تاند- د امریکا حکومت افغان ځواکونو ته د څه باندې ۱۱ زره زغرګاډو د لېږلو لپاره د امریکا له یوې سترې خصوصي کمپنۍ سره قرارداد لاسلیک کړ.

ټاکل شوې ده چې جنرال موټرز کمپنۍ د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره په ۲ ملیارده او ۲۰۰ ملیون ډالره ۱۱ زره ۶۵ زغرګاډي په ۶ کلونو کې جوړ کړي.

له قرارداد سره سم جنرال موټرز کمپنۍ باید ټول زغرګاډي تر ۲۰۲۳ م کال پورې وسپاري.

تمه ده چې د دغو زغرګاډو او ورسره تړلیو وسلو لومړۍ جوپه ډېر ژر افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو ته وسپارل شي.

تېره اوونۍ هم د امریکا دفاع وزارت د افغان هوايي ځواک لپاره د ۷۲۷ ملیون ډالرو په ارزښت د هیلي کوپترو د رانیولو قرارداد لاسلیک کړ.

د امریکا دفاع وزارت تېر کال د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو لپاره د ۳۵۶ ملیون ډالرو په بیه د ۱۶۷۳ هاموې پوځي موټرونو قرارداد لاسلیک کړ.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ د افغانستان لپاره په نوې ستراتیژۍ کې له یوې خوا پر پاکستان فشار راوړي چې په خپله خاوره کې د طالبانو ملاتړ پای ته ورسوي او له بلې خوا هڅه کوي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په پښو ودروي څو په جګړه کې امریکايي پوځیانو ته اړتیا پاتې نه شي.

One thought on “د امریکا حکومت د افغان ځواکونو لپاره د ۱۱ زره زغرګاډو د جوړولو قرارداد لاسلیک کړ”

ځواب ورکول Afghan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *