانو ته دزړه له کومی ددی بریا مبارکی وایم هیله ده چی زموږ په کړیدلی اوزوریدلی هیواد کی داسلام تربیرغ لاندی دایمی سوله راسی دابه دټولو افغانانو لپاره نیکمرغی وی . دهمیشنی سولی په هیله (رحمت)

  78. محترمو: د وطن دوست صيب د خبرو په تائيد کي .هغه دا چي دا يقينا ملي ايماني او اسلامي خائن ده خوږي او ترخي چاوي دواړه خوري او زونګ نمبر ئي هم بند دي کنه نو بيا به مو ښه پر تليفو ن سره خبري کړي وائي مننه.هههههههههههههههه

  79. ښاغلی معتصم صاحب!
    ستاسې دغه داقدا د ستایلو وړ دی او خدای پاک دې وکړي، چې ستاسې دغه هڅې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي. تاسې تېرې څه مودې را هیسې د سولې غږ پورته کړی مګر په طالبانو کې یې څه اغېز نه کړی دی. هیله ده چې په طالبانو کې د ننه د خپل نفوذ د زیاتولو هڅې وکړئ او هم د مطبوعاتو له لارې په طالبانو کې د عامه پوهاوي ابتکار وکړئ ترڅو ستاسې د ذهنیت طرفداران زیات شي.

  80. اولا سلام من به اغای معتصم اغاجان وبعدا به همه بینیده های سایت تاند
    یک پیغام دلچسپ وقابل توجه است که که اشعار بسوی صلح وثبات وطن عزیزما افغانستان میدهد بسیاریک پیام وسیع است که همه جانبه نظرسنجی شده وبه نشر داده شده است البته از سوی جناب اغاجان صاحب ودراین پیغام جوالب ومهم افکار گنجانیده شده است که به مردم نجیب ما مژده یک ائینده باثبات میدهد
    قسمیکه جناب اضافه نموده است که در این اواخر یک شوری داشتیم دراین مورد یک پیغام به مردم افغانستان داده ایم وهمین هم یک پیغام خوب است ازین ظاهرمیشود که تنها اغاجان نیست بلکه کلانهای امارت اسلامی سابقه هم دراین شورای وتحریک حضور دارند ….

  81. زه مولوی عبدالولی ترابی د ننګرهار څخه

    د زړه له ښاغلی مولوی اغاجان معتصم صاحب ته سلامونه وایم
    وروروسته الله دی وکړی چې ددغه پیغام له لاری دافغانانو پرزړونو درحم اوبه توی شي
    یو د ټولو افغانانو ګډ حکومت جوړ شي ترځو ټول احزاب پکې شامل وی ددی بل حل نه ښه
    اری یوازینی حل یی خلك پّ سوله کې وینی نه په لار کې که بله لار یی وی
    تراوسه به حلکو لیدلې وه خو د روسانو له وتلو وروسته تراوسه پورې یی سره وژنو
    خو لاتراوسه یی نتیجه عداوت جنګ دی
    یوه خبره زیاتوم په داسی شکل نه کیږی چې یوه ډله بهر وی
    بله ډله حکومت کوی دادی افغانانو ګډ کور دی
    او دین مسلمانو ګډ دین دی هیڅ څوك هم نشي ویلای
    چې هغه ډلله دی نو دادی وی دا دروغ دی تجربه شوی ده …

  82. Dear Mulla Agha Jan:
    As you mentioned the “THE ISLAMIC MOVEMENT OF TALIBAN” as a new Isalmic party and as I hear about this new organization , which talks of peace, I became happy a lot. Because I know Mootasim Agha Jan very well. He is not a new person among us, but He has a best history in the last Russian war. And He was a well-known personality among Taliban and all afghan nations as a trustful and sincere person.
    Every one accepts his opinion and what He says with hart deeps because of His sincerity with His country and citizens. They think that He will never think wrong about us and about our future.
    Of Course:
    Today we need a leader who led us well, it’s our fat and unfortunately we haven’t a good and sincere leader right now. So if anyone who has a political awareness and has a command on people, who talks about peace in our country and He is going to clear all types of deference’s between us, and who wants to become all afghan nation together and lovely to one another, and a person who wants to make our moms and sisters honor and wants to look Afghanistan one of development countries of the world, and who wants to preach ISLAM in all over Afghanistan without sward, THAN I am surly that Its our good fat and it’s a good news for us and it’s a Golden chance for us to join this party, and really it’s not a party , but it’s a Voice of Peace and Voice of Islam.
    As you told that that such as our neibow countries like Pakistan and Iran, we must to but we had must to solve our problems and defficulties by compromization and leave there all types of violence because we can’t take my benefit but using this way.
    As you mentioned that we had been continually war and 36 years in wars and we face to deferent super powers and they hurt us from 36 years. The All Afghan people are killing and wounding by them but until yet we didn’t success and we didn’t get a victory on our enemy and we didn’t get an independent but since that time we had lay in defrent kind of ethylic and international wars.
    Else this, If we had use the way of peace against these peoples and these movements, than it had been better for our country and for our nation.
    But it’s a pity that we used violence way else peace way, and the results are ahead of us.
    I am pleased to tell my nation that it’s a golden chance for our nation to gathering and to looking our country as a development , peaceful, and good Islamic country in all over the world, as the wish of very body, and we can make it possible only by the way peace.
    I have a lot to say because I am full of misery and I am hurt, injured and wounded bit my own Afghan soldiers and by my own Afghan peoples. But I it’s enough……..
    Thanks a lot
    A message from a sincer Afghan citizen.

  83. ګرانو هېوادوالو !.
    دغه پورتنی بیان یا اعلامیه
    ددې په هکله زه وایم چې څومره واضح مثالونه دی مونږ ټول ورته پوهیږو
    ایران ، پاکستان ، سوریه ، تاجکستان ، همداسی نور ملکونه د خپل منځي جنګونه
    په زور نه حل کیږی فقط یوه لار یی دی هغه د اتحاد او اتفاق باید ټول افغانی
    ورونه که په حکومت دی کې دی او که هرچيرې دی باید داووایی چې ټول افغانان
    په افغانستان کې حق لری باید هرافغانی ورور بل افغانی ورور ته سینه پرانیزی نه
    ماشینه چې زه کله خبرونه وینم دافغانانو استعدادونه او کمالات او په نورو ملکونو کې
    یی پانګونه لوبی سپورټ تعلیم نو زړه می خفه شي داد افغانانو یوه بدمرغي ده چې الله
    راته راوړی خو که سره یو شو لاسونه ورکړو دپاکستان طالبان خبروته کینی افغان
    طالبان هم کینی نو الله به د وطن ناخوالې سره جوړې کړي …

  84. دهر څه تر مخه محترم معتصم صاحب اودتاند محترمو کارکوونکو او پردي موضوع په بحث کي ګرانو ګډون کوونکو ته نيکي هيل او سلامونه وړاندي کوم
    ملاصاحب چه دسولي دلياري دافغانو دغميزي دحل کولوکوم پيغام وړاندي کړي دايي شه او دمنلو وړ او صحيح اقدام بولم
    او دملاصاحب داخبره چه داجنګ پرافغاناو تپل شويدي تريوه حده صحيح ده
    اما دملا صاحب داخبره چه ويلي يي دي چه دافغانانو تر مينځ جنګ کوم مذهبي اصل نلري دخبره يي صحيح نده
    صحيح خبره داده چه دافغانانو چه کومه جګړه دير غلګرو او ددي ده پلويانو او ملګرو سره په کوم وخت کي هم کړيده او يا يي کوي برحق او مقدس جهاددي
    او که په اوسنيو حالاتو کي دافغانانو تر مينځ صلحه وشي او په هيواد کي ددي لياري داسلامي نظام دسيوري لاندي امن او اتحادراشي نو ښه خبره ده دملا صاحب ددي خبري سره موژ هم متفق يو

  85. Salam tolo wata minawalo WRONO!

    Zma yaw swal la mahtarm saheb agha jan na da da che taso kho har afghan ta salibyan wayast che stasi pakadam pl nakhli aw pa de shak nashta che kofer kofer da aw Allah de hagha taba taba kri che da musolman wine toya wi. Kho taso domra jawab rakri che da kom wror che kom da zra dard likalay da de de jawab kho warkri aw tol kho chtyat nadi…wasalam:

    ملا صاب اغاجان په دې خوشاله شوم چې ستاسو ککریو ته عقل راغی، خو ما هغه چنګ بریتي ځوانان چې اوس د خاورو خوراک دي ځوروي چې حیف د هغوي مرګ، کاش چې دا افغانستان خو دې یو ځل په زور نیولې وای بیا به دې سوله کړي وای. ای دووسانو سومبۍ مرګوتاسو خو هیڅ توره ونه کړه او اخر هم سولې ته کښیناستۍ که مو جګړه نه شو ګټلای نو ولې مو کوله؟ دا د یوې مور تنکی ځوی چې هغې غریبې په شوګیرونو رالوی کړی پر باباګانو يې ګرځولی او رالوی کړی تا ولې په دې نامه وواژه چې پولیس دی، ملي اردو کې دی، موسیسه کې دی، ترجمان دی، تا سو خوبه ویل چې ملي اردو او ملي پولیس د امریکایانو سترګې دي، تاسو خو به اول ددوي د مرګ فتوا ورکوله کاش چې د مرګ لومړی قرباني مو امریکایان ښودلی تاسو خو د همغه امریکا د نطفی اولاده یاست چې زه دې ورسره په مزدورۍ وژلی یم.د هغې کونډې مور، خور، او لور ځواب به ورته ووایی چې ماشوم زوی یې په کندوز کې د چایو سماوار دسرک پر غاړه ایښې و او تا په ځانمرداري کې وواژه، ته به د هغه سړي کونډې ته ځواب ووايي چې په دې نیت له کوره راوتی و چې بیګاته خپل کورته پنځه ډوډۍ یوسی او د اولادونو خیټې يې مړې کړي او ستا په فتوای پر ځاندربي کې شهید شوی، هاهاهاهاهاها تاته څه معلومیږي چې زه لیونی څه وایم، دا غم خو به ما زوړ کړي، چې ما يې غوښې راټولې کړي، دا غم خو به ما وخوري چې زما په غیږ کې د ښوونځي ماشومانو سلګۍ وهلي دا غم خو به ووژني چې پر یو کور یې غبرګې جنازې ور وړي، هغه ماشوم به زما له یاده کله ووځي چې د ښوونځي بکسه تر شاه په چاردره کې په یو ځانمرګي کې پر پوله د پاسه شهید شوی و، او شپږ نور يې پړ مخې پر خاورو پراته وو.ستا اولادونه خو به او س هم په دبۍ ا یا قطر کې وي ستا بچي خو به سبا بیا ددغه وژل شوي ماشوم پولیس، نر، ښځې ، کونډې، ورارې، … باندې حکم چلوي ته به په دې کله پوه شی چې غم څه ته وايي.ایا کله دې د بچي په پښه کې غنه تللې او ته ترې بې تفاوته پاتي شوی يې؟ که دا کار دې کړي وي نو زما د ماشوم مرګ هم خیر دی. زه بیا خپلې خبرې بیرته اخلم. خو ته د خپل بچي په پښه کې د غنې تلل نه شې زغملای او زما هغه په ځانمرګي کې وژنې ولې؟ستا اسلام تر دې وخته پورې و؟ ستا اسلام تاته د ماشومانو مرګ روا کړې و؟ ستا اسلام د یوې کورنۍ د بې سرپرسته کولو حکم کوي؟ ستا اسلام د فحشا خوریدل مني؟ فحشا ولې په یوه ټولنه کې زیاتیږي؟ هغه وخت چې کورنۍ بې سرپرسته شي، هغه وخت چې وږې شي، هغه وخت چې بې سره شي او تاسو په تیرو دیارلسو کالو کې د زړه له اخلاصه همدا کار کړې.تاسو زما هغه ګاونډي هم وژلی چې پر سرک يې جغل شینده او د امریکا د جاسوس ټاپه مو ورته د ولو پر منځ ووهله، تاسو خو خلکو ته په کلیو کې ویل چې افغانستان دارالحرب دی باید هجرت ترې وشي، تا خو دا هم غوښتل چې زه بیا د پاکستان غلام شم.د خپل یو نزدې خپلوان کیسه درته کوم چې طالب دی، له ملا برادر سره یو ځای خوشی شوي په اووه تنو طالبانو کې ملا ….. نومیږي.بچو يې تر اوسه په کندوز کې دولتي ښوونځیو کې زده کړې کولې، دې به په نورو پسې ګرځیده چې ځانمرګي ته يې برابر کړي، خو خپل اولادونو ته يې هر ډول سهولتونه موجود وو، ایا جهاد یوازې پر بل فرض وي د طالبانو پر بچو او کورنیو نه وي فرض دا جنت یوازې د غریب خوښیږي د طالب د خپلو بچو لپاره نه وي خوښ؟نور مې ذهن کار نه کوي بستاسو ته هم هله سوله دریاده شوه چې خدای یو ځل له مرګه وساتلئ کنه خدای خبر د نورو څومره خلکو کورنۍ به یوازې ستا پر فتوا بې سرپرسته کیدای، چې در باندې بل شو ویې ویشتلي او د ژوند خطر دې راغی نو سولې ته هم راغلی ای مسلمانه ای لعنت پر داسې مسلماني چې خپله ګټه دې په کې وي خو جهاد دی که مرګ درته ترې پیښیږي نو بس سوله غواړئ لعنت دې وي پر تاسو او له الله نه مو مخ تورن غواړم له الله نه د عطاترک په څیر حکومت غواړم چې په نوم ملا ژوندې پرینږدي.یا الله ما چې په ځانمرګو کې د شیهدانو جسدونه لیدلي ته یې هر طالب ته په خپل کور کې ور ورښایی یا الله مظلوم د ښیراو په کولو له تا څخه خپل حق غواړي او زما دغه ښیر قبوله کړې چې هر هغه څوک چې طالب و او یا دی ته يې له خپلې کورنۍ سره په داسې مرض اخته کړې چې یو بل ته ګوري او ځوریږي او له یو بل سره د مرستې وړ نه وي. امینخليل

  86. السلام علیکم ورحمۃ اللہ وبرکاتہ
    اغا جان خدای دی تل خوچحال لرہ اللہ تعالی دی نیک مرادونی در پورہ کہ۔

  87. شاغلي معتصم اغااودتاندکتونکو کارکونکو او ګډون کونو ته سلامونه احترامات
    داپيغام پر ځاي اقدام او دروانو مشکلاتو دحل يودائمي طرحه بولم
    او دطالبانو ددي اقدام تاييدکوو
    اودملااو طالب سره عداوت او بغض کوونکي اکثرداسي بي سودان وي چه املا يي هم غلطه وي لکه ددي شبکي دبحث په اکثره مو ضوعاتو کي دغه خبره مخي ته راوځي لکه په هم دي پيغام يو تبصره که د ملا يانويو مخالف د اتاترک په ځاي عطاترک ليکي
    يقينا چه صحيح يي متل دي چه وايي : [الناس اعداء لما جهلوا] نو دعلماؤدمقام او مرتبي څخه جاهلان ددوي سره دشمني کوي

  88. مولوی حمیدالله صاحب
    دنر دزوی خبری دی کړی دی رشیا نر افغان یی دنر زوی یی هم داسی ده دطالبانو اسلامی تحریک نه دچادی اونه یوچاه رانیولی دی دادټولوافغانانو څخه جوړدی داجعلی ټاپی اوجعلی مهرونه اوس دملاصاحب موټروانان په جوبوکی ګرزوی

  89. ګرانه پشتونه
    دنوموړي نفر په جواب کي چه ملا اغا جان څنګه مناسب ګڼي اقدم به وکړي
    اما زه ديو مسلمان او افغان په حيث دومر ه ويلي شم چه طالبانو خو باربار داعلانو نه کړيدي چه افغانان دي د امريکايانو د ليکو څخه جدا شي او دير غلګرو پهره داري دي نکوي او بيا هم دا پوليس دامرياکيانو څخه مخي دهګو دساتني لپاره روان وي که څوک هم دانصاف په نظروګوري نو دابه ورته په ډاګه کيګي چي ددي پوليسو دمرګ مسؤليت دهمدوي په غاړه دي
    او بله دا چه په کراتوکي اومراتو مو داخبري اوريدلي دي چه دطالبانو فدايانو اوليني هدف امريکايان وي او چه کله پرې پوليس يا دملي اردو نفر پوه شي نو دا فدايان ورته وايي چه ستاسو سره مي کار نشته زما مخي ته مه رازه پري مي ږده چه دي امريکايانو ته ځان ورسوم نو بيايي دغه پوليس يا داردو نفر نه پريږدي نو پداسي وخت کي دافدايي حمله په پوليسو وکړي نو مسؤليت دچا په غاړه ده؟
    که په چا کي هم انصاف وي نو دابه خامخا وايي چه دطالب په غاړه ندي بلکه دهمدوي په غاړه دي
    بله داچه ددي ير غلګرو لخواڅومره بي ګناه ماشومان ښځي او واړه او زاړه په بمباري او چاپوکي شهيدان شويدي
    ايا ددي نفر په هغوي هم کله زړه دردمند شويدي؟
    داڅنګه زړه دي چه که يرغلګريي شهيدوي داپري نه خوږيږي پروانکوي که يي زوره وي پروانکوي که بي ځايه چاپي وهي پروانکوي که حتي چه ددوي په ظلم رئيس جمهور کرزي وژل دادي هم پروانکوي

  90. de wror da khabra me deera khokh shoa da zanmrdar che deer bi gona afghanan paki shahidan shwl deer koronay wran krel doy ba zan ta mosolman way da tol jahanomy dy de cha delasa yew mosolman mry ya pe khshaleg datol barabr dy

  91. Salam mirrwais sabawoiba!

    Ashna dalta kho tol afghanan pohegi che da kofr zalm bande sok stargi nashi patawalay . kho yaw sok che zdan ta musolman aw talib wayi no hagha bande da rahm hagha sara da islam pa chawkat ki da mine pa faza ke sha zwand kawal farz di. Kala che yaw mashom da kpali mazdori bandi pa yawa masisa ke kar kawi ya sarak bandi fotboll kawi aw da da islam da badnami pairadaran pa der yaw berahmana sara pa wana tari aw da kalashnikov jawghor pe khalikawi aw da ham wayi che padasi kasano bande jahad rawa d. Kho afsoz afsoz che da jaghor ye da islam aw da watan pa doshmanano bandi khali karai wai.

    No ashna da hagha da stargo lidal di che ma lidali aw hagha sok che da talib sefat kawi aw pa har kar bande da khdai aw rasull s.a.w pa ketab aw ahadiso bande stargi patawal di aw da la zdan, watan, khdai sara aw la hagho sara che pa korki yi da gham ghalei awarada yaw ghat kheyanat da…

  92. له محترم معتصیم آغاصاحب څخه په ډیره مننه اودرناوی چی پرګرانووطن پالو ملت پالو افغانانوی له ډیری مودی ورسته دسولی پیغام رالیکه کړلوی څښتن دی وکړی چی داپیغام دټولوافغانانولپاره دمنلووړوګرځی اودهمدی پیغام په اوریدلوسره په جنګ کی په راښکیلوډلوکی له عمره ورکه سوله راستنه شی اود(12)کلن جهادچی دصلیبی یرغلګروپه وړاندی ترسره شوچی اوس صلیبی لښکری په افغانستان کی دمرګ ورستی سلګی وهی دافغانانوترمنځ دسولی رامنځ ته کیدوزیری وګرزی خودا په ځانګړی ډول دطالبانوداسلامی غورځنګ اودکابل دلاس پوڅی اداری زمه داری ده چی نورګران هیوادافغانستان له جنګه وژغوری اوپه افغانستان کی دیوباثباته حکومت رامنځ ته کیدو له پاره ګړندی ګامونه واخلی اونوردپردوپه لاس وهنه افغانستان ته افغان ویجاړه ونکی سیلابونه رامخته نکړی
    البته زمادتبصری خلاصه په لاندی شعرکی راټوله ده
    لایـلام الـــذئب فی عـدوانه ان یک الـــراعی عدًواللغـــــــــــــــــــــنم
    ستاسوورور:ابــــــــــوعادل زابـــــــــلی
    وسلام

  93. Assalamo Alaikom!

    Good message by good man. we afghans are waiting for peace from along time we afghans are full of tears,miseries,wounds. because we have not found sincere leader yet.who has the quality of good governance, the quality of good leader is that who has the ability to deal equally between its country people and should know the rights of majority and minority of its country. afghans are suffering from about four decades fighting themselves. history repeats again and again we afghans are witness of this.that fighting does not bring peace. lets try something that is very weighty and powerful compare to fighting which is dialog,negotiation through this we can achieve our goal and destiny. may Allah show us or give us the eyes of right path.

  94. دافغانستان داسلامى امارت دمالى پخوانى وزيراوداسلامى امارت دسياسى كميسون ريس عاليقدر مجاهد ورور الحاج ملا اغاجان معتصم (حفظه الله)دهسو ستاينه كووچى پدى حساس وخت كى خپل اواز پورته كره پداسى حال كى چى هيوادمود لوى يي تباهى اوبرباد ى په لور روان دى رب العزت ده ورته مزيد عمر وركرى ترسوپه گران هيوادكى اسلامى افغانستان كى دواقعى اوتل پاتى صلحى سبب شى اوداسلامى امارت دگردو شهيدانو ارمانونه ترسره شى چى په همدى خاطريي خپل سرونه دالله (ج) په لاره كى وركرى وه دگران هيواد دكاملى ازادى په هيله

  95. محترم معتصم آغاجان صاحب ډيره مننه ستاسوپيغام ډيرپه زړه پوري پيغامدى خداى دى وکړى چى وټولو افغانانوآوټولومسلمانانوته ده اتحادسبب وگرزيږى

  96. سلامونه او نیکی هیلی
    خدای دی وکری چی دهر افغان په زره باندی د رحم اوبه روانی شی او صلحی په باره کی د یوبل پسی مستقیم قدمونه کیګدی خدای وکری چی نور د وینی بهیدل ودریژی (هغه به څه وخت وی چی دکابل نه تر کندهار روان وی چی په زره کی هیخ را نشی

  97. اول سلام درنو لوستونکوته بیا ملا معتصم اغاجان صاحب .

    ډیرښه پیغام دی افغانانوته !
    الله دی وکړی چي د افغانانو یو افغان شموله او پراخ اسلامي حکومت جوړ شی
    د محترم معتصم اغاجان صاحب دغه نیک احساس دی ان شاءالله چې ددوی سره به په دغه سولیز بهیر کې نور د تحریك مشران یو ځاي شي . او د خلکو هیلې یی راژوندې کړی دی .

  98. ماشاءالله په زړه پوری پیغام دی

    له دینه معلومیږی چې نه تنها ملا اغاجان معتصم د سولې غوښتونکی دی بلکه له دوی سره ډیرمهم مشران او د امارت مهم لوړ پوړي چارواکي په دي شتون لری .
    ښاغلي اغاجان معتثم ښه بااستعداد او پوه شخصیت دی دی پّ تیر امارت کې د مالي وزیر د ملا صاحب مشاور او په ورستیو کي د رهبری شوری مهم غړی وه او ډیر پخواني د امارت اسلامی ددور وزیران ورسره تعلق لری اوس کیدایشی چې مهم غړی ورسره هم هم غږی وی ددوی څرکندې اعلامې نه معلومیږی نو طمع کیږی چې دغه د طالبان اسلامي تحریك لمن پراخه او د سولې لاره اواره کړی .

  99. محترم ملا اغاجان معتصم صاحب به عرض سلام وتحیات

    برای تان از خداوند ج اجر عظیم وصبر واستقامت نصیب کند که دراین وقت مهم شما مسؤل تحریك طالبان اعلان نمودید ان شاءالله یك حکومت مشترك بین اقوام وقبایل وهمه افغانان دران سهیم باشد در پرتو صلح
    ازاین اقدام تان بسیاری افغانها یک روشانی صلح وازادی می بیند …

  100. د لیکنه می ولوسته شکر موږ په داسی کسانو ویاړو چی د افغانانو در د دوا په لټه کی دی او یا هم کوشش وی چی دا بدبختی له دی وطنه لری کړی الله ج دواړو لورته توفیق ورکړی چی د سولی په راوستلو کی تلوار اوزړه ورتیا وښی

    ژوندی د وی یو موټی افغانستان

  101. لیکنه می ولوسته شکر موږ په داسی کسانو ویاړو چی د افغانانو در د دوا په لټه کی دی او یا هم کوشش وی چی دا بدبختی له دی وطنه لری کړی الله ج دواړو لورته توفیق ورکړی چی د سولی په راوستلو کی تلوار اوزړه ورتیا وښی

    ژوندی د وی یو موټی افغانستان

  102. په اوسنیو حساسو شرائطوکې زمونږ هیواد تر بل هرڅه له مخه سولې او ملي توافق ته ضرورت لري ، که مو همدا اوس بهرني ځواکوننه له هیواده ووځي اوزمونږ دهیواد اشغال پایته ورسوي .خوچې د افغانانو ترمنځ ذات البیني توافق نه وي نو بیابه خدای مکړه د واک پرسر د تیر په څیر کورنۍ جګړه پیلیږي چې دغه جګړه به بیا دیوه بل اشغال لپاره پلمه ګرځي او په دې توګه به مو هیواد دپردي اشغالګرو دسیالي میدان وي.
    نو د دې لپاره چې نورمو هیواد دتل لپاره دلعنتي جګړې له شره ژغورلی وي بیاد ترخپل منځ تفاهم ولرو، کومې ستوتزې چې د دتفاهم په وسیله حل کیدای شي ، هغه دجګړې په زور نه کیږي .

  103. سوله او خپل منځي تفاهم د افغانانو هغه اړتیاده چې د دوئ ملي وحدت تضمینولای شي، دافغانانو ترمنځ داخلي جګړو تر اوسه هم هیواد ته سوکالي او ترقي نده راوړې، اونه د جګړوپه وسیله یو پربل څوک کامیاب شوي.
    لهذا دجګړې پایته رسول زمونږ دټولو آرمانونو د ترلاسه کولو لپاره تر ټولو غوره وسیله ده .
    پورتنۍ لیکنه د همدغه ارمان ( دجګړې پایته رسول) لپاره تر ټولو ښه طرحه لري ، خدای دې وکړې چې د افغاني لانجې ښکیل اړخونه ورباندې توافق وکړي او نور مو ربړیدلی ولس د جګړې له شره وژغورل شي .

  104. خدای دی زوندی لرہ اغا جان صیب په زړہ پوری پیغام دی و خپل قوم تہه ورکړۍ دۍ۔
    او حقیقت ھم دغه سی دۍ لکه سرنګه چی تا ووایل، چی پاکستانی مجاھدین د ډیر جنګ بعد ووس اخر کار و صلح تہ را چمتو سول او پہ دی خبرہ یی سر خلاص سو چی پہ دی جنګ کی زمونږ د تاوان نه پرته بل سه ګټه هم نسته،
    ځکه مونږ ته ھم په کار دی چی د خپل خلګو سرہ د جنګ او جدال په ځای د صلح د لار څخه کار واخلو کنې دا خبرہ ډیره یقینی دہ چی که چرته زمونږ هم دا حالت وو نو ډیر ژز به یو داسی طاقت مونږ لہ میانځه وباسی چی مونږ تہ به یی درک ھم نه ووسی۔
    والسلام

  105. احترامات او سلام قدرمن مولوي معتصم اوټولو دوستانو ته
    الله تعالي دي مولوي صاحب خوشحاله اوسرلوړي لره چه ته دافغان زوريدلي اولس په غم کي لګيا يي اوپه هرفرصت کي دي په ګران وطن کي دملي سولولي لپاره ژغ کړيدي
    الله تعالي دي ستاپه شان دباهمته اشخاصو کوششونه کامياب کړي تر څونور نو افغانان سره سوکاله ژوند وکړي

  106. په ګران ټاټوبي کي دسولي لپاره آواز اوچتول ډير بهترين پيغام دي او ددي اوسني شرائطو لپاره ډير ه ضروري دي چه نوره نو دافغنانو تر مينځ سوله وشي
    خلک وايي چه ځمکه هغه سوزي چه اور پري بليګي دجنګ زور او پائلي يي هغه چاته شي معلومي دي چه چاته پکښي څه نقصان رسيدلي وي
    څومره به شه وي چه افغان قوم هم نورپه امن او سوله کي ژوندتير کړي

  107. پيام صلح ازظرف طالبان درراه حل مشکلات افغانها يک پيش رفت خوش ائنده است وما دراين مورد از جناب آغا صاحب سپاس ګذاريم وازاو يک جهان تشکر
    وازتمام جهتهاي دخيل قضيه افغانستان خواستګار يم کي در پروسه صلح سهم ګيري بکند ودراين مورد عملا صادقانه قدام نمايد

  108. بیخی همداسی ده وایی زای هغه سوزی چی اور پری بلیژی ، خارجیانو ته یی سه همدا افغانان دی چه د ادیرش کاله یی بی له وینو نور سه ونه لیدل دا لیکنه می سهار وختی ولیده دومره ورته خوشال شوم چه دلیکلو لپاره ورته توری نه لرم ، که په خپلو کی سره یو شو ان شاءالله بیا به دا خبری نه وی چه نورو ته سوالونه وکرو چه مه زی راته پاتی شی

  109. مبارز صاحب نورڅه ویل نه غواړم بس الله رب العزت د زمونږ مشران د شیطان نه په خپل امان کی لری.

  110. مونږ هم باید د طالبانو مجبوریتونه درک کړو او که دوی توانیږي او یو سالم حرکت پیلوی هغه هم د سولې نو دومره زشت والي ته ورسره څه ضرورت دی؟ دوی هم ټول یو ډول نه دي. هر یو خپل یو نظر او مجبوریت لري . ښه خبره ده چې ددوی وضعیت درک کړو بیا فیصله وکړو.

    درناوی

  111. ته گوره معتصمه:ته هغه کس یی چی پرامیرالمومنین باندی دومره گران چی همشه به یی تاته تر نورومشرانو ڈیره توجه کوله اوتاهم ده ته ڈیرزیات احترام درلودی کله چی به دده له لخوا تلفون درته راکیدی ته به دڈیرادب اواحترم له وجی داسی کشینستی لکه پرلمانزه چی ناست یی، نن کومه نوی پیشه سوهچی ته له هغه سخه منحرف اویوبین المللی غدار وختی؟ نوافغانان باید پوه وی چی داسڑی هیس وفانلری اوهمیشه خپلوشخصی اغراضوته متوجی دی

ځواب ورکول Kamawal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *