تاند- د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د طالبانو له نوي مشر ملا اختر محمد منصور سره یووالی اعلان کړ.

ظواهري په انترنیټ کې په یوه صوتي پیغام کې ویلي:«موږ له خپل مشر، امیرالمومنین اختر محمد منصور سره د بیعت او وفادارۍ ژمنه کوو.»

باور کېږي چې ظواهري هم د اسامه بن لادن په شان په پاکستان کې پټ دی.

ده په داسي وخت کې له منصور سره د بیعت اعلان وکړ چې د طالبانو په منځ کې د مشرتابه پر سر لانجه لا حل شوې نه ده. د ملا عمر کورنۍ او د طالبانو د مشرتابه شورا یو شمېر غړي د منصور له مشرۍ سره موافق نه دي.

خو اوس د منصور ډله، چې آی ایس آی ورسره په نسبي ډول زیاته خواخوږي لري، برلاسې ښکاري.

ښايي د طالبانو په منځ کې د اختلافاتو له کبله ایمن الظواهري، چې شبکه یې په افغانستان او پاکستان کې پر طالبانو متکي ده، د دې ډلې د نوي مشر بیعت په بیړه اعلان نه کړ.

5 thoughts on “د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د طالبانو د نوي مشر بیعت وکړ”
  1. دا ظواهری خو هم دیر مست سری دی، له مصر سخه
    راغلی او دلته جهادونه او بیعتونه کوی. زما په نظر د ظواهری لپاره اوس شه جهاد په مصر کی دی. هسی دلته وخت ضایع کوی دلته خو به یی د افغانانو په وژلو زره یخ شوی وی

  2. ولسمشره؟
    اي دافغانستان شريف ملته ؟
    عالمانو،پو هانو .استاادانو ،روشنفكرانو؛،ځوأنا نو خوياندو او مياندو ؟
    هو ښيأر او بيدار اوسي،؟
    دايوه نوي استخباراتيا مافياي طر حه او پلان دي ديونوي مرحلي او نوي جنګي بعدي وضعي چه دتير شوي حالاتو څه دا يوه ډ يره خطر ناكه مر حله او تو طيه ده .
    دبلي خوا و ګوري چه دحزب اسلامي دوحدت شورا منځ ته راتله دابله تو طيه او زما دخبرو د پيشګو ءي يو شهود دي .
    چه ورو،ورو به همداسي نور اتحاد ونه دمختلفو سياسي كړ يو او تنظيمونو او جنګسالارا نو تر منځ پيشبيني و ړ بولم او راتلونكي دي .
    خطر ناك ترين ءي أتحاد، د دطالبانو او القاعدي دي چه خارجي پشتيبانه لري .
    بيا به ددي لوبي مشري أور فري همدا خاين پا كستان وي .
    ديو افغان او ديو استخباراتي كار پوه په تو ګه ، خپل تاريخي رسالت او مسوليت چه لر م په ليكلو ددي نامي خپل مسوليت رفعه كوم او مسوليت دفعلي حكومت په غا ړ ه ا چوم .
    چه هوشيار او هر تصميم چه نيسي بايد هوشيار انه او پيشګرانه تدابير او پلان بايد ولري .
    جنرال حبيب الله جلالزوي

  3. د ګوره زویه، داسی ښه ږیره لرې، اوس به دی خپل خالصانه عبادت کولای خو ته په دې شیطانی لوبو کی لګیا ئی، اللّه ج دی زموږ سره هدایت درته درکړی.

  4. ایمن الظواهري
    Have been killed long time go he die before mullah M Omer . It’s anther part of the to show the Taliban that even ایمن الظواهري outside accepted ختر محمد منصور .

  5. wass pakar da che da Afghanistan da ulamawo shoora da Misar (Egypt) khilaf da jehad fatwa warka. Zma pa khial che Afghanano la pakar dee che da Pakistan ao Misar khilaf jang wakrree Zaka che ANA da para da sa grana khabara na da. Wass ANA tole dunia sara jagrra kawale shee.

ځواب ورکول ميوند خان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *