نظیف الله بلال

د الانفال په سورت کی الله ج فرمایلي چې :کله د الله ج له خوا عذاب نازلیږي نو یوازی په ظالمانو باندی نه بلکې په هغو خلکو هم نازلیږي، چا چې د ظلم په مقابل کې سکوت اختیار کړی، او الله ج ډیر سخت عذاب ورکونکي دی.

زموږ په هیواد کې په هیوادوالو چې کوم ظلمونه او دلته کوم فسادونه او فتنې کیږي، او دا کوم عذابونه چې په موږ نازل دي او نور به هم نازلیږي د دې ټولو مسؤلیت زموږ په غاړه دی، ځکه چې موږ سکوت اختیار کړی.

له دی څخه دا جوته شوه چې څښتن تعالی د ظالم په مقابل کی د ودریدو او دظلم د مخې نیولو امر په ټولو خلکو کړی،
الله ج بل ځای فرمایلي چې زه د یو قوم حالات تر هغې پوری نه بدلوم تر څو چې هغوی خپل حالات په خپله بدل نه کړي.
نو یوازی په دعاوو څه نه کیږي بلکې عمل ته هم ضرورت دی، او موږ به حرکت کوو تر څو الله ج برکت واچوي،
نوره دنیا چیرته او موږ چیرته؟

فتنه، فساد او ظلم د حد څخه زیات شوی، او کله چې ظلم د حد څخه زیات شي د لاس اوچتول فرض شي، هر څه همدومره وي، ظلم هم او غلي پاتې کیدل هم.

د غلامی د سل کاله ژوند څخه یوه ورځ ازادي ښه ده،

او د بی عزتی د سل کالو ژوند څخه یوه ورځ د عزت ژوند ښه دی.
د هره ورځ مرګ څخه یوه ورځ مرګ ښه دی.

په سپینو جامو کی تورمخو، اود ملایکي په لباس کی شیطانانو ته نور یوه ورځ وخت هم نه ورکوو، چې زموږ د افغان ورور یوه قطره وینه او زموږ د یوی افغانی خور یو څاڅکې اوښکه توی کړي.

زه نه پوهیږم چې ولې مو ټول عمر د خپل ورونو په وژنه کې تیر کړو، کله په یو نوم او کله په بل نوم پاڅیږو او خپلې خویندی کونډی کوو، خپل بچیان یتیمان کوو. بیا همدا کونډی او یتیمان د یوی ډوډی پیدا کولو لپاره بل چا ته لاس نیسي، څوک د چا بوټان او څوک د چا د موټر ښیښې پاکوي، په ژمي کی باران او واورو ته او د سور اوړي په ګرمیو کې تود لمر ته ولاړ وي، د ښه ژوند څخه بې برخې دي، ددوې راتلونکی به څه وي؟ او ددی مسؤلیت د چا په غاړه دی؟؟

د غلي کیښناستو وخت نه دی، د حق لپاره به ټول په یوه خوله او یو غږ پاڅیږو او نور به دې خاینونو، مفسدینو، او ظالمانو ته پدې ټولنه کې ځای نه ورکوو، ا ولاسونه به یې لنډوو. او خپل بیوزله ورور به له لاس څخه نیسو او مخکې پر وړاندی به ځو.

مبارزه به مو د حق لپاره وي، زموږ وسله زموږ غښتلې هوډ دی، زموږ وسله قلم دی او زموږ وسله اتحاد او اتفاق دی.
زموږ لاره د قران لاره ده، ښه خبر دا چې د نړۍ د ټولو څخه د لوی قدرت څښتن تعالی مو ملګری دی، او همدا زموږ لپاره بس دی.

اخره کې یو شعر هم لیکم چې وایې:
مامې ځواني په یوه داسی ملک کې تیره کړله
چې د لمونځونو نه مې ډیرې جنازی کړي دي.

0 thoughts on “د الله ج عذاب به په ټولو نازلیږي/ نظیف الله بلال”
  1. Salama`leykom,
    Zmong d lmonzonu sakha bayed S`aoodiey araban; av la jenazo sakha mo Chinayan pend aw a`ebrat wakhliey.!
    Pakhpala bayed la caldar av doller paresty sakha laas pa ser shoo. tash pa naami islamy gawennddyan de hem la fitno aw fesaad aw zuloom sakha laas wakhly, ter tszo d` parmakhtlaly EUROPA etc… level ta wrasego.
    Va minALLAH-e al-tevfiqq.

ځواب ورکول DR.H.Z. .Safi . ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *