اسماعيل زاهد

د امريکا اولسمشر ډانلډ ټرمپ ويلي چې پاکستان ته په ميلياردونو ډالر ورکوو خو هغه ترهګرو ته پناه ورکوي . ټرمپ وويل چې نور په پاکستان کښې د ترهګرو په ځالو او پټنځايونو خوله نشي پټولي . هغه تور پورې کړ چې پاکستان زياتره هغه کسانو ته پناه ورکوي چې انتشار خوروي . ټرمپ خبرداري ورکړ چې څوک د تروريزم او توندلارو ملګرتيا کوي مونږ به په هغوي اقتصادي بنديزونه لګوؤ.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير هم خبرداري ورکړو چې که پاکستان خپله پاليسي بدله نه کړه نو دوي به يي د  ملګري هيواد حيثيت ختم کړي . ده اووئيل چې پاکستان ترهګرو ډلو ته حفاظتي پټنځايونه برابروي ځکه يي په پاکستان باندې په باور کولو کښې کمي راغلي .

بل خوا د ټرمپ د څرګندونو ته د پاکستان دولتي او عسکري مشرتابه سخت عکس العمل ښودلي. د دغه هيواد لومړي وزير شاهد خاقان عباسي د کابينې غونډې ته اووئيل چې دې د امريکا  نوې ستراتيژۍ انديښمن کړي ؛ د پاکستان لوي درستيز جنرال قمر جاويد باجوه اسلام آباد کښې  امريکايي سفير ډيوډ هيل ته ويلي چې مونږ  ته د امريکا د هيڅ ډول مالي يا عسکري مرستې ضرورت نشته.

د پاکستان د دفاع وزير خرم دستګير اووئيل چې د امريکا د اولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا د پاکستان د تروريزم ضد جګړه کښې قربانيانې له نظره غورځولو پاکستاني اولس مايوسه کړی خو د دې باوجود به پاکستان خپله خاوره د چا خلاف استعماليدو ته ورنکړي.

د دغه هيواد وتلي سياستوال او د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان هم پاکستاني رسنيو ته د ډانلډ ټرمپ د خبرو په ځواب کښې ويلي چې امريکا په هغه هيواد تور پورې کړ چا چې  د تروريزم ضد جګړه  کښې په لوي شمير ځاني او مالي تلفات ورکړي . عمران خان دا هم اووئيل چې پاکستاني پوځ او اولس متحد دي او د امريکا له اخطار وروسته د پارلمان خصوصي غونډه رابلل پکار دي تر څو امريکا ته په يو اتفاق پيغام ورکړل شي .

بل خوا چين هم د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ خبرو ته غبرګون ښودلي او وئيلي ئې دي چې پاکستان د تروريزم ضد جګړه کښې ډيرې قربانئ ورکړی . د چين دبهرنيو چارو د دفتر وياند (هو چيننګ) وئيلي چې نړی بايد د پاکستان د تروريزم ضد کوششونه په مکمله توګه تسليم کړي.

د سرچينو له مخې پاکستان د رد عمل په توګه سخته ځوابي حکمت عملي جوړه کړې او د روسيې ، چين او نورو هيوادونو سره ئې د نيغ په نيغه رابطې کولو فيصله کړې ده.

2 thoughts on “د امريکا خبرداری او د پاکستان غبرګون | اسماعيل زاهد”
  1. فکستان لکه فاحشه ښځه د مېړونو او لونډانو په بدلولو کې مهارت لري. که امریکا او انګلیس نه خفه شي ، مخ چين او روس ته اړوي ، خو له خپله بدعملي نه اوړي.

  2. پاکستان رښتیا وايی د هغو تروریستانو په ځپلو کې قربانۍ ورکړي دي چې د پاکستان ضد دی. هغه ګروپونه چې په افغانستان کې وژنې او تخریبات کوي او په پاکستان کې مېشت دي، پاکستان ته ترویستان نه ښکاري.مړو ته يی شهیدان وايي.

ځواب ورکول پسرلی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *