ژباړه: محمد عزيز پردېس
ځينې په دې هېواد مئين دي او ځينې ترې کرکه لري، په هر صورت، که د دې دوو، د هرې برخې څخه واوسو نو له دې انکار نشو کولی چې د امريکا متحده ايالات د اقتصاد، شتمنیو او پوځي قدرت له نظره د نړۍ تر ټولو غښتلی هېواد دی.
دلته غواړو تاسو ته د امريکا په هکله پر هغو شل جالبو او په زړه پورو ټکو وغږېږو چې د رسمي شمېرو له مخې ثبت شوي دي. دا واقعيتونه دومره جالب او زړه راښکونکي دي چې ښايي ډېری امريکايان يې هم په هکله مالومات ونه لري.
۱- که تاسو په خپل جېب کې صرف يو ۱۰ ډالري ولرئ، نو تر ٪۲۵ امريکايانو څخه د ډېرو پيسو خاوندان ياست.
۲- د اپل امريکايي کمپنۍ شتمني، د امريکا د خزانې /مالیې وزارت تر شتمنيو ډېره ده.
۳- په هرو درې امريکايانو کې، يو يې د چاغښت (Fat) ستونزه لري.
۴- ٪۲۵ امريکايان د روح په تناسخ ايمان لري.
۵- په اوسط ډول د يوه امريکايي مصرف د ۳۲ کينايي وګړو له مصرف سره برابر دی.
۶- که څه هم په ټوله امريکا کې د سګرېټو استعمال د ماشومانو او تنکيو ځوانانو لپاره منع کړل شوی، خو سګرېټ د دوی لخوا په قانوني ډول څکول کېږي.
۷- لږ تر لږه د امريکا ټولو ولسشمرانو، د ويرجينيا ايالت د نورو ايالاتونو په پرتله ځان ته غوره ګڼلی او خوښ کړی يې دی.
۸- د امريکا په پوهنتونو کې ځینې سپورتي سیالۍ له ډېر هرکلي سره مخامخ کېږي. دا په داسې حال کې ده چې د دې لوبو ګډون کوونکي يوازې هغه محصلان دي چې په خپلو زده کړو کې ترټولو برلاسي دي.
۹- په هرو ۸ امريکايانو کې يو يې حتما په مک ډانلډ کې د کار کولو کاري تجربه لري.
۱۰- د مونټانا په ايالت کې د انسانانو په پرتله غواوې درې پر يو دي.
۱۱- سره له دې چې ډېری امريکايان په انګليسي ژبه خبرې کوي، خو دا هېواد رسمي ژبه نه لري.
۱۲- د امريکا د کانګریس کتابتون، نه يوازې دا چې د علمي او تاريخي مالوماتو په ټولولو او ساتلو بوخت دی، بلکې ټوېټونه (ټویټري پیغامونه) هم ثبتوي او ساتي يې.
۱۳- په امريکا کې د الکولي څښاک د بنديز په موده کې، د دولت له لوري د الکولو د مخنیوي په هڅو کې په زرګونه امريکايان ووژل شول.
۱۴- ٪۴۰ امريکايان له مجرده (نا واده شويو) میندو څخه زېږي.
۱۵- په امريکا کې د ورځې دوه ميليونه چرګان خوړل کېږي.
۱۶- په امريکا کې هره ورځ ۴۰۴ زره او ۶۸۷ متره مربع پيزا خرڅېږي.
۱۷- په امريکا کې د ډېرو مړينو شپږم لامل طبي تېروتنې دي.
۱۸- په اوسط ډول امريکايان په خپله هره دنده کې ۴ کاله او پنځه مياشتې عمر تېروي.
۱۹- امريکا يو له هغه هېوادونو څخه دی چې بیرغ یې په هره سیمه کې لیدل کېږي.
۲۰- ٪۲۰ امريکايان په دې باور دي چې ګواکې امريکایانو هېڅکله هم د سپوږمۍ پر مخ پښه نه ده ايښې.
حرامیان امریکایان جالبه ده۴۰ ٪ ۰
proud to be an American,
here is freedom,
here is an opportunity for business/education and any freedom,
if you want can do business,
you can fallow education for anyone,
if you want can be enjoyed from freedom but be careful do not lose self,
god bless America
د امریکا دولت که هر څه جنایت د نړۍ په هر ګوټ کی تر سره
،کړیدی یا ئې تر سره کوی
هر امریکائي ئې په جرم کی شریک دی ځکه دولت ددوی لخوا
.انتخاب شویدی