زمری باهر، د الکترونیکي تذکرو د نوم لیکنې رییس –

د الکترونیکي تذکرو د وېش اداره د دریو کالو راهیسې فعالیت کوي، دغه پروژه د مهمو ملي پروژو څخه ګڼل کېږي، په عین وخت کې د الکترونیکي تذکرو وېش له بل پلوه یوه پروسه ده، ځکه دا پروسه له یوې مودې وروسته پای ته نه رسېږي، بلکې په دوامداره توګه د هویت تثبیت او د الکترونیکي تذکرو د وېش خدمتونو ته ادامه ورکوي.

د الکترونیکي تذکرو دوېش ادارې له تاسیسه تر اوسه ارزښتناکې او مهمې دندې درلودې او لري. د نفوسو د احوالو د ثبت قانون او په هېواد کې د نورو نافذو قوانیو په رڼا کې د پالیسیو، کړندلارو، پلانونو او لوایحو جوړول د یادې ادارې کړي کارونه یادولای شو، ددې ادارې پلانونو او پالیسو سره سم الکترونیکي تذکرې په څلورو پړاوونو کې وېشل کېږي:

د معلوماتو راټولول، د هویت تثبیت، نوم لیکنه او د تذکرو چاپ، پدې لیکنه کې ددې ادارې کارونه په دریو برخو کې وړاندې کېږي.

لومړی- د معلوماتو راټولول:

د الکترونیکي تذکرو ادارې یوه مهمه موخه چې ادارې لپاره ډېر اهمیت لري، داده چې هېوادوال له سرګردانۍ او بې ځایه ستړیا نه خلاص شي تر څو د اداري فساد لپاره لاره هواره نشي. د همدې لپاره ددې ادارې کار په داسې ډول جوړ شوی چې ټول کارونه ادارې د کاروونکو لخوا تر سره شي تر څو زموږ هېوادوال لالهانده نشي.

د معلوماتو راټولول لومړنی او یو مهم پړاو دی، پدې پړاو کې زموږ کارکوونکي د وطنوالو کورونو او دفترونو ته ځي، کورنۍ او انفرادي فورمې ورته ورکوي تر څو د هر وګړي د اړتیا وړ معلومات پکې ثبت شي، او برسېره پردې د کاغذي تذکرې کاپي، تحصیلي اسناد، ترخیص، وینې ګروپ معلومات او نور دهغه ضمیمه کېږي.

په کورنۍ فورمه کې د کورنۍ د غړو لنډ معلومات ثبتېږي، همدارنګه هر کس ته یوه انفرادي فورمه ډکېږي. د الکترونیکي تذکرو د وېش ادارې په ۸۰ کاري ورځو کې د کابل ښار په ځینو سیمو کې د هېوادوالو کورونو ته تللي او یو سلو لس زره وطنوالو فورمې یې ډکې کړيدي او د ټولو اړتیا وړ اسنادو سره یې مرکزي دفتر ته رالېږدولي دي. وروسته د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د رییس د لارښوونې پر بنسټ چې باید دولتي کارکوونکو ته اولویت ورکړ شي، په وزارتونو کې هم کار پیل شو، د الکترونیکي تذکرو د وېش ادارې د ۱۳۹۳د حوت د ۱۳ نېټې نه د وزارتونو کارکوونکو ته د فورمو ډکول پیل کړي دي، یانې تراوسه په څلېریشت وزارتونو یا په ټولو ملکي وزارتونو کې د معلوماتو د راټولولو(د وزارتونو د کارکوونکو او دهغوی د کورنۍ د غړو د فورمو ډکول د اړینو اسنادو سره) د راټولولو بهیر په چټکۍ سره روان دی.

تراوسه پورې په لسو وزارتونو کې د معلوماتو راټولول بشپړ شوي او پاتې نورو وزارتونو کې هم کار په چټکۍ سره روان دی، دا اداره کولای شي هره ورځ د څلور زرو زیاتو هېوادوالو فورمې او د اړتیا وړ معلومات راټول کړي. اوسنۍ شمېرنې څرګندوي چې تراوسه یو سلو شل زره انفرادي فورمې د دولت کارکوونکو او د هغوي کورنیو ته وېشل شوي، چې له دې څخه تر شپېته زرو زیاتې یې راټولې شوي او بشپړې شوي.

په لنډو کې ویلای شو چې تراوسه دوه سوه زرو زیاتو هېوادوالو ددې ادارې فورمې ډکې کړي او ټول د اړتیا وړ اسناد یې ورسره یوځای زموږ کارکوونکو ته سپارلي، دا اسناد د ادارې په ارشیفونو کې خوندي دي او تر کار لاندې دي تر څو بلې مرحلې ته لاړ شي او د تذکرو وېش لپاره چمتو شي.

دوېم- د هویت تثبیت:

هېوادوال د فورمو او ارشیف اسنادو پر اساس یې هویت تثبیتېږي، دا اسناد پرته له دې چې خپله هېوادوال مراجعه وکړي، د الکترونیکي تذکرو د کاروونکو لخوا چې د نفوسو داحوالو د ثبت ریاست کې ګمارل شوي طی مراحل کوي، د اساس کتابونو او اصلي کوندو سره تطبیقېږي او د هویت تثبیت یې کېږي. پدې برخه کې هم د ادارې فعالیتونه په ښه ډول روانه دي، زموږ وروستۍ شمېرې څرکندوي چې تر شپیتو زرو ډېرو هېوادوالو هویت تثبیت شوی، پدې مانا چې که د الکترونیکي تذکرو د وېش بهیر پیل شي نو دا شمېر هېوادوال زموږ مرکزونو ته رابلل کېږي او تذکرې ترلاسه کوي.

درېم: د وګړو د احوالو د ثبت کتابونو ډیجيټلي کول:

د پورته دندو ترڅنګ یوه بله مهمه دنده چې د الکترونیکي تذکرو ۱۱۰ تنه کارکوونکي د پنځه میاشتو راهیسې پکې بوخت دي؛ د وګړو د احوالو ثبت ریاست د هېوادوالو د هویتي معلوماتو د کتابونو ډیجیټلي کول دي، دا بهیر د اساس کتابونو او کوندو ډیجیټلي کول دي، تر څو انځور او د هغو معلومات په ډېټابېس کې وساتل شي. چې هر وخت یې اړتیا وي ژر پیدا شي.

د اساس کتابونو ډيجیټلي کولو څانګه د مرسته کوونکو په مالي حمایت او د کډوالو نړیوال سازمان په ملاتړ او همکارۍ کار کوي، د الکترونیکي تذکرو کارکوونکي تر اوسه توانیدلي په دریو کاري شیفټونو کې د افغانستان دوه سوه او پنځوس زره وګړو معلومات سېستم کې ثبت کړي، دري شپېته زره د اساس کتابونو د پاڼو تصویرونه اخیستل شوي، یو سلو او دېرش جلده د اساس کتابونه بشپړ شوي، اتیا جلده کتابونه د بشپړېدو په حال کې دي او د یو سلو اتیاوو کتابونو باندې کار روان دی.

د الکترونیکي تذکرو د وېش ادارې ټول کارکوونکي د پلان سره سم، په دریو برخو کې په منظم ډول د دندې د اجراکولو په حال کې دي، دتذکرو وېش په پیلېدو سره به دوه کاري څانګې نورې هم فعالې شي چې د نوم لیکنې او بایومیټریک اخیستلو و د الکترونیکي تذکرو د وېش څخه عبارت دي.

2 thoughts on “د الکترونیکي تذکرو کارکوونکي څه کوي؟”
  1. ژر بوډا والي ته رسوونکي عام عادتونه :لیکنه// عطاءالرحمن “هدایت”
    آیا تاسې خو دخپل اوسني عمر نه زیات عمر یا بوډا نه ښکارې…؟؟ که چیري تاسي په آئینه کې داسي منظره لیدل نه غواړي نو په خپل ورځني عادتونو کې بدلون راوستل غوره لار ده، خوراک او خوب ستاسي مخ زوړ او ستاسي عمر کمولو کې مهم رول لري. دلته یو څو داسي عادتونه په نښه کوو چې تاسي کولي شې ژر بوډاوالي ته ورسوي.
    په یو وخت کي ډیر کارونه کول یعنی Multi Tasks، که چیري تاسي په یو وخت کي دډیرو کارونو ترسره کولو عادت لري نو ددغه مصروف ژوند دروند قیمت ستاسي بدن ادا کوي. ډیر سائنسي راپورونو کي دغه خبر مخي ته راغلي چې ډير زیات کار او فشار جسماني حجرو ته نقصان او دعمرد رفتارد لوړیدو سبب ګرځي. ماهرین وايې چي باید په یو وخت کي یو کار ترسره شي او دیو کار دخلاصیدو وروسته بیا بل کار ته توجو ووشي. دخوږو استعمال څنګه چي خواږه دهرچا خوښ وي مګر دغه خواږه دوزن زیاتیدو سره سره دمخ زوړوالی هم منځ ته راوړي. شکر یا خواږه دوجود دحجرو سره یو ځاي کیږي او په نتیجه کي دمخ سوروالی له منځه وړې او دسترګو لاندي توری حلقي جوړوي. همدغه راز کرښي او دغه حلقی هم مخ زړاوي. نو شکر یا خواږه څیزونو نه ځان ساتل دمخ ښکلا برقراره ساتلو کي کومک کوي. لږ ویده کیدل نه صرف دسترګو خوا او شا دتولو حلقو باعث ګرځي مګر ژوند هم لنډي. هره ورځ د ۷ ساعتنو نه کم خوب کولو عادت دورځي انرژي، ذهني سستي او دوزن غټیدلو وغیره باعث ګرځي. ډیر زیات تلویزون ته کتل لکه څنګه چي نن سباعامه خبر ده اوهر څوک تلویزوني پروګرامونو ته ډیر وخت ورکوي لاکن برټش جنرل آف سپورټس میډیسن دیو تحقیقي راپور له مخي یو ساعت مسلسل تلویزون ته کتل ۲۲ دقیقي دژوند کموالي باعث ګرځي. همدغه راز کوم خلک چي هره ورځ اوسطا شپږ(۶) ساعته تلویزون کتلو عادت لري په نسبت دهغه چا څوک چي دغه عادت نه لري پنځه (۵) کاله لنډعمري پاتي کیږي. څرنګه چي تلویزون کتل په ناسته کیږي نو ډیره ناستي په وجه وجود شکر په حجرو کي جمع کول شروع کوي چي په نتیجه کي دوجود دغټ والي سبب ګرځي. ددي نه بچ کیدلو طریقه دا ده چي کله تاسي تلویزون ته کینې نو هر دیرش (۳۰) دقیقي وروسته یو قدمه اخلي. دورځي ډیر وخت ناسته یا ډیر وخت په ناسته تیرولو یا سست طرز انسان کي دغټ والي خطري سره سره د ګردو او زړه مرض او حتی چې دکینسر امکان هم زیاتیږي. که چیري تاسي صحت مند وجود غواړي نو دهري ورځی پیل له ورزش څخه وکړئ. ډیر زیات ډول سنګار (میک اپ) په تیره غوړ مصنوعات دپوستکي ورکوټي سوري بندوی چي د ډیرو مشکلاتو سبب ګرځي. همدغه راز دکیمکل نه جوړ شوي کریمونه او داسي نور مواد دپوستکي قدرتي ښایست له منځه وړي چي په نتیجه کي پوستکي وچ او دداغونو سبب ګرځيدې شي. همدغه راز سیګرټ څکول چي دشونډو وچیدو سره سره دمخ دبدرنګوالي باعث ګرځي.

  2. Sir I am 22 years old I want to job in your organization . give me a chance I’ll never disappoint you . thank

ځواب ورکول Muhammad bilal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *