امریکايي پوځیان

تاند- د امریکا دفاع وزیر د افغانستان د سفر په لړ کې خبرداری ورکړ، که د کابل – واشنګټن امنیتي موافقه لاسلیک نه شي، امریکا به په افغانستان کې پوځیان پرې نښودلی شي.

چک هېګل وايي، امریکا د دې موافقې لاسلیک ته اړتیا لري.

د ده په وینا له افغانستان سره امنیتي موافقه د امریکا او د هغې د متحدانو د پلانونو د جوړولو لپاره مهم دی.

د امریکا دفاع وزیر د افغانستان د سفر په ترڅ کې د سي بي ایس تلویزیون له خبریال سره په خبرو کې وویل:

د کابل او واشنګټن د امنیتي موافقې د نه لاسلیکېدو په صورت کې د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو د وتلو امکان یو حقیقت دی.

«که دوه اړخیزه امنیتي موافقه لاسلیک نه کړو، دا معنا لري چې موږ له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې خپل پوځیان نه شو ساتلی، زموږ هیڅ نړیوال شریک به افغانستان ته رانه شي. افغانستان به په حقیقت کې یوازې پاتې شي.»

د امریکا دفاع وزیر زیاته کړه، هیله لري چې ولسمشر کرزی د کابل او واشنګټن د امنیتي موافقې په اړه پرېکړه وکړي.

د امنیتي موافقې په تایید کې د مشورتي لویې جرګې له پرېکړې سره سره د افغانستان ولسمشر ویلي، چې یوازې هغه وخت به دا موافقه لاسلیک کړي چې د افغانستان شرطونه ومنل شي.

د سولې د بهیر پیلېدل او د افغانانو پر کورونو د بهرنیو پوځیانو د حملو بندېدل د ولسمشر کرزي اصلي شرطونه دي.

د امریکا دفاع وزیر په داسي حال کې له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو د ایستلو خبرداری ورکړی چې د ایران ولسمشر حسن روحاني د یکشنبې په ورځ له ولسمشر کرزي سره په کتنه کې په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو له حضور سره مخالفت وکړ.

2 thoughts on “د امریکا دفاع وزیر وايي که امنیتي موافقه لاسلیک نه شي ممکن ټول پوځیان وباسي”
  1. دامريکا ئئ عسکرودوتلوتهديداوافغانان.دامريکادفاع وزيروائئ که دتړون موافقه لاسليک نه سي دوی خپل اودناټوعسکرباسي اوافغانستان به يوازی پاته سي(سوواټ)نوڅه دي افغانستان په زروکلونه تاريخ لری امريکا(۵۰۰)کال تاريخ لري اياٙمخکي خداي(ج)نووساتلي اوبیله امريکاموږالله(ج)نه ساتی فقط رشوت مه خوري په صداقت دخپل وطن خدمت وکي اوپه وحدت اويووالي ملک اباديږي چه خيانت وی نه موامريکايآروپاهيڅوک مونه سي ساتلاي،دآکثره بزدلان چه دامريکانعري وهي دغودملت شتمني،دخلګوشخصي اموال غصب کړيدی اوس بيريږي.

  2. نور د امریکا د پاتی کیدو لپاره هیڅ توجه نسته ځکه هغوی چی په دی ۱۲ کاله کښۍ افغانستان ته سوله او امنیت و پرمحتگ نه راوستی اوس ددی نه وروسته به یی څنگه راوستلای سی؟ ، هغوی یواځی دلته د سیاسی موخم لپاره پاتیږی چی هدف یی د افغانستان په شتمنیو باندی خيټه اچول دی. او د لویه سره په دی پسی راغلی ترڅو در وسه وسه کاروکړی چی افغانستان تجزیه کړی د همدی موخی د لاسته را وړلو لپاره د پاکستان هیواد سره نظامی او مالی مرسته کوی ترځو هغوی خپل لاسپوڅی د امریکا د ګټو لپاره و جنګوی او جنگ بر قراره وساتی او یا لږ تر لږه ددغه هیواد اکسریت د اقلیت ترحکمرانی لاندی د دوامداره فشار په ذریعه راولی او همدارنگه د ټوله منځنی ختیځ لپاره نا ارامی او د غرب فاحشه دیموکراسی رواج کړی د دوی سره په دی موخو لاسته راوړنو کښی یواځی هغه اشحاص او دړه ماران یولاس دی چاچی په دی هیواد کښي بی نهایته زیاتی وینی بهیولی دی، د خلګو شخصی شتمنی یی لاندی کړی او نور د هیواد بیت المال یی خپل مال او دولت ګڼلی دی او د هغه څخه د خپل ځان او پامیل لپاره استفاده کړیده. نو هغوی اوس ځکه ډاریږی که امریکا ورسره نه وی نو د هغوی سره به یوه ورځ حساب کیږی او په جبر قبضه کړی ځمکی به خپل اصلی مالکینو ته سپارل کیږی او دا سی نور… ډیری ددوی څخه یی هغه کسان دی چی ددی دولت مخکی یی په کور کښی یو زوړ بایسکل هم نه درلودی! اوس یواځی ددغه شتمی د خوندی ساتلو لپاره چغی وهی چی امریکا زموږ په خیر ده.بلکه هیڅکله د ملت او هیواد د ګټو غم ور سره نسته!
    مننه

ځواب ورکول yousuf amini ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *