تاند- د افغانستان د ولسمشرۍ د یو شمېر کاندیدانو ترڅتګ هند او پاکستان د افغانستان د ولسمشرۍ د مرستیال کاندید امرالله صالح پر دفتر د یکشنبې د ورځې تروریستي حمله وغندله.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې پر امرالله صالح تروریستي حمله په کلکه غندي.

دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، پاکستان په هر ډول او بڼه ترهګري غندي.

«پاکستان په افغانستان کې د دیموکراتیکې پروسې بشپړ ملاتړ کوي. موږ د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د بشپړې سولې د هلوځلو لپاره د خپلو افغان وروڼو په هلوځلو کې له دوی سره څنګ په څنګ ولاړ یوو.»

هند بیا ویلي چې د امرالله صالح پر دفتر د تروریستي برید په نتیجه کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره ژوره خواخوږي کوي.

هند دغه راز ویلي چې دا برید په افغانستان کې د قانوني او ولسواکې پروسې د تخریبولو په هدف شوې ده.

هند په افغانستان کې د تلپاتې سولې، امنیت او ثبات د ټینګولو لپاره د  افغانستان د حکومت او ولس له هلوځلو سره پیوستون ښکاره کړی دی.

د یکشنبې په ورځ د مازدیګر په ۴ بجې او ۴۰ دقیقې له یوه انتحاري موټربمي برید وروسته څلور تنه انتحاري ترهګر د امرالله صالح د زرغون بهیر دفتر ته ننوتل او ډزې یې پیل کړې.

د حملې په مهال امرالله صالح په دفتر کې و.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني دا یو وحشیانه برید بللی او ویلي یې دي چې ترهګر او ملاتړي به یې هیڅکله په دې ډول اعمالو د افغانانو کلکه اراده کمزورې نه کړي او د دې اپوټه به کرکه ورڅخه ډېره شي.

ولسمشر غني اړوندو مسوولانو ته لارښوونه کړې چې د دې پېښې د ټپیانو د درملنې لپاره له هیڅ ډول مرستې ډډه ونه کړي. ده د قربانیانو د کورنیو له غړیو سره ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.

د ولسمشرۍ کاندید رحمت الله نبیل دا برید تروریستي بللی او کلک یې غندلی دی.

د ولسمشرۍ بل کاندید او اجراییه ريیس عبدالله عبدالله په یوه ټویټ کې لیکلي«زموږ د ورور ښاغلي امرالله صالح د زرغون بهیر پر دفتر تروریستي حمله له ولسواکۍ څخه د هیواد د دښمنانو د بېرې او ضدیت اوج وښود. تالي څټي ترهګر به هیڅکله زموږ د حق غوښتونکي ږغ په چوپولو بریالي نه شي…»

د ولسمشرۍ کاندید او د ملي امنیت پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر هم په خپله ټویټرپاڼه کې کښلي«د خپل ملګري او همکار ښاغلي امرالله صالح او د هغه د محترمو همکارانو پر ضد نننۍ تروریستي حمله په کلکه غندم او دا برید پر موږ ټولو برید ګڼم.»

دا برید د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کمپاینونو په لومړۍ ورځ وشو.

2 thoughts on “د امرالله صالح پر دفتر د حملې په وړاندې د کاندیدانو او څو هیوادونو غبرګون”
  1. د هند تحلیل پوره صحیح دی!ا
    دی حملی و ښودله چی صالح ملی شخص او د پاکستان د توقع خلاف سړی دی!ا

  2. حرمونیه طالبه او پاکستانی دلالانو
    نن مو د امرالله صالح په دفتر بريد او افغان وژنه کی خپل کرغیرن هدف تولو نریوالو ته بیا شکاره کر. خدای به تاسو حرمونو ته په دی دنیا او هغی دنیا چی تاسی پری باور نلرئ حتمآ جزا درکری. د کوس فروشه طلب مور خو هسی هم غوول شوی چی حرمونی لکه ملا عباس او شاهین یي نمایندگی کوی چی د پاکستان د منفعت لپاره له خپلو کدو، لورگانو، میندو او خویندو هم تیر دی. دوی به د نورو افغانانو په عزت ته کوم احترام ولري. د افغان شهیدان روح د شاد وي. پاکستانی دلالانو دوزخ مو ابدی کور دی

ځواب ورکول فهیم خان مندوخیل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *