د امریکا دفاع وزیر او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان روسیه له وسله والو طالبانو سره په ملاتړ تورنه کړه.

د امریکا دفاع وزیر جنرال جیمز ماتیس وویل، زوسیه په افغانستان کې طالبانو ته راز راز وسلې ورکوي.

امریکايي چارواکو وروسته له دې روسیه د طالبانو په تسلیحاتي ملاتړ تورنه کړه چې طالبانو په بلخ کې پر شاهین قول اردو خورا پېچلې او خونړۍ حمله وکړه.

د امریکا دفاع وزیر او عمومي قوماندان ونه ویل چې د شاهین قول اردو په حمله کې روسان لاس لري خو یادونه یې وکړه چې دا یو پېچلی برید و.

د ماتیس او نیکلسن تر څرګندونو لږ وړاندې په کابل کې یوه امریکايي پوځي چارواکي خبریالانو ته وویل چې روسیه طالبانو ته ماشینګڼې او نورې متوسطې وسلې ورکوي.

د ده په وینا طالبانو له دغو وسلو په هلمند، کندهار او اروزګان ولایتونو کې کار اخلي.

روسیه د طالبانو د ملاتړ تور ردوي او وايي چې له طالبانو سره د مسکو تماسونه د خپل امنیت د خوندي کولو او د افغانستان له حکومت سره پحلاینې ته د دې سختدریځې ډلې د تشویقولو تر حده دي.

One thought on “د امریکا دفاع وزیر وايي، روسیه طالبانو ته وسلې ورکوي”
  1. تر اوسه پوري داسي شواهد نه سته چه روسيه دي وطالبانو ته وسلې ورکوي. که سته مهرباني دي وکړي وميډيا ته دي وړاندي کړي.
    شواهد او ويډيو ګاني موجودي دي چه آمريکاه په جهان کي دټولو ترورستي او ترهګرو زيږنده او مالي سپورټګر هيواد دئ.
    او دا هيواد او ددې هيواد سيسټم نه يوازي دپرون ورځي څخه دټول بشريت پر ضد دا کارونه سرته رسوي بلکي تقريبآ دا يوه پيړئ دبشريت په نابودې مصروف دئ.

ځواب ورکول Bashir ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *