زموږ په کورني کتابتون کې د شاه امان الله د وخت د عکسونو یو کلکسیون دی چې د نوموړي پاچا د سلطنت په وروستي کال (۱۹۲۸) په ډیلي کې چاپ شوی دی. په دې کلکسیون کې اووه څلوېښت عکسونه دي چې اکثره یې په ۱۹۲۷ کال کې اروپا ته د شاه امان الله او ملکې ثریا طرزي له سفر سره تعلق لري. د دې کلکسیون په دوتنې باندې په غټو توریو لیکلي دي:( دورۂ یورپ) او تر عنوان لاندې لولو: دیر میجسٹیز شاہ و ملکہ افغانستان.
د شاه امان الله خان د سلطنت په وروستیو کلونو کې زما نیکه د تجارت په سلسله کې هند ته تګ راتګ کاوه او په غالب ګومان کتاب یې هماغلته په هند کې رانیولی و. تر هر عکس لاندې په اردو ژبه په یوه جمله کې لنډه شرحه لیکلې ده.
د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په ویاړ مې وغوښتل چې د دغه کلکسیون څو عکسونه له وطنوالو سره شریک کړم. په لاندنې عکس کې په بمبۍ کې اعلیحضرت امان الله خان په چوکۍ ناست دی او د یوه عرب زلمکي د قرآن عظیم الشان تلاوت اوري. د نورو ولاړو کسانو په باب څه نه دي لیکل شوي.
په دې بل عکس کې ملکه ثریا طرزي وینئ چې په انګلستان کې یوه زېږنتون ته ورغلې او د یوې مور نوزېږی ماشوم یې په غېږ کې نیولی دی:
او په دې لاندې عکس کې اعلیحضرت امان الله خان وینئ چې په انګلستان کې د اکسفورد پوهنتون د حقوقو د افتخاري دوکتورا ( ډاکتر اف سول لا) له اخیستلو وروسته خپل ځای ته ستنېږي:
زما په خیال مونږ ته پکار ده چې له استقلال سره د اړوند کلتور د نخښو د خوندي کولو لپاره یو پروګرام ولرو. د شاه امان الله د وخت ودانۍ د دغو نخښو یوه برخه وه چې د ولسمشر حامد کرزي په زمانه کیې یې ځینې ورغېدې او ځینې یې د دارالامان ماڼۍ په شان په بد حالت کې پاتې دي. د هغه وخت د هند، اروپا او نورو هیوادونو په مطبوعاتو کې د افغانستان په باره کې ځینې مواد پیدا کېدای شي چې ټولول، خوندي کول او څېړل یې پکار دي. د افغانستان د خپلواکۍ د جشنونو د خاطرو، عکسونو او یادګارونو راټولول یو بل هغه کار دی چې د دې بختورې ورځې په ویاړ یې تر سره کولای شو. ګومان کوم په دویم ټولګي کې وم چې د استقلال د جشن لپاره لپاره مو په ښوونځي کې ترانه ویله او د هغې دا بند مې په حافظه کې پاتې دی:
راغلې د افغان د فخر شپې او د ښادۍ ورځې
دا د ازادۍ ورځې، دا د ازادۍ ورځې
له خپلواکۍ سره د اړوندو ادبیاتو څېړل او د منتخباتو خپرول یې یو بل ګټور کار دی.
ډېر عالي، خدای دې خیر درکړي.
Can you share a scan copy of these photos with me. My email is: [email protected]