تاند- نن /دوشنبه/ وروسته له دې چې یو ماشوم د امریکايي پوځیانو په ډزو ووژل شو، په پروان کې خلکو مظاهره وکړه.
د پروان امنیه قوماندان جنرال زمان مموزي وویل، ماشوم په بګرام کې د امریکايي ځواکونو له لوري په دې خاطر ووژل شو چې په لاس کې یې وسله وه خو هغه د کلاشینکوف په شان د لوبو وسیله په لاس کې لرله.
مموزي همداراز وویل چې امریکايي پوځیانو هلک ته له لېري د درېدو خبرداری ورکړی و.
ممکوزي د وژل شوي هلک د عمر په اړه څه ونه ویل.
له پېښې وروسته د سیمې اوسېدونکي د بګرام هوايي اډې ته نژدې راغونډ شول چې د ماشوم پر وژلو اعتراض وکړي خو کله چې د وضعیت په اړه ورته وویل شول، بېرته تیت شول.
د پروان امنیه قوماندان وايي چې د پېښې په اړه تحقیقات روان دي.
په بګرام کې مېشتو امریکايي چارواکو تراوسه پوري په دې باب څه نه دي ویلي خو په کابل د امریکا پوځ وویل چې په دې اړه څېړنې کوي.
دا ماشوم به تروريست و؟