تاند- د امریکا دفاع وزارت وايي چې له روان ۲۰۱۴ کال وروسته به د ملا عمر او د طالبانو د نورو مشرانو د نیولو یا وژلو هڅه ونه کړي مګر دا چې دوی د امریکا متحدو ایالتونو ته مستقیم خطر پېښ کړي.

پینتاګون وايي چې که څوک طالب وي نو معنا یې دا نه ده چې امریکا به یې په نښه کوي.

د امریکا د دفاع وزارت ویندوی جان کربي طالبان په دوو برخو ووېشل، جنګي او غیرجنګي ډلې. ده وویل، هغوی چې پر موږ برید کوي، موږ به یې هم نه پرېږدو، خو هغوی چې جنګ نه کوي، موږ هم ورسره کار نه لرو.

تر دې مخکې نورو امریکايي چارواکو هم دې ته ورته څرګندونې کړې وې خو د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي و چې په افغانستان کې پاتې کېدونکي امریکايي پوځیان به پر هغو وسله والو طالبانو بریدونو ته دوام ورکړي چې پر افغان امنیتي ځواکونو حملې کوي.

په تېرو دیارلس کلونو کې له ملا دادالله پرته، د طالبانو هیڅ مهم مشر د افغانستان په خاوره کې نه دی ویشتل شوی. د طالبانو اکثره مشران په پاکستان کې وروسته له دې وژل شوي یا نیول شوي چې پر هغو د افغانستان له حکومت سره د اړیکو شک شوی دی.

امریکا غواړي چې په افغانستان کې ۱۰۸۰۰ پوځیان پرېږدي څو افغان امنیتي ځواکونو ته روزنه او مشورې ورکړي.

8 thoughts on “د امریکا دفاع وزارت وايي، نور پر ملاعمر او نورو طالبانو برید نه کوي”
  1. اوس یی نو خوند ته ګوری یارانو – یهودیان او نصرانیان هیڅ کله د مسلمانانو دوستان نشی کیدای هیڅ کله هم نه

  2. زما په نظر دامریکایانو مطلب پوره شوه اوس که افغانان مری او که پاته کیګی ددی پری څه
    کرزی صاحب هم داچغی وهلی چه قراداد به امضا کړی خوبیا به په خپلو هډو کی ننوزی او افغانان به هر ورځ په وینو کی لمبیږی

  3. تاند تل داسي پوچو او بې معنا خبرو ته هوا ورکوي خو دنړۍ انسانان ټول پو هیږي امریکا چي دامیر المؤ منین په اړه په څومره اندازه دښمني لري که امریکا دچل فریب او شیطانت نیت نه لري نو دي دده پر سر ایښودل شوی انعام لغو کړي !!

  4. ظریف خان د پیل په غوږ کی ویده دی
    د امریکا دفاع وزارت د دفاع وزیر ویاند وایی چی په ملا عمر حمله نه کوی او تا ته دا خبره پوچه ښکاری
    که دې دا ویلی وای چی امریکا مخکی هم ورسره غرض نه لرلو بیا به دې خبرې لږ څه وزن پیدا کړی و.
    د پخوانی ولسمشر خبرې به دې نه وي لوستی
    ایمیل فیضی بي بي سي ته څه ویلي
    د دې خبر له لوستلو سره مې فوراً د پخواني ولسمشر، حامد کرزي وروستی رسمي سفر امریکا ته په یاد شو او کوم مذاکرات او حقایق چې هلته د طالبانو په اړه د امریکا د نوې ستراتیژۍ په هکله څرګند شول.
    له نوموړي سفر څخه مخکې، د امریکا د بهرنیو چارو اوسنی وزیر، جان کیري، کله چې د سنا د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر و، ولسمشر کرزي ته یې یوه ورځ په کابل کې د څو تنو محدودو افغان چارواکو په حضور کې وویل چې ‪ملا عمر د پاکستان په کراچۍ ښار کې، د پاکستان د نظامیانو تر ساتنې لاندې دی
    پخواني ولسمشر، کرزي فوراً ورته وویل ‪ چې داسې ده امریکا ولې د هغه د نیولو اقدام نه کوي؟ امریکا د هغه پر سرپه میلیونونه ډالر نقدي انعام ایښی دی، په افغانستان کې د هغه په نامه بې ګناه خلک هره ورځ وژل کیږي او د طالب په نامه دلته جګره روانه ده خو ملا عمر ستاسو او د پاکستان د نظامیانو تر نظر لاندې په کراچۍ کې دی؟!‪
    جان کيري جمهور رییس کرزي ته قانع کوونکی ځواب نه درلود، خو دا یې وویل چې جنرال کیاني وایي چې ملا عمر زموږ ترنظارت لاندې دی.

  5. د تاند نه مننه چي د ټولو نه مخکې مو ه تازه پیښو خروي.
    دا خبر نن نورو رسنیو خپور کړی خو تاند د دوی نهوړاندي نشر ته سپارلی دی
    لا هم بریالی اوسې

ځواب ورکول Toorabaz Khan Babazai ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *