د لوی او بښونکي څښتن تعالی په سپیڅلي نامه

افغان یون سراسري ولسي خوځښت ویاړي چې د روژې مبارکې میاشتې په تیریدو او د کوچني نیکمرغه اختر په را رسیدو سره د افغانستان غم ځپلي او دردیدلي ولس ته د کوچني اختر مبارکي وایي او له خدای تعالی څخه غواړي چې د اختر دا خوشالي، د ولس او خلکو تل پاتې خوشالي شي او زمونږ له هیواد په خاصه توګه له هغه سیمو چیرته چې تل غم، ویر او درد دی د بد بختیو لمن ور ټوله کړي. افغان یون په ټول افغانستان کې خپلو میړنیو خلکو ته تل خوشالي او سوکالي غواړي او د همدې هدف لپاره کار کوي.

د افغان یون ځوانان تل هڅې کوي چې له دې بد بختیو سره ستاسو خلکو، ځوانانو او مشرانو په مټ ټینګه مقابله وکړي. له تاسې ټولو په درنښت هیله کوو چې د افغان یون له سراسري ولسي خوځښت سره یو ځای شئ او په هیواد کې شته ستونزو ته د پای ټکی کیږدی.

لکه څنګه چې یې له نوم څخه مالومیږي افغان یون هغه سراسري ولسي خوځښت دی چې د خلکو په مټ به تر هغه مبارزه کوي تر څو افغان ملت له دې ناخوالو څخه سوکالۍ او خوشالۍ ته را اوباسي. ستاسو ملاتړ مونږ پیاوړي کوي.

په پای کې د جنګ له ټولو لوریو هیله کوو چې افغان وژنه بس کړئ. افغان وژنه ودروئ، افغان وژنه دې نوره ختمه شي؛ مونږ افغان وژنه په کلکه غندو.

په درنښت

د افغان یون سراسري ولسي خوځښت

One thought on “د افغان یون د اختر مبارکي پیغام”
  1. د لوي او بخښوونكي څښتن تعالی په نامه

    د کوچنې اختر د رارسېدو په وياړ په هېواد اونړۍ کې ټولو افغانانو او مسلمانانو ته د زړه له کومې مبارکي او نيکې هيلے وړاندی کوم، هیله لرم چی الله تعالی دی زمونږ طاعاتونه او عبادتونه په خپل دربارکی قبول او منظور وګرزوی، همدا راز د الله تعالی له دربار څخه دعا کوم چې د ژوند دغه د اخترمبارکې شپی او ورڅی د خوښۍ، سولې، امن او سوکالۍ په شیبو کې تیرې کړی، او د دغه مبارکی میاشتی په تیریدو سره سم زمونږ په هیوادکی د سولی او ورورګلوی زرين لمر د دایم لپاره خپور شی، تر څو زمونږ هيواد او ولس هم د نورو اسلامی ولسونو په څير د يو سوکاله او نيکمرغه ژوند خاوند اوسی٠
    په مينه او درنښت:منظورروښان مومند

ځواب ورکول منظور روښان مومند ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *