U.S. Defense Secretary Mark Esper

تاند(دوشنبه، د حوت۱۲) د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر وايي، په افغانستان کې یې د خپلو پوځیانو عمومي قوماندان ته ویلي چې د لومړنیو امریکايي ځواکونو په ایستلو پیل وکړي.

د اسوشیتیډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې، ایسپر په پینتاګون کې د دوشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، لا ډاډه نه دی چې د امریکايي پوځیانو وتل پیل شوي او که نه دي خو پکار ده چې له طالبانو سره د شنبې د ورځې د سولې د موافقې له لاسلیکه وروسته په لسو ورځو کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل پیل شي.

ایسپر زیاته کړه، په کابل کې د امریکايي پوځیانو عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر واک لري چې له ۱۳ زره موجودو پوځیانو ۸۶۰۰ تنه سر له اوسه وباسي.

«موږ غواړو چې صداقت وښیو او د ځواکونو ایستل پیل کړو.»

د امریکا او طالبانو د موافقې پر اساس، امریکا باید په ۱۳۵ ورځو کې له افغانستانه ۴۴۰۰ سرتېري وباسي.

په داسې حال کې چې د افغانستان د حکومت او طالبانو خبرې لا پیل شوې نه دي او دا هم لا څرګنده ده چې طالبان د موافقې له شرایطو سره سم، اورکم ته دوام ورکوي او که نه، امریکا غواړي چې ژر تر ژره د موافقې شرطونه پوره کړي.

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلر وايي، تمه نشته چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې د لاسلیک له اعلانه وروسته به په افغانستان کې تاوتریخوالی صفر ته راکم شي.

ایسپر زیاته کړه، امریکا هیله لري چې د مارچ تر اتمې پورې به، چې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې پیلېږي، جګړه سړه وي.

3 thoughts on “د امریکا دفاع وزیر خپلو ځواکونو ته له افغانستانه د وتلو اجازه ورکړه”
  1. دوی دا خبری ددی لپاره کوی چی ولسمشر اشرف غنی له خپل دریځ وګرځوی مګر ګمان نکوم چی حالات دومره خراب شی ځکه د نیوکی ګوته بیرته امریکا ته نیول کیږی چی راغلی د څه لپاره وی بیا چی وضعیت ښه شوی نده نو بیرته ولی را ووتلی

    که پدی ۴۰ کلن تاریخ په افغانانو هر ناخواله راغلی یا د پنجاب په دستور یا پخپله پدی ۱۹ کلنه جګړه د کورونو باندی چاپی د واده یا جنازی باندی بمبار دا ټول امریکا غلطه پالیسی او انسان وژنی باندی دلالت کوی

  2. We afghans were cheted and douched by america pakistan arabs and iran many times and not taking lesion from the historical events.i think mr president will not repeat the error

  3. له لندنه خپرېدونکي مجله ټایمز وایي، له طالبانو سره د امریکا تر هوکړې وروسته دوی له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو لپاره پر چمتوالي بوخت دي. د راپور له مخې، د یاد هېواد ۱۱۰۰ سرتېري چې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې په کابل کې په ماموریت بوخت دي، بریتانیا یې له دغه هېواده د وتلو لپاره پر تګلارې کار پیل کړی دی. راپور کې د بریتانیا د دفاع وزارت له قوله راغلي، دوی به له ناټو سره په همغږۍ له افغانستانه د خپلو ځواکونو ایستل پیل کړي. په ورته وخت کې د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر ډومینک راب ویلي، دا هوکړه سولې ته د رسېدو برخه کې د افغانستان لپاره یو غوره فرصت دی او دوی یې هرکلی کوي. د طالبانو او امریکا تر منځ د شوې هوکړې پر بنسټ امریکا به له افغانستانه خپل ټول سرتېري وباسي او طالبان به د ترهګرۍ ضد مبارزې تر څنګ د امریکا او نورو هېوادونو پر ضد چاته د دې خاورې د کارولو اجازه نه ورکوي.

    https://tatobaynews.com/archives/102760

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *