خبریال: میرویس جلالزی- له افغانستان څخه به د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د امریکا متحده ایالتونو د نورو ترهګریزو بریدونو شاهد وي او په دغه هیواد کې به یو شمیر اهداف د ترهګرو له خوا په نښه شي.

دغه موضوع د امریکا د منهاتن په امنیتي کنفرانس کې یاده شوې ده.

په دې غونډه کې چې د امنیتي او استخباراتي چارو کاروپوهانو ترڅنګ پکې د ترهګریزو مسایلو ماهرانو هم حضور درلود وویل شول چې د القاعدې ډلي غچ اخیستونکي کسان به له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو له وتلو وروسته په دریو کلونو کې په متحده ایالتونو خونړي بریدونه وکړي.

د امریکا له ترهګرۍ سره د مبارزې د ملي مرکز مشر نیکولاس راسموسن وايي، له کله نه راهیسي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور مخ پر کمیدو دی په لویدیځ کې یو شمیر وړې حملي تر سره شوي چې د بیلګې په توګه یې د دنمارک، کاناډا، جرمني، فرانسي او ترکیې هیوادونو کې شویو بریدونو ته اشاره وکړه.

د امریکا د استخباراتي ادارې پخوانی مشر میشایل مورل هم د دغه کنفرانس ګډون وال وو.

میشایل مورل هم د راسموسن څرګندوني تاید کړي او ویي ویل چې ترهګرۍ ډلي به په انفرادي او جلا توګه ځیني برخي په اروپا او امریکې کې تر بریدو لاندي راولي.

هغه د ډ نمارک په هیواد کې وروستی برید او په فرانسه کې د دریو تنو له لوري د هغوي په ګډون د ۱۷ تنو وژل کیدل د داسي بریدونو پیلامه وبلله.

د سی ای ای پخوانی مشر وویل چې القاعده ډله د پخوا په پرتله ستره او غښتلي نه ده بلکې د انټرنټ له لاري په خپله پروپاګندیز کمپاین باندي ځان ته پلویان را ټولوي او د وروستیو بریدونو په څیر کوچني بریدونه کوي چې د پخوانیو لویو بریدونو وړتیا نه لري.

هغه د داعش ډله او د عربو په صحرا کې په شته یو شمیره هیوادونو کې د ځینو وسله والو ترهګرو ډلو شتون د نړۍ ټیکاو ته په زیان وباله چې پر وینا یې د امریکې د متحده ایالتونو کورني امنیت ته هم خطر ګڼل کیږي.

د امریکې له ترهګرۍ سره د مبارزي د ملي مرکز مشر القاعده هومره غښتلي هم نه بولی چې د ۲۰۰۱۲ کال د سپټمبر په څیر په امریکې کې لوی بریدونه تر سره کړي لیکن هغه د سپیني ماڼۍ له مشرتابه وغوښتل چې په دغې ترهګري ډلي خپل فشار جاري وساتي تر څو دغه ډله همداسي کمزوري وساتل شي.

خو په عین حال کې هغه اندیښنه وښوده چې که امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووزي طالبان به یو شمیر سیمي لاندي کړي او د القاعدې راتګ ته به لاره هواره شي.

اوس مهال په افغانستان کې ۱۰۸۰۰ امریکایي سرتیري شتون لري او ټاکل شوي چې د روان ۲۰۱۵ کال تر پایه پوري دا شمیره ۵۵۰۰ تنو ته را ټیټه کړای شي.

د امریکا دولت پریکړه کړي چې تر ۲۰۱۷ کال پوري به خپل ټول سرتیري له افغانستان څخه وباسي پرته له هغه محدود شمیر هغو څخه چې په کابل کې به د امریکې د سفارت ساتنه کوي.

One thought on “د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته به پر متحدو ایالتونو ترهګر بریدونه وشي”

ځواب ورکول Pattang ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *