تاند، دوشنبه، د اسد ۷مه: د امرالله صالح د زرغون بهیر پر دفتر بیګاني څلور ساعته برید کې ۲۰ ملکیان وژل شوي او له ۵۰ زیات ټپيان دي.

دې برید کې چې پرون مازیګر شل کم پنځه بجې د څلورمې ناحیې اړوند کاتب پوهنتون سره نږدې د امرالله صالح په دفتر وشو، لومړی د دوه موټر بمونه چوول شوي او بیا څلور ځانمرګو بریدګرو له افغان ځواکونو سره شپږ ساعته پرله پسې جګړه وکړه.

کورنیو چارو وزارت پېښه کې د امرالله صالح د زرغون بهیر د ۴ ساتونکو په ګډون د ۲۰ ولسي وګړو د وژل کېدو او د ۷ پوځیانو په ګډون له ۵۰ نه د زیاتو ټپي کېدو خبر ورکوي.

کورنیو چارو وزارت وايي، د امرالله صالح په دفتر کې غونډه روانه وه چې له پېښې وروسته یې امنیتي ځواکونو د صالح په ګډون ۷۵ کسان ژغورلي دي.

دا برید چې د کمپاینونو په لومړۍ ورځ د امرالله صالح په دفتر د سلو کسانو د غونډې پر مهال شوی په ملي او نړیواله کچه سخت غندل شوی دی.

امرالله صالح د پاکستان ضد څېرو کې راځي چې د جمعیت زیاتره سیاستوال ورسره جوړ نه ښکاري.

پرون ډاکټر عبدالله هم خپله کمپایني وینا کې وویل، صالح ځکه د ډاکټر غني مرستیالي منلې چې فکر کوي څو میاشتې وروسته به غني ومري او واک به یې ماته پاتې شي.

One thought on “د امرالله صالح پر دفتر په ۶ ساعته برید کې؛ ۲۰ تنه وژل شوي او تر ۵۰ زیات ټپيان شوي”
  1. اشرف غني دې ژوندئ او بريالئ وي ، د منګي تر مخه ډېر منګوټي مات شويدي ، مړه دې وي هغه ناځوانه څهرې چې په وطن کې داړودوړ عاملين دي

ځواب ورکول Lala battanwal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *