تاند- په افغانستان کې یو افغان الاصله امریکايي، چې له درو میاشتو راهیسي تر تعقیب لاندې و، د ملکي افغانانو د وژلو په تور ونیول شو.
د کندهار د والي ویندوی جاوید فیصل نن/دوشنبه/ رسنیو ته وویل: دا افغان الاصله امریکايي، چې ذکریا کندهاري نومېږي، د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د کندهار په عینو مېنه کې په خپل کور کې ونیول شو.
د فیصل په وینا نیول شوی کس، چې په میدان وردک ولایت کې د ملکیانو پر وژلو او شکنجه کولو تورن دی، کابل ته استول شوی دی.
ذکریا کندهاري، چې د امریکا له خاصو ځواکونو سره یې د ترجمان په توګه کار کاوه، په میدان وردک ولایت کې د اوولس ملکیانو د وژلو او یا بې درکه کولو په خاطر تر تعقیب لاندې و.
د دې پېښې په خاطر درې میاشتې پخوا د امریکا خاص ځواکونه د افغانستان د ولسمشر په امر د میدان وردک له نرخ ولسوالۍ څخه وایستل شول.
دوې میاشتې پخوا په همدې ولسوالۍ کې د امریکايی پوځیانو اډې ته څېرمه د لسو ملکیانو مړي وموندل شول د سیمې اوسېدونکو مظاهرې وکړې او له ښاغلي کرزي څخه یې وغوښتل چې د قتلونو عاملان محاکمه کړي.
د تاند د ویب پاڼی خپرونکو لیدونکو او اوریدونکو ټولو ته سلام وړاندی کوم خوشحاله اوسی موږه په پښتو کی متل لرو چی وایی مه کوه په چا ظلم وبدیشی په بچه ظلم نو اوس هم د پورته ذکریا نامیی چه په بیوزلو او بیچاروو افغانانو یی ظلم کاوه او د امریکا خاص عسکرو ته یی د افغانانو ترجمانی کوله او په بد بختی کی یی اچولی وو څومره ماشومان به یی یتیمان کړیوی او څومره تور سری به یی کوڼډی کړیوی آلله ج د ورسه حساب وکړی خو زما باور نه راځی چی د افغانستان دولت د ور سره کوم حسا ب او کتاب وکړی بیرته به بیا په سرو سترګو ګرځی او هیڅوک به هیڅ ورته ونوایی خو دمسلمانانو توکل په لوی آلله ج دی آلله ج د ورسره حساب وکړی
دى بايد د سيمي خلكو ته چا چي خپل عزيزان له لاسه وكركري دي وسپارل شي، چي شرعي محكمه ورباندي وشي كه نه نو د خلكو به په دولت باور رانشي چي دغه قاتل دي محكه كري.
څه چي غوښتل هغه وسول، خدای دي یې په خپله سزا ورسوي…..
He should not be just punished but also made as an example too . Killer like him shell have no place in our society . If the government dont punish him then the society should.
Har sok che afghanan wazni, che sal kala (100) ham tershi no patibanashi, pa har cha khpal awlad graan da aw zaliman ba khpal saar kwari ………
زه خو ګومان نه کوم چې دا به ریښتیا هماغه جاسوس قاتل وي، خو که وي ډیر ښه کار شوی، مګر افسوس چې محاکمه به یې په چا کوئ؟! په هغه حکومت چې د ۱۲۰ افغانانو قاتل وحشي شجاعي یې په ارګ کې د قزلباش کرزي ګران میلمه دی؟؟؟؟!
د افغانستان حکومت،پارلمان،قضا او نور لوړ پوړي چارواکي ۹۰% جنايتکاران،غله،قاچاقبران او د ميلونو افغانانو قاتلين دي.
په داسي حالت کي قانون په چا او پر چا د تطبيق وړ دی ؟
تر څو ولسي حکومت،ولسي پارلمان،ولسي قضا دخلګو پواسطه را منځته نسي ،لوی او کوچني جنايتکاران به سرې سترګي چکرونه وهي.
اسلام اعلیکم و رحمت الله و برکاته! و اما بعد،
په فارسي کې يو متل دی، چې وايي: زورت به خر نمېکشد دی در پالان! او په پښتو کې بيا وايی: لغته له خره خورې، خو پرځې بيا پر کته!! درنو وروڼو ننني افغاني چارواکو له بده مرغه و نشوی کولی، چې د افغان ولس او په تېره بيا د غمځپلو وردګو کورنيو قناعت حاصل کړي، نو پلمه يې يو بې وزلي افغان ترجمان ته وموندله، ځکه امريکايان خو ليا مخکې امرېکې ته رسېدلي دي، خو يو بې دفاع ژباړن يې د پخسو تر شا موندلی او نن ټوله ګرمه پر ده اچول کېږي او د اعدام لومې ته به وړل کېږي.
زه له ټولو هېوادوالو سره دا خبره منم، چې نننی دولت يو لاسپوڅی دولت دی، مګر له امريکايانو او نورو سره غير پښتني ترجمانانو هم د پښتنو سټه و ايستله، نو له پرنګيو سره د پښتني ترجمانانو شتون او اړتيا ډېره غوره ده، خو دغه پېښه ډېرې نورې مفکورې رامنځ ته کوي، چې په پښتنو کې يې د نفاق کرښه پياوړې کړي، نور دې نو خلک خپله سوچ وکړي، چې کيسه چېرې ده!
په پای کې يوه لنډه کيسه به هم درته وليکم!
وايي، چې يوه ورځ د امريکا، روسيې او افغانستان استخباراتي کړيو د څانګپوهنې ټټر ووهلو او يوه ځنګله ته ولاړل او يوه لټکه يې په ځنګله کې خوشې کړه، چې څوک يې ژر موندلی شي. امريکايي اجنټ په ۲۴ ساعتونو کې لټکه نیولې وه او د څارنې کميسيون ته يې تسليم کړه او بيا روس په لټکه پسې ودانګل او وروسته له ۴۸ ساعتونو يې په وهلو او ډبولو شنه منه راوړله. دريم ځل افغان په لټکه پسې ولاړ، خو اونۍ تېره شوه، مګر د افغان اجېنټ درک نه وو، نو کميسيون بله ډله د افغان په پلټنه پسې ولېږله، نو وروسته له يوې مودې يې وموندلو، چې ګوري افغان يو کربوړی نيولی دی او په شنه لښته يې په سر سر وهي او ورته وايي: او بدرنالت پدرت کجاست!!! نو درنو لوستونکو، د امريکا پوځ او افغاني ترجمان کيسه هم د لټکې او کربوړي افسانه ده، چې لټکې ليا وخته په امريکايي ځنګلونو کې ورځي او پرځي، خو د وردګ ولايت په پېښه کې يې د کندهار د ريګستان کربوړی نيولی دی او د لښتو ګوزارونه يې پر سر راځي!!
راځی افغاني ذهنيت خپل کړو، خپل افغان خپل وګڼو، په ښه او بده ورځ يو او بل ته لاس ورکړو، چې خپل هېواد ودان کړو!!
معه سلاموکم الاهلول مباحثين
ملا ميوند آخوند
سلامونه ټولو لوستونکو ته وړاندې کوم!
د مخکنۍ تبصرې په اړوند سره غواړم ستاسو پام دې ته راواړوم، چې له بده مرغه رسنۍ ذکريا نامی د يو ترجمان په نامه ياد کړی دی، مګر د وردګ د نرخ ولسوالي د خلکو په نغوته دغه ذکريا نامی په خټه افغانيالاصله امريکایی دی او د امريکې د يرغلګرو ځواکونو د سپېشل فورس يا ځانګړو ځواکونو غړی دی او د وردګ د نرخ ولسوالي د خلکو په وژنه د سيمې د خلکو لخوا څخه تورن بلل شوی دی، چې بايد د قضايي او حکمي پروسيجره وروسته خپله سزا وويني!
د عدالت او رېښتينوالي په تمه
ملا ميوند آخوند
ملا میوند اخوند، ته هم لکه دپاکستان د پوځ د ملکي ارتباطاتو اداره (آی ایس پي آر)، یو وار خبر ردوې خو بیا وروسته درته مالومات کیږي او پر خپله خبره پښیمانه کیږي. زما خیال استخبارات دي چنداني قوي نه دي، که څنګه؟