خبریال: میرویس جلالزی- افغان دولت تر اوسه هم د خپل پولیس ځواک د مدیریت او د نړیوالې ټولنې له لوري پر دغه ځواک د ملیاردونو ډالره لګولو شویو پیسو د حساب ورکولو په برخه کې له سختو ستونزو سره مخامخ دی.
د افغانستان د بیا ودانولو لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش دفتر یوه تازه څیړنه ښيي چې له افغان پولیس ځواک سره په سلګونو ملیون ډالره مرسته حیف او میل شوي او په دې سربیره دوی د دغه ځواک د بقا او قابلیت په اړه د بهرنیو سرتیرو له وتلو وروسته سخته اندیښنه لري.
د سیګار (SIGAR) په نامه د امریکا د مرستو دغې پلټونکې ډلې ویلي چې د دې پاتي راتګ ملامتي یوازي د افغان حکومت په غاړه نه بلکې د ملګروملتونو، امریکا او ناټو پر غاړه هم ور اچول کیږي.
سیګار د افغان کورنیو چارو وزارت د مدیریت په دغه کمزوري پالیسۍ کې امریکا، ناټو او ملګري ملتونه هم پړه بولي.
د افغانستان د بیا ودانولو لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش دفتر وايي په داسي حال کې چې اوس په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور مخ پر کمیدو دی له افغان پولیسو سره به د مرستو د اغیزمنتوب او موثریت په باب د تفتیش کچه هم په بي ساره توګه کمزوري شي.
اوس اندیښنه دا ده چې له افغان پولیسو سره د امریکا د کلنۍ مرستي (چې اندازه یي ۳۰۰ ملیونه امریکايي ډالرو ته رسیږي) ډیره برخه حیف او میل شي.
دغه مرسته یوازي د افغان پولیس ځواک پر معاشونو لګول کیږي.
له کله راهیسي چې د بهرنیو سرتیرو شمیره په افغانستان کې کم شوی ورسره جوخت د دغه هیواد ډیری امنیتي مسولیتونه هم د کورنیو قواوو پر اوږو باریږي او سپینيې ماڼۍ پتیلې چې له ۲۰۱۷ کال کې به یوازی یو محدود شمیر سرتیري په افغانستان کې ولري او هغه به هم د دغه ملک د سفارت د ودانۍ ساتنه کوي.
د افغان پولیسو د مدیریت په برخه کې د نویو اندیښنو را برسیره کیدل د خطر هغه زنګ دی چې په تیر دوبي کې د داعش پر وړاندي د عراق کورنیو ځواکونو ته وکړنګول شو.
په تیر دوبي کې د عراق د پولیسو او نورو کورنیو ځواکونو په زرګونو تنه سرتیري او افسران د اسلامي حکومت د وسله والې ډلې د فشار په پایله کې له دغې ډلي سره یو ځای شول، هغه ځواکونه چې د افغان پولیسو په څیر ورته امریکايي روزونکو روزنه ورکړې وه او د هغوی پر پیسو ورته تنخواه ورکول کیدله.
د سیګار ادارې ویلي چې د افغان پولیسو د مدیریت په برخه کې یوه لویه ستونزه د هغه برقي سیستم په مټ افغان پولیس سرتیرو ته د معاشونو استول دي چې تر اوسه یې د رهبرۍ په کچه په دې نه پوهیږي چې ایا معینه اندازه پیسې مشخص کس ته لیږدول شوي که څرنګه.
د افغان پولیس ځواک شمیره اوس ۱۵۳۰۰۰ تنه ته رسیدلې ده.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش محقیقین د بیلګې په توګه افغان پولیس سرتیرو ته د هغو الکترونیکي هویت کارتونو خرابوالي ته اشاره کوي چې د دوی پر وینا مشرتابه یې نه شي کولای د کارتونو له مخې د کارت خاوند سرتیری تعقیب کړي.
ویل کیږي چې له ۲۰۱۲ کال راهیسي د امریکا متحده ایالتونو د افغان پولیس ځواک په روزولو او سمبالښت نږدې ۱۵ ملیارده امریکايي ډالر لګولي دي.
د امریکايي مفتشینو پر وینا چې د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره او نوري خیره ادارې او نړیوال سازمانونه چې د افغان پولیسو د ملاتړ صندوق لپاره پیسي ورکوي لا هم ژمن دي چې د افغان پولسو تنخواه ګاني او نور لګښتونه تامین کړي خو که چیرته د افغان پولیسو د شمیر او په دې اړه چې کوم پولیس سرتیري د ملک په کومه برخه کې فعالیت کوي مشخص ارقام او سیستم و نه لري نو دا به ګرانه وي چې مرستندویه سازمانونه د خپلو مرستواندازه او څرنګوالی ځانګړی کړي.
د افغان پولیسو لپاره د مرستي د دې صندوق په باب څه موده دمخه ولسمشر اشرف غني احمدزي هم انتقاد وکړ او د هغه د شفافیت لپاره یي د نورو تدابیرو د نیولو غږ وچت کړ.
زه وزارت داخله خوشبختي او به نيك بال كي نيسم.
كه خوك راخخه بوشتنه وكري جه ولي ؟
خوشبختي به دي كي ده.جه دجنرال نور الحق علومي غوندي يو نظامي كار بوه،يو باتجربه نظام او ملكي كاربوه.دقدرونو بيزند ونكي او دقدرونو دكار اخستل دده خاصه ويزه دهع
دا دنجيب دوري يو با استعداده قو ماندان ووجه به سختو شرائطو كي وكرلي شو قندهار وساتي او ددشمن لاس ته ونه لويزي.
زه ديو نظامي كارمند هغي دوخت دخاد جوكات خخه دهر نكاه خخه جه مونز دده دندي او صداقت او وطن فرستي به هكله مو معلومات درلوده دابه خبله وظيفه كي موفق او افرين دي به اشرف غني وي جهد فاسدو كاندي دانو ته ءي جواب ويلي او با شخصيته وطن فرست ءي دي دندي ته وكمارولو زه وطنوالو ته اطمئنان وركوم جه كاميابي دده او دوطن به نصيب دهء،
دا بورتني كي كل شوي جوراوجباول لو داسي نور مسايل به درته حل او فل كري .
شه خبره دا ده جه به وظيفه كي دجا دتاثير لاندي نه راخي داجه بوهه لري به خبله بوهه به تول مسايل حل كوي..
بل خانكري خوصيت داجه مادون فرسته دي.
in the time nuralhaq ulomy was kumander of kandahar qul urdo,i was in kandahar .
he could do excellent this duty,nuralhaq ulomy is honest afghan for afghanistan.
he will never stolen any thing like other mujaheedin money maker,
NURAL HAQ ULOMY LOVE AFGHANISTAN.HE HAVE CAPACITY,ABILITY FOR THIS POST.
THANKS FROM ASHRAFGHANI SAHIB FOR CHOICEN NURALHAQ ULOMY FOR INTERIOR MINISTERY,THANK YOU
RAZMOHAMMED KAMAWALL NEWYORK