افغان امنیتي ځواکونه

تاند- د امریکا استخباراتو په یوه تازه راپور کې اټکل کړی چې د افغانستان د جګړې په وروستیو درو کلونو کې د امریکا او د هغې د متحدانو له لوري حاصل شوې بریاوې به تر ۲۰۱۷ کال پوري په پراخه پیمانه له لاسه ووځي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا د استخباراتو په راپور کې، چې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته په لاس ورغلی دی، دا هم ویل شوي چې حتي که لږ شمېر امریکايي پوځیان پاتې هم شي د افغانستان په جګړه کې د وروستیو درو کلونو سوبې له لاسه وتلی شي.

د امریکا د ملي استخباراتو د ادارې په راپور کې همداراز اټکل شوی چې که افغانستان او امریکا په خپل منځ کې دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک نه کړي افغانستان به ډېر ژر په ګډوډیو سر شي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د هغو چارواکو په قول، چې دا پټ راپور یې لوستی، ویلي چې په راپور کې د امریکا د ۱۶ استخباراتي ادارو معلومات  رایوځای شوي دي.

4 thoughts on “د امریکا استخباراتي راپور د افغانستان د حالاتو د خرابېدو اټکل کوي”
  1. dagha tol drogh waye, dwi ghwarhi chi mung wayarai, chi mung de soch ao fikar ta majbor ki ka chiri dagha nato la afghanistana uwatala nu sulha ao aman ba hum larh shi his ba dasi na kigi, Inshallah chi afghanistan ba khpalo khpu wadrigi, Inshallah chi aman ba razi nur zamang da badi wrazi khatmigi, afghanistan ba yao parmakhtlalai hewad jorhigi Inshallah

  2. Abasa lewanya afghanistan sa wakht por makhtlalai wo aw po pkho walar wo? Da 13 kala makhke afghanano khpal manz ke sa hal jor wo ? Aw hagha kalyo ke Che kharejian nashta khpal keliwal Sara kame dokhmanai lare? Da wos che de Kabul manz ke aw parlement po khabaro aw kaghazo Sara wake na po topak aw raket dagha tol de kharijiano de dara da. Ka na wakhta Ba jang shoro wai. Aw da sa Che shawe tol de kharejiano paise de. Aw da kharijian Ba woze inshalah bya Ba ta gore Che sa bada wraz Ba we. Aw da Wosani po noom tijaran Che gore daga tijaran na de da tol ghela de aw wo beshaka Che afghanan de. Ta po doi bande por makhtag rawale?

  3. راڅی چه دا لوبی بس کړو انسان او انسانیت ته کار وکړو خپل مخو ته درسیدلو لپاره یو ملت په وینو ونه لړو

ځواب ورکول حامد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *