تور لیست

تاند- د امریکا حکومت د پنجشنبې په ورځ دوه تنه نور افغانان په تروریستي لیست کې زیات کړل او هغوی یې د چاودېدونکو موادو ماهران وبلل.

د امریکا حکومت د دغو دوو تنو لپاره، چې د افغانستان په پلازمېنه کابل کې یې پر امریکايي پوځیانو حملې کړې وې، ۵ ملیون ډالره جایزه هم اعلان کړې ده.

د امریکا حکومت وايي، که هر چا د عبدالصبور په اړه داسي معلومات ورکړل چې د نوموړي د نیول کېدو سبب شي ۳ ملیون ډالره جایزه ورکوي او که چا د عبدالله نوبهار نومي کس په اړه داسي معلومات ورکړل چې په نتیجه کې یې نوموړی ونیول شي، ۲ ملیون ډالره جایزه ورکوي.

د امریکا د حکومت له خبرپاڼې سره سم، ګومان کېږي چې دواړه د ګلبدین حکمتیار د اسلامي حزب غړي دي او په تروریستي فعالیتونو کې فعال رول لري.

نوبهار او صبور د ۲۰۱۲ م کال د سپټمبر په اتلسمه پر هغه بس حمله وکړه چې د کابل د هوايي ډګر بهرني کارکوونکي یې وړل. د دې حملې په نتیجه کې ۱۲ تنه ووژل شول.

صبور په کابل کې د ۲۰۱۳ م کال د مې د میاشتې د انتحاري حملې مسوول بلل شوی دی. په دغه برید کې د امریکا یو زغرګاډی ویجاړ شو، دوه امریکايی پوځیان پکې ووژل شول او ۴ ملکي امریکايي قراردادیان ژوبل شول. همداراز د دوو ماشومانو په شمول ۸ افغان ملکیان ووژل شول او ۳۷ نور ملکي افغانان ژوبل شول.

2 thoughts on “د امریکا حکومت ۲ نور افغانان په تور لیست کې شامل کړل”
  1. امریکا دوه افغانان په تورلیست کی شامل کړل ۰مګرامریکا به څوک دافغان وژلو
    په علت په تور لیست کی شامل کړی۰دا جګړه دپښتون قام سره ده۰موږدجګړی
    قربانیان یو،جګړه زموږ نده،امریکا،ناتواوهند،چین اوپاکستان،روس او ایران
    اوشمال ټلواله له ټولو سره اشرباڼی دې۰ښاغلې اشرف غنی او کرزی د لوډسپکر
    په رول کی۰خوار پښتانه دجګړی دسون مواد په توګه کاریږی۰افسوس افسوس

  2. !!!پتمن صیب که هغه پخواني افغان ملتی یې اوکه نه یې په قلم دې برکت شه
    وروره افغانستان ته مې زړه نه در کېږي او دپلار او نیکه هدیره مې خوشې کړې داڅکه چې دځينو فاسدو دمخ ليدنه توره تبه را باندې را ولي
    او له بلې خوا اېرانۍ پاړسو دومره زياته شوې چې زه بايد دحساسیت دوا وخورم او يا په غوږو کې پمبه تخته کړم چې
    !کړت پړت یې وا نورم
    له پښتنو مې هم بد راځي ځکه چې ډېر بېغيرته کام دی

    !!! اکسریت یم خو څوک داقليت حق هم نه راکوي

ځواب ورکول PATMAN ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *