د کرزي يا زلمي رسول ملاتړي ډېرى وخت استدلال کوي چې کرزي په تېره دوره کې د افغانستان لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې، ښوونځي يې پرانيستل، پوهنتونونه يې تاسيس کړل، سفارتونه يې جوړ کړل او …..

دوى د امريکا ميليارډونه ډالر مرسته پر کرزي وراړوي، په داسې حال کې چې د کرزي پر ځاى که بل هر څوک واى، دغه پرمختګونه رامنځته کېدل، ځکه دغه پېشرفت له کرزي سره نه، بلکې د امريکا له راتګ سره رامنځته شوى دى. امريکا لسيزې مخکې افغانستان ته د راتګ پلان درلود، دا چې امريکا دغه مرستې د کرزي په دوره کې وکړې، د کرزي کمال بلل اصلاً سپين ته تور ويل دي.

په ډېر باور ويلاى شم چې که د کرزي پر ځاى بل قوي حاکم واى، ميليارډونو مرستو به رنګ راوړى واى، د کرزي له شتون سره نه يوازې مرستې مثبتې تمامې نه شوې، بلکې د لومړيو کلونو په پرتله حالت ډېر خراب شوى دى. د ولسمشر کرزي په دوره کې د مرستو او پيسو باران و، خو بيا هم اوسنى معارف په څومره کمزوري حالت کې قرار لري، برېښنا خو له کندهاره نيولې تر کابله د ټولو ولاياتو ورځ تر بلې کمېږي، د اقتصاد لپاره هېڅ ډول منابع برابر نه شول، فساد خو دې اندازې ته رسېدلى چې اوس يې په هېڅ ډول مخنيوى نه شي کېداى، امنيت ورځ تر بلې خرابېدونکى دى…

د اوسني حکومت د دوام غوښتنه:

د زلمي رسول کمپاينران چې لمر غوندې روښانه ده يوازې د شخصي ګټو غم اخيستي، نارې وهي چې د اوسني حکومت دوام غواړي، دوى په دې نه پوهېږي چې تېر ديارلس کلونه امريکا د ولسمشر کرزي ملا تړله، خو په دې وروستيو کې يې د خپل ناسم سياست له کبله په تمامه مانا د امريکا ملاتړ له لاسه ورکړى دى، ان د امريکا ولسمشر بارک اوباما د افغانستان پر ځاى له پاکستان سره مرستې ته تيار دى او نړيوالې ټولنې يې هم له ملاتړه لاس اخيستى، تر ټولو مهمه لا دا چې د کرزي وروستيو درغليو چې په ښکاره يې دولتي امکانات د زلمي رسول په خدمت کې ورکړل، د ولس ملاتړ هم له لاسه ورکړ. ځکه خو کرزى د دې پر ځاى چې له امريکا سره پر اړيکو ټينګار وکړي، پر ځاى يې غواړي د روسيې ملاتړ ترلاسه کړي. افغانستان ته به له روسيې سره اړيکي په ډېر لوى قيمت پرېوزي. افغانستان به يو ځل بيا د لويو قوتونو د جګړې ډګر وګرځي.

امريکا په هېڅ صورت له افغانستان سره د پخوا په څېر مرستې نه شي کړاى، ځکه خو يې پرمختيايي مرستې، لويې پروژې او پوځي مراکز رامحدود کړل. دغو ټکو ته په پام سره د ولسمشر د تپل شوي کانديد زلمي رسول له ولسمشرۍ سره د تېر نهايي کمزوري حکومت دوام هم هېڅ امکان نه لري، ځکه تر شا يې هېڅوک ولاړ نه دي. د زلمي رسول غوښتونکي په داسې حال کې د اوسني دولت دوام غواړي چې افغانستان به تر دې وروسته هر څه پخپله له نړيوال ملاتړ پرته مخته وړي. تاسې وګورئ، د اتيا سلنې وارداتو ګمرکي عوايد مو د دولت خزانې ته نه ځي، د مستوفيت فساد تر نيوي سلنې اوښتى دى، ټرافيکي او …. عوايد مو تر اندازې زيات شخصي جېبو ته لوېږي او د امريکا په نه شتون کې به پاکستان خپلو پښو ته خلاص شي او …

د قوي حاکميت رامنځته کېدل:

که ولسمشرۍ ته د کانديدانو تر منځ تفکيک وشي او سره پرتله شي، ډاکټر اشرف غني احمدزى يوازېنى او وړ کانديد دى، چې افغانستان له نورې بدنامۍ څخه ژغورلاى شي. د اشرف غني پر وړتيا او عمل کتابونه ليکل کېداى شي، خو په لنډه توګه ويلاى شم چې هغه علماً او عملاً ثابته کړې چې افغانستان له دې بحراني او کمزوري حالت څخه ژغورلاى شي.

زلمى رسول د ولسمشر په توګه هېڅ ډول طرحه او پروګرام نه لري، پروګرام د کرزي له لوري جوړېږي او ده ته يوازې د سټېج پر سر د وينا لپاره ورکول کېږي. د زلمي رسول ولسمشر کېدل د کرزي د دورې د اوږدېدو په مانا دي، هغه هم په دې مانا چې تر پخوا به ډېر د مصلحتونو ښکار وي.

بله مهمه لا دا چې که کرزى د زلمي رسول له ملاتړه لاس وانخلي، نو دا به د ولس او حکومت د جګړې په مانا وي.

One thought on “د امريکا د مرستو امتياز کرزي ته ورکول کېږي!! – بريالى”
  1. په دوام حکومت جوړیږي په افغانستان کې دا ثابته شوې چې هر وخت په بدلون حکومت وران شوی

    امریکا پیسې خپلو قراردادیانو ته ورکړي حکومت ته خو یې دا میلیاردونه نه دي ورکړي
    په افغانستان کې فساد امریکایانو جوړ کړی
    په امریکا پورې ځان تړل خپله خپلواکي د لاسه ورکول دي

    افغانان به دا ثابته کړي چې د امریکایې خوښې کاندید ته به رایه ورنکړي
    د اباد او سوکاله افغانستان لپاره

  2. د ستاسو نظره سره په بشپړه توګه همغږۍ یمه د کرزی کړنې او اعمال دا په ډاګه کوي چې دې د خپل نامشروع غوښتنو دپاره هر ډول قربانې ورکړي خو له نیکه مرغه ولس اوس کرزی او د ده ملاتړي ښه پیژنې نور ولس نه غواړي چې د کرزی دوره د بیا ځل دپاره تکرار شي غني یوازنې کس دې چې ولس ورباندی باور کولې شي

ځواب ورکول نااشنا ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *