موږ هر یو د افغان ملت او مسلمان امت برخه یو. دا دوه ډېر مهم او درانه هویتونه دي او دواړه مو دنیوي او اخروي ګټې تأمینوي، خو د ننني عصر اسلامکاري د امت او ملت د تصوراتو په خلط کولو دواړو هویتونو ته سخت تاوان رسولی دی.

که ریښتیا ووایو، په اسلامي نړۍ کې اوسنیو ستونزو او شخړو تر شا یو لوی غلط تصور د ملت او امت د معناګانو خلط کېدل دي، چې له امله یې داعش، القاعده او دوی ته ورته فساد پېښه حرکتونه رامنځته کېږي او د ټولنې ثبات ته زیان رسېږي. د همدې خلط له امله ځینې خلک له ملي مرکزونو فرار کوي، او تر ملي ګټو انټرنېشنلیسټي ګټو ته ژمنتیا ښیي. د دوی د کار په پایله کې د ملتونو ترمنځ بې عدالتي رامنځته کېږي. د یوه ملت بیت المال، ګټې، اوبه، سیندونه، ځنګلونه، ثبات او ژوند د بل په ګټه تباه کېږي او بل ملت له دې تباهۍ څخه ګټه پورته کوي.

د نړۍ هغه دوه ملتونه چې د امت او ملت تصور یې سره ګډ کړی، د نړۍ د شر او رذالت په محورونو اوښتي دي. دغه دوه ملتونه له پاکستان او اسرائیلو څخه عبارت دی.
دا چې ملت او امت سره ګډېدل په اوسنۍ نړۍ کې ممکن نه دي، نو دا دواړه ملتونه په خپلو ټولو اساسي ارزښتونو کې دروغجن، جعلکار او فاسد ثابت شوي دي. مثلا، پاکستان د خپلو ګټو لپاره تل د امت شعار کارولی خو کله چې بیا د امت او ملت د ګټو ټکر راغلی، بیا یې د ملت د ګټو لپاره د امت پر ګټو خاورې اړولي دي.
د پاکستان د جوړېدلو په نظریه کې د امت د شعار کاذبې کارېدنې د تاریخ تر ټولو لویه بشري فاجعه رامنځته کړه. کله چې پاکستان د مسلمانو او هندوستان د نا مسلمانو ټاټوبی اعلان شو، نو شاوخوا ۱۴ ملیونه کورنۍ، چې ډېری یې مسلمانې وې، د بربادۍ، بې کورۍ، اقتصادي مشکل، هویتي مشکل، مرګ او پردېسۍ له برخلیک سره اخته شوې. هندوستان هیڅ وخت له مسلمانه خالي نشو او پاکستان هیڅ وخت د اسلام خاوره نه شو، خو تر منځ یې د لسګونه ملیونه مسلمانانو ژوند او هستي لولپه شوه
نورو ملتونو به هم د امت ګټو ته لومړیتوب نه وي ورکړی، خو لږ تر لږه، د امت شعار او د امت احساسات یې د خپلو ګټو لپاره هم نه دي مسخره کړي.
دا چې ملت او امت څه توپیر لري، اسانه بحث دی، خو لکه د ډېرو نورو بحثونو، د دې بحث اسانتیا هیڅکله د ملي ضد عناصرو د حماقت کچه نه ده را ټیټه کړې. غواړم د ملت او امت تصورات په یو څو ټکیو کې سره بیل کړم:

۱) امت جغرافیه نه لري، ملت جغرافیه لري:
یو مسلمان که په شمالي یا جنوبي قطب، که په امریکا، کاناډا، اسټرالیا، که په هند، چین، برما یا د نړۍ په بل هر ځای کې اوسېږي، د امت برخه دی. په ملیونونو مسلمانان په پاشلې جغرافیه کې اوسېږي، دوی ټولو ته امت ویل کېږي، خو ټول یې د محدودې جغرافیې خلک نه دي. ځینې کفار د مسلمانانو، او ځینې مسلمان د کفارو په هېوادونو کې اوسېږي.

۲) د امت د وېش اساس عقیده ده او د ملت د وېش اساس مادي دی:
لکه موږ چې په کلیو کې اوبه تقسیموو، د هر کلي حقابه ده، یا ځمکې وېشو، یا کارېزونه پاکوو، یا د جومات د ژمي د آزوغ لپاره چنده کوو، ملت هم د همدې شیانو وېش ته وایي، خو د امت د وېش اساس نه ځمکه، نه اوبه، نه معدن او نه پوله پټی دی. د امت د وېش او بېلښت اساس عقیده ده. عقیده په فرد پورې اړه لري. یو ورور به کافر وي، بل به مسلمان وي، خو د یوه پلار میراث جایداد به ور ورسېدلی وي، په یوه حقابه به شریک وي، په یوه قباله به شریک وي، او که بل کلی د سېلاب اوبه پرې را خوشې کړي، د دواړو ځمکه او جایداد به یو ډول په اوبو لاهو کېږي، یا مثلا، دوه ګاونډیان پر یوه کوڅه شریک دي، دواړه مکلف دي چې چوکیدار پیسې ورکړي، د صفاکار پیسې ورکړي، په کوڅه کې یو بل ته ضرر ونه رسوي. دوی کلیوال دي، په کوڅه او کلي شریک دي خو دوی د عقیدې پر اساس وېشلي دي. د امت کار له اوبو، څړکونو، تجارتونو، ګمرکونو، دپلوماتیکو اړیکو، هغو دغو سره نه وي. په بله معنا، د ملت کار او محور دنیوي ګټې، او د امت اساس دیني، او اخروي وي. ټول مسلمانان یو امت دي، خو په عصري تعریف، یو ملت نه دی. ملي ګټې د هر چا خپلې دي.

۳) په ملت غیرمسلمان را ګډېدای شي، په امت نشي را ګډېدای
موږ ډېر هندو افغانان لرو، او هندوستانیان ډېر مسلمان هندوستاني لري. دا دلته خوشاله دی، ځکه د دې ځای له خلکو سره یې ګټې مشترکې دي، دلته یې کورونه، دوکانونه، پنساریانې او کاروبارونه دي. که په غزني سېلاب راشي، دا سېلاب بیا هندو او مسلمان نه ګوری. دواړه یو ډول په مخه کوي.

۴) ملت په قانون او امت په شریعت روان دی:
دا چې قانون او شریعت څه توپير لري، د قانون لپاره یوه ټاکلې جغرافیایي محدوده، د حکومتدارۍ او حاکمیت یو ټاکلی چوکاټ، نافذوونکی لوری او بشپړه دولتداري ضروري ده، خو یو انسان که په یواځې ځان، په یوه دښته کې اوسېږي، یا د کفر په منځ کې اوسېږي هم، که وغواړي د شریعت بشپړ پابند پاتې کېدای شي، خو هر ځای د خپلې ټولنې قوانین نشي تطبیقولای. مثلا، په هندوستان کې د افغانستان په لاس موټر نشي چلولای. البته، دا چې شریعت معنوي او اخلاقي اړخ لري، په ځینو مواردو کې د مصلحت لپاره د دین د یوه حکم رخصتول خپله د شریعت مطابقت دی، خو قانون دا نرمښت نه لري. قانون او شریعت ګڼ توپیرونه لري چې ځینې مهم توپیرونه یې لاندې دي:

۱ـ شریعت د قانون سرچینه ده، چې البته، قانون له شریعت پرته، ځینې نورې سرچینې، لکه عرف، اجماع، قیاس، تخنیکي پوهه (دنیوي علم) هم غواړي.
۲- قانون انسان جوړوي. شریعت خدایي، او د وحیې زېږنده دی. په دې اعتبار، د وضعي او غیروضعي قوانینو اصطلاحات غلط دي. شریعت غیروضعي دی، قوانین ټول وضعي وي.
۳- قانون له وخت او ځای سره تغییر کوي، شریعت نه بدلېږي.
۴- قانون عمدتاً له فردي رویې او فردي اخلاقو سره هومره تړاو نه لري، مګر دا چې پر نورو اثر پرېباسي. مثلا، د دروغو ویلو لپاره جزا نه ټاکي، مګر دا چې په بل چا پورې تړاو ولري. په شریعت کې بیا ټول اخلاقیات، فردي رویې، او عبادات نه دي شامل.
۵- قانون محدود وي. ټول ژوند نه بوښي. شریعت محدود نه دی. د ټول ژوند لپاره دی.
۶- قوانین دنیوي چارې، لکه ترافیکي مسایل، زراعت، کانونه، او زرګونه نورې چارې را نغاړي. د شریعت بیا له دې سره کار نشته چې کوم بوټی چېرته کرل کېږي، او کوم موټر ته د څومره بار وړلو اجازه ده.

۵) نړیوالې مراودې ملي دي، نه د امت پر اساس:
د اوسنۍ نړۍ ټولې مراودې، ډپلوماسۍ، اړیکې او راکړې ورکړې د ملي هویتونو پر اساس تنظیم شوي دي. په نړۍ کې اسلامي، یا عیسوي یا یهودي پاسپورټ نشته. که بیا هم یو څوک وغواړي چې مسلمان او کافر د امت پر اساس سره بیل کړي، د هندوستان د تقسیم بشري فاجعو ته ورته پېښې تکرارېږي. ځکه چې د دې کار په پایله کې به په ملیونونه مسلمانان د تجاوز، تېري، رټنې او بې کوره کېدنې ښکار شي، په داسې حال کې چې د اسلامي هېوادونو په خاوره کې به همداسې په ظلم، جنسي تېریو، غلا او لوټ استقبال شي لکه د هندوستان مسلمانان چې په پاکستان کې استقبال شول.

By Editor2

5 thoughts on “د امت او ملت توپیر / مجید قرار”
  1. عزتمنده : دملت اوامت دو کلمو معنی ، تعریف اواویوله بله فرق اوبیلیدل اودهری یوی منشه په ډیرښه او واضیح ډول تشریح شویدی ا.خو داسلامی ملت دپاره دقانون مهمه منبع دین اوهغه تعملات چی ددین خلاف نه وی ده او دغیراسلامی ملتونو لپاره او یا چی دین ییپری ایښی دی اويادسکولرټولنو دپاره دقانو ن منبع څنګه چی تاسو ذکر کړیدی دی اوددین پابند ندی .

  2. ښاغلی قرارصاحب اودرنو لوستونکو: :
    دښاغلی قرارصاحب هره لیکنه دومری زړه وړونکی اوجذابه ده چی زه یی اکثرا تکرارا لولم اوزړه می غواړی چی کاشکی می قرارصاحب یوځلی دنږدی لیدلی اوملاقات می ورسره کړیوای . په هرصورت داچی پاکستان دامت داصل پر بنیاد جوړشویدی دابه زما په نظر دامت په بهانه په سیمه کی دغربی استعمار خاصتا انګریزد استعماری نقشو او داسلامی امت دتضعیف اوپه سیمه کی داسلامی امت دبی ثباتی ، جنګ اوجګړو دپاره دهغه بنیا د داسلام اومسمانانو تر نامه لاندی جوړشوی وی . ځکه دهندوستان او افغانستان دیوی بر خی خاوری په اجباری جلاکیدو سره پاکستان جوړشویدی چی پدی سیمه کی به تر څو چی همدا فعلی جغرافیایی جوړښت وی دپاکستان هندوستان او پاکستان افغانستان ترمنځ جنګ اوجګړه وی او د هندوستان کی یوه لویه شمیره مسلمانان دهندوانوپه مقابل کی کمزوری اوکموی نواکثرا دپاکستان په وجود سره به همیشه په دی سیمه کی دغربی استعمار دنقشو اوپروګرامونودتطبیق دپاره ډباکستان پرلاس داسلام ترنامه لاندی جنګ او جګړه او بی ثباتی وی چی همدااوس یی عملا وینو . ، مونتسکیو فرانسوی حقوق پوه اود روح القوانین موللف پخپل دغه علمی کتاب کی لیکی ((لیکی چی ددښمن سره جنګ ددښمن په سلاح ښه کیدلای شی )). نودمسلمانانو دپاره ښه سلاح اسلام دی چی په همدی اسلام ترنامه لاندی کفری نړی دپاکستان پر لاس داسلامی هیوادونواو مسلمانانو همدا اوس جنګ ، کشتار اوبیثباتی همهغه دکفری نړی امریکی او انګریز پلانونه او نقشی دجهان نیولو او جهان خوړلو دپاره ترسره کیږی.

  3. له قرار څخه د ښه مطلب په خپرولوسره په مننې .
    واضېح ده چې اسلام یا قرآنکریم د مسلمانانو قانون او لارښوونه ده او تر اسلام مترقي او عادلانه دین بل نشته و خو دافسوس خبره داده چې اکثریت مسلمانان داسې کړنې ترسره کوي چې هغه نه په اسلام کې شته اونه په انساني اصولو کې ،کاشکی هر مسلمان د اسلامي قانون مطابق ځان عیار او هغه لکه څنګه چې ضروري دي همغسې پر ځان تطبیق کړي او دخپل ژوند په ټولو برخو کې اسلامي قانون خپل لارښود وګرزوي.

ځواب ورکول Dr.HamidUllah Zrrlver Sapi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *