تاند- د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې د نوي لمریز کال په شپه د کابل پر سرینا هوټل حمله د طالبانو او حقاني شبکې کار نه و او په مستقیم ډول د بهرنیو استخباراتو له لوري تنظیم او پلان شوې وه.

د افغانستان د ملي امنیت شورا دا اعلان په داسي حال کې وکړ چې د نامتو خبریالې کارلوت ګال د څېړنیز کتاب خبر خپور شو چې د هند پر سفارت د ۲۰۰۸ میلادي کال په حملې کې یې د پاکستان د آی ایس آی د جګپوړو چارواکو د لاس لرلو شواهد او اسناد پکې افشا کړي دي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي:«د ملي امنیت د لوی ریاست معلومات ښيي چې طالبان او حقاني شبکه له دې حملې خبر نه ول او لومړني شواهد او ارزونې د دې څرګندویې دي چې یوه پاکستاني دیپلومات، چې څه موده مخکې یې د سرینا هوټل له سپورتي کلب څخه د استفادې لپاره دې هوټل ته تګ راتګ کاوه د دغه هوټل د دهلېزونو فلمونه اخیستي دي.

د خبرپاڼې په یوه برخه کې د کورنیو چارو وزیر په قول ویل شوي چې د استخباراتي راپورونو له مخې په وروستیو کې د پاکستان په یو شمېر مدرسو کې لویې غونډې جوړې شوې. د غونډو برخوالو ژمنه وکړه چې له هرې ممکنې لارې به هڅه کوي چې په افغانستان کې د انتخاباتو مخه ونیسي.

طالبانو او حقاني شبکې په وروستیو کې ویلي و چې د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د انتخابات به ګډوډ کړي.

طالبان دا کار د دې لپاره کوي چې که خلک په انتخاباتو کې ګډون وکړي د افغانستان د اوسني نظام ملاتړ بلل کېږي او له بلې خوا ویل کېږي چې په دې ډول د هغه کاندید د بریالیتوب چانس زیاتېږي چې آی ایس آی یې نه غواړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د سرینا هوټل د حملې شیوه د طالبانو د ویاند د لومړنیو ادعاوو خلاف بولي او دا ټکی یو بل ثبوت بولي چې دا برید طالبانو نه دی کړی.

طالبانو په پیل کې ادعا کړې وه چې د سرینا هوټل په خوله کې یې لومړی چاودنه کړې او بیا د دوی ځانمرګي هوټل ته له درنو وسلو او راکټونو سره ننوتي دي.

خو امنیتي چارواکو یوه ورځ وروسته وویل چې دا برید د څلورو زلمکو له لوري، چې ۶ تومانچې او یو شمېر جاغورونه یې په بوټونو کې پټ کړي ول، شوې ده.

ویدیويي تصویرونه هم د امنیتي چارواکو ادعا تاییدوي چې حمله کوونکي سرسري تلاشي کېږي او هوټل ته ننوځي.

په برید کې ۹ تنه ملکیان ووژل شول. د هغوی په منځ کې پنځه افغانان او ۴ بهرنیان ول. افغان خبریال سردار احمد، د ده مېرمن او دوه کمکي ماشومان هم په وژل شویو کسانو کې دي. د سردار احمد درېم ماشوم سخت ژوبل شوی دی.

طالبانو د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د سپیناوي هڅه کړې خو څرنګه چې د دوی پر خبرونو د خبریالانو ټولنو بندیز لګولی تاند یې هم نه خپروي.

2 thoughts on “د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د سرینا هوټل حمله بهرنیانو تنظیم کړې وه”
  1. زما په اند دا حمله پخپله دامنيت شورا تنظيم کړې وه ترڅو بهرنيان وډاروي چې دټاکنو نظارت ته رانشي او دامنيت شورا خپل ګوډاګی زلمي رسول د درغليو په مټ دواک په ګدۍ کښېنوي.

ځواب ورکول kakar ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *