تاند- په کابل کې د روسیې سفارت وايي چې د امریکا، چین او روسیې استازي به په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه درې اړخیزه غونډه وکړي.
د روسیې سفارت وویل، په راتلونکو دوو ورځو کې به د مسکو په کوربه توب دا غونډه جوړه شي.
ګومان کېږي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به د امریکا په استازیتوب د مسکو په درې اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په پرونۍ خبرپاڼه کې یادونه شوې چې خلیلزاد به د روسیې په ګډون ۶ هیوادونو ته لاړ شي.
په کابل کې د روسیې سفارت وايي چې د افغانستان لپاره د ولسمشر پوتین ځانګړی استازی ضمیر کابلوف به د روسیې په استازیتوب د افغانستان د سولې د بهیر په درې اړخیزه غونډه کې برخه واخلي.
خو په دې غونډه کې به د هغه هیواد، چې خبرې پرې کېږي؛ یعني افغانستان، څوک حضور ونه لري.
ویل شوي چې د روسیې، امریکا او چین استازي به په افغانستان کې د ملي پخلاینې پر امکاناتو او له طالبانو سره د امریکا د خبرو په اړه نظرونه تبادله کړي.
Da Talebjana ye rawkhla thar karzi atmer qanoni attanor abdullah tha soch aw fiker pakar de chai ross chain aw america pa afghan massala khabare kawee aw afghanan pake neshtha
هو کنه چه خپله مسلی پخپله نه سره حل کوه نو نور به خامخا درکی خبری کوی