قال الله سبحانه و تعالی في کتابه المجيد:

 اعوذ بالله من الشیطن الرجيم

بسم الله الرحمن الرحيم

مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ ۖ فَمِنْهُمْ مَنْ قَضَىٰ نَحْبَهُ وَمِنْهُمْ مَنْ يَنْتَظِرُ ۖ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا

په ډېره خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د اسلام ،افغانستان ، د سولې او ثبات دښمنانو   د خپلو شيطاني کړنو په ترڅ کې، د اسلامي امارت د کډوالو د چارو پخوانی وزير او په اوس مهال کې په افغانستان کې د اسلامي نظام ، سولې او ثبات ستر داعي، الحاج مولوي عبدالرقيب تخاري ‎نن ورځ دپاکستان په پيښور ښارکې په شهادت ورسول شو.. انا لله و انا اليه راجعون….دا لومړنی ځل نه دی چې د اسلام، افغانستان، سولې، ثبات او بشر دښمنان د خپلو ناروا کړنو په ترڅ کې د جهاد دسنګر ديوه غښتلی مجاهد، د سولې د ډګر يو پياوړی مبارز، د ولس خواخوږی، خبير او آګاه ديني عالم او مدبّر او بصيرت لرونکی سياست پوه، ټولنيز او قومي شخصيت، د زرګونو يتيمانو سرپرست، د ژونديو له کاروانه بيلوي او د هغه د عارضي ژوند د ډيوې په وژلو سره يې په ښکاره هغه وواژه، خو وژونکي ښايي له دې حقيقته ناخبره وي چې د لوی خدای جل جلاله او د هغه د بندګانو د سوکالۍ، هوساينې او خوښۍ په لاره کې د شهادت لوړه درجه ترلاسه کول هغه څه دي، چې هر مسلمان یې هيله په زړه کې لري.

شهید مولوي عبدالرقيب تخاری، ښايي زموږ د شهيدانو د کاروان وروستنی لاروی هم نه وي، چې دښمن یې د وژلو له لارې وغواړي چې په هیواد کې د اسلامي نظام د حاکميت او ولس ته د سولې او ثبات د راوستلو داعيه ووژني، خو دښمن بايد په دې حقيقت پوه شي چې هغي وني چې دوی یې د دا ډول ناځوانمردانه ګوزارونو له لارې نړول غواړي، اوس ريښې د ولس تر هر کوره رسولي دي او په افغانستان کې د وروڼو تر منځ تفاهم اوس داسې څه ګرځيدلي چې د اسلام د دفاع د سنګر هر مجاهد اوداعي په مخه اخيستی دی.

زموږ د هيواد، دين، ولس او دلته د سولې او استقرار دښمنانو تر دې وړاندې په کوټه او پيښور کې زموږ د تحريک خواخوږي علماء کرام، مشران او جهادي قومندانان په نښه کړيدي چې لړۍ يې له مفتي رحمت الله ديوبندي شهيده پيل او تر شهيد شيخ عبدالسلام ، ډاکتر نصيرالدين حقّاني او شهید شيخ عبدالله ذاکري پورې را ورسول شوه او دا دی اوس يې په ډيره ناځوانمرده توګه شهید مولوي عبدالرقيب تخاري په نښه کړ.

موږ په داسې حال کې له لويه خدايه جل جلاله د مولوي عبدالرقيب د شهادت د قبوليّت هيله لرو، د هغه کورنۍ، ملګرو، د افغانستان د طالبانو د اسلامي تحريک مشرتابه، غړو او ټول ولس ته د دغې غمژنې پيښې له امله خپل د تسلّيت مراتب وړاندې کوو او ځان په دغه ستر مصیبت او ماتم کې ورسره شريک بولو، له ټولو افغاني جهتونو يو ځل بيا غواړو چې د خپلو اختلافاتو د ختمولو له لارې دې زموږ د شهیدانو له ارمانونو سره سم په هيواد کې د ملي مصالحت او جوړجاړي لاره خپله کړي او په عين حال کې له نړيوالې ټولنې او ګاونډیو هیوادونو غوښتنه کوو چې په افغانستان کې د ملي مصالحت له لارې دې په دغه هيواد کې د تلپاتې سولې، ثبات او استقرار په راوستلو کې د زړه له اخلاصه همکاري وکړي او د قضيې د کورنيو جهتونو په شمول دې ټول خارجي ذیدخله جهتونه په جدّي ډول وهڅوي چې د سولې د يوې جامعې پروسې غړي شي او د دغې پروسې له لارې دې په افغانستان کې د یوه استازي، ملت شموله اسلامي ملي نظام د رامنځته کولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

که کورني دخيل جهتونه او نړيواله ټولنه اوس هم د سولې او مصالحې په تړاو خپل مسؤليتونه درک نکړي، نو موږ ويريږو چې خدای مکړه په يوه نوي ناورين به اخته شو او د لسګونو زره شهيدانو قربانۍ به مو هدر لاړي شي.

په پای کې له لويه خدايه جل جلاله غواړو چې د شهيد مولوي عبدالرقيب او نورو مبارکو شهیدانو شهادتونه دې په افغانستان کې د سولې او ثبات او يوه ملّي اسلامي نظام د منځته راتګ سبب وګرځوي..! و ما ذلک علی الله بعزيز

ملا آغاجان معتصم

12 thoughts on “د الحاج مولوي عبدالرقيب تخاري د شهادت په تړاو د افغانستان د طالبانو د اسلامي تحريک د تسليّت”
  1. واقعآ شهادت مرد دلیر وقهرمان ضایع بزرگ در امت اسلامی وامارت اسلامی میباشدودشمنان اسلام نمیگزارد همین راد مزدان زنده باشدشخصآ خدم از وقت شنیدم خیلی ها متاسف شدم خداوند جنت الفردوس نصیب شان گرداند وبه بازماندگانشان صبر جمیل عطا فرماید

  2. الله تعالي دي دهغه شهادت قبول کړي او ورثوو او خوا خو ږو ته دي اجر او صبر ور په بر خه کړي
    او دجناب اغا صاحب لخوا دتسليت په پيغام منن کوم او ده ته هم ددي مصيبت په وجه د خواشيني او خپګان په بدل کي دالله تعالي څخه لوي اجر غوښتونکي يو
    نو داسي مکار دشمن سره بايد څه وشي چه ديوي خوا دطالبانو لخوا دسولي دپيغامو نو هر کلي کوي او دبلي خوا داسي بزدلانه او مکارانه هڅي کوي شايد چه داسي ناوره کړني به دسولي په هلو ځلو ډيره بده غيزه و کړي

  3. د نوموړي شهادت د افغانستان لپاره يوه لويه ضايع بولم او د څښتن تعالي څخه ورته د جنت فيردوس غوښتونکي يم

  4. داسلام او افغانستان دسولی دښمنان نه غواړی چی په افغانستان کی سوله راشی بل کی دوی غواړی چی په افغانستان کی جګړه جاری وی ځکه ددوی مفاد له مینځه زی دمولوی عبدالرقیب صاحب دشهادت موضوع داشا هدی ورکوی چی هرهغه څوک چی دافغان ورورسره دسلحی خبری کوی هغه به دمرګ سره مخامخ کیږی
    دامیکایانو سره خبره رواه دافغان ولس اوحکومت سره نارواه
    امریکا داسلام دحقوقو نا خبره افغان ولس داسلام په حقوقوخبردی
    ځکه دوی دافغان ولس اوحکومت سره خبری نه غواړی

  5. مولوي عبدالرقیب دحق دلارې یو پیاوړي مبارز مجاهد ځوان و د افغانستان په تاریخ کې به نوم د تل لپاره ژوندی وي او طبعې ده چې ددغه شهادت به په هیواد کې دسولې او امنیت درامنځته کیدو پروسه ټکنې نه کړې او نه به هم د دغه لارې د لارویانو پر روحه منفي اغیزه وکړې بلکي لازیات به په خپلو هلو ځلو کې مخکښ شي او د شهید د ارمانونو دهیلو کاروان به تر منزله ورسوي )

  6. الله دی شهادت قبول کړه غیرتی افغان وی په غیرت کښی ولاړی ستاسو غیرت دبغیرتو ډوډی خورواوناځوانه چغال واری مزدورانو ته ورز تر اخیرته پیغور اوالله دی تبا اوبربادکړی شهیدغازی په دی ۳۰کاله نه خپل کورلیدلی اونی پلار مورلیدل اوس دشهادت په حال کی ټولو اقرباوو لیدی الله تعالی جنت فردوث نصیب کړی آمین ثم آمین

  7. الله جی دی دمولوی صاحب عبدالرقیب شهادت قبول کړی . تاسو ته معلومه ده چی داسلام او صلح دشمنان هیڅ کله نه غواړی چی دمسلمانانو ترمنځ صلح او ارامی راسی د صلح داعیان او لارویان په مختلفو بهانو او دسیسو له منځه وړی چی په دی وروستیو کی مونږ ددی پیښو شاهدان وو په کوټه کی او هم په کابل او پښاورکی خو دوی نه پوهیږی چی داسی نورخلګ هم سته چی دالاره تعقیب کړی خدای دی دصلح دلارویانو قاتلین اوعاملین په خپل سزاورسوی ترسو په هیوادکی مو یو ارام اسلامی او واقعی نظام پرسر دقدرت سی او تول هیواد وال په یوه کمبله باندی دیو بیرغ لاندی ژوندوکړی .

  8. لوی الله پاک (ج) دی دشهید مولوی عبدالرقیب تخاری شهادت په خپل لوړ مقام کښی قبول وګرځوی پاته سوو ته دی یی الله پاک صبر جمیل ،اجرعظیم اوخلف صالح ورپه نصیب کړی .. آمین … هیله ده چی دا به دافغانستان آخر شهید وی الله پاک دی زموږ په ګران هیواد کښی نوره دا غمیزه پای ته ورسوی اوالله پاک دی زموږ وطن داسلام دچتر ترسیوری لاندی په سوله ،سوکالی اوآرامی ونازوی … آمین یارب العالمین

  9. برین جنت دی ځای وی ورثوو ته ی صبر جمیل اجر عظیم غواړم زمونږ د مشرانو له جملی څخه وو

ځواب ورکول Asma ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *