تاند- د امریکا دفاع وزیر کارتر اشتن ژمنه وکړه چې په دې اړه به بشپړه او شفافه څېړنه وکړي چې ایا امریکايي الوتکه په کندوز کې د بې سرحده ډاکترانو د ټولنې پر روغتون د حملې مسوولیت په غاړه لري او که نه لري.
په دې حمله کې، چې د شنبې په سهار وشوه، ۲۲ تنه ووژل شول او روغتون وسوځېد.
د امریکا پوځ وايي چې د دوی هوايي ځواک د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره هوايي ملاتړ کاوه.
د پینتاګون مشر (دفاع وزیر)، چې هسپانیا ته روان و، دا خبرې په الوتکه کې په خپل سفر کې ملګرو خبریالانو ته وکړه.
ده وویل چې حاضردمه د کندوز د بمبارۍ موضوع پېچلې ده.
په همدې حال کې سره له دې چې ګڼو لوېدیځو رسنیو دا پېښه تراژیدي بللې، د کندوز سرپرست والي حمد الله دانشي وايي چې د بې سرحده ډاکترانو روغتون د تروریستانو مرکز و.
دانشي همداراز ادعا کړې چې دا روغتون سل په سلو کې د تروریستانو د قوماندې مرکز و.
ده په دې اړه څه نه دي ویلي چې په بمبارۍ کې څوک وژل شوي دي.
خو د بې سرحده ډاکترانو ټولنې دا ادعا په کلکه رد کړې چې ګنې د دوی له روغتونه پر چا ډزې کېدې.
دې ټولنې ویلي چې د هوايي برید په مهال طالبان د دوی په روغتون کې موجود نه ول.
اسوشیتید پریس خبري اژانس د امریکايي چارواکو په قول وايي چې د پېښې ځای ته نژدې د افغان کوماندو ځواکونو د روزونې مسوولو خاصو امریکايي عملیاتي ځواکونو هغه مهال د هوايي ملاتړ غوښتنه وکړه چې په کندوز ښار کې پرې برید وشو.
دوی وايي چې د امریکا جنګي (سي ۱۳۰) هیلي کوپترپه سیمه کې حملې ته ځواب ووایه، خو تراوسه پوري یقیني نه ده چې د دوی ځوابي اقدام د روغتون د نړېدو سبب شو او که نه.
په کندوز کې د بې سرحده ډاکترانو پر روغتون د امریکايي هیلي کوپتر حملې د کندوز تقریباً ټول وضعیت تر سیوري لاندې راوست.
دې پېښې د کندوز له امنیتي وضعیت، د ښاریانو له بد حالت او د طالبانو له بې سارو تلفاتو پام خپل لور ته واړاوه.
د طالبانو له لوري د کندوز نیولو که له یوې خوا دا ښار سخت ویجاړ کړ له بلې خوا یې په دغه ولایت کې د طالبانو بېخ وایست. راپورونه وايي چې په سلګونو طالبان او پلویان یې وژل شوي او ګومان نه کېږي چې په راتلونکي کې دې طالبان په کندوز کې بیا سر پورته کړي.
حیف په داسی پیلوت!
حیف په داسی تربیه!
اوحیف د بشر په حقوقو
او حیف د نړی په رهبرانو چی د امریکا له داره یی غږ هم پورته نه کړ