تاند- په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو عمومي قومندان وايي، اندېښنه لري چې تروریستان به بیا په افغانستان کې قوت ترلاسه کړي مګر دا چې امریکايي او افغان ځواکونه پر هغوی فشار ته دوام ورکړي.

د امریکا د پوځ قومندان جنرال جان کمبل (دي هیل نیوز) ته په یوه مرکه کې د دې پوښتننې په ځواب کې چې ایا افغانستان بیا د ترهګرو پر خوندي مرکز بدلېدای شي؟ څرګند او زغرد ځواب ونه وایه.

ده وویل، سره له دې چې امریکايي پوځیان له افغانستانه وتلو ته دوام ورکوي، امریکا لا هم دوه کلونه لري چې د افغان امنیتي ځواکونو ظرفیت لوړ کړي.

حاضردمه په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۱۰۸۰۰ دی. د هغوی شمېر به د راتلونکي  میلادي کال تر پایه زرو ته لږ شي او هغه به هم یوازې د امریکا د سفارت ساتنه کوي.

کمبل وویل چې په افغانستان کې د تروریستي ضد هلوځلو د سرعت له درکه اندېښمن دی او غواړي چې د هغوی پر ضد د فشار دوام یقیني شي.

«موږ د القاعده توان تر ډېره کمزوری کړی، خو باور لرو چې که پر دوی فشار ته دوام ورنه کړو، د القاعده کمزورتیا به موقتي وي. دا ډله به بېرته ژر وده وکړي.»

حاضردمه امریکايي پوځیان افغان امنیتي ځواکونه روزي، مشوره ورکوي او یو نیم وخت تروریستي ضد عملیات کوي.

د امریکايي چارواکو له څرګندونو داسي ښکاري چې دوی یوازې د القاعده او بهرنیو طالبانو پر ضد عملیاتو ته تروریستي ضد عملیات وايي.

ځینو امریکايي چارواکو په زغرده ویلي چې نور له افغان طالبانو سره کار نه لري مګر دا چې پر دوی د طالبانو له لوري برید وشي.

د امریکا کانګریس د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره خپله بودجه کال په کال لږه کړې ده.

په ۲۰۱۲ میلادي کال ۱۱ ملیارده او ۲۰۰ ملیون ډالره وه خو په ۲۰۱۳ یې ۵ ملیارده او ۱۰۰ ملیون ډالرو ته لږه کړه. په ورپسې دوو کلونو کې یې هم پر له بسې لږه کړې ده. په ۲۰۱۴ کې ۴ ملیارده او ۷۰۰ ملیون او د ۲۰۱۵ لپاره یې ۴ ملیارده او سل ملیون ډالرو ته راټیټه کړې ده.

One thought on “د امریکايي قومندان اندېښنه؛ تروریستان به په افغانستان کې قوت ترلاسه کړي”
  1. زه به دجنرال صاحب خبره عاجل تأيد به دي كرم جه دوي دبعدي بلانونو خخه جه به افغانستان كي لري مكمل خبر دي..
    داخكه زه داخبره كوم دوي هغه خوك دخبل خواكونو قو ماندان تأكي جه ددوي بعدي بلان دباره لاري همواري أويا خلاصي كري او يا ءي به همدو عملي كري
    دوهم رابه شم دامنيتي قواوو به كالتي بو دجه بأندي جه كال به كال دنز ول به حالت كي ده او وي به. اخر به به صفر ضرب او أجيراردو به دمعاش دنه لرلو به أساس سقوط او دمنخه خي أزادي،تماميت ارضي،او نظام به دسقوط سره مواجه او يا به دي به دي شكل به يوه دلخوا مستعمره تبديليزي .
    دداسي بد بختيو دمخي نيولو به خاطر بشنهاد كوم كه أجير اردو به بشكي أويا جلب وإحضار اردو تبديل شي بهتره به وي .
    بشكي اردو لاندي كتي لري.
    ١–دا قتصادي برابلم دلرلو لو دكد اء ي دلاس وراندي كولو خخه به نجات بيدا كرو.
    ٢–دبشكي اردو به لرلو سره به مونز هر كال وروسته دهر دوري دترخيضيدو خخه به مونز يوه احتياطي ذخيره وي قوا ولرو.
    ٣بالاخره زمونز تول ملت به دنظامي زده كري او تعليم او تربيه سره اشناءي بيدا كري –به همدي شكل سره به بالاخره تول ملت به به يوه نظامي قوا تبديله شي.دضرورت به وخت كي به دخبلي خاوري دفاع به خاطر ميدان ته ور دانكي او به نظامي صفوفو كي به خان تنظيموي.
    خداي وكري جه لوربوري خما بشنهاد ولولي او يا نور لوستو نكي ددوي تر غوزو ورسوي او تصميم ونيسي دنظامي ملكرو خخه دهم مسلكي به لحاظ هيله كوم جه خبلي نيكي مشوري به نظامي قرار كاه كي يو دبل سره شريكي كري ترخو شه نتيجه ورخخه واخستل شي.
    ٤–به دي مورد دنوي محترم وزير دفاع خخه دراءي اخستلو وروسته خرنكه جه به تشكيلاتي برخه كي تجربه لري اوكه جيري جنرال ناكام صاحب حيات ولري دهغه تجربو خخه استفاده وشي بهتره به وي .

ځواب ورکول جنرال حبيب الله جلالزوي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *