تاند، پنجشنبه، د قوس ۲۸مه: د امریکا د استازو جرګه، ولسمشر ډونالډ ټرمپ له واکه د ناوړه استفادې او له خنډ سره د کانګرس د کارونو مخ کولو له کبله استیضاح کوي.

ټرمپ د امریکا دریم ولسمشر شو چې د امریکا په تاریخ کې د استازو جرګې له څو ساعته بحثونو ا خبرو وروسته د رایو په اتفاق   استیضاح وړ وبلل شو او د هغه په اړه د استیضاح دوه مقالې یا د استیضاح د دلایلو مادې تصویب شوې.

پر هغه تور دی چې له خپل اوکرایني سیال سره یې په ټلیفوني تماس کې د امریکا له ګټو خلاف څرګندونې کړې دي خو ټرمپ وايي، په دغو خبرو کې خلاف څه نشته.

اوس به د امریکا د سنا جرګه په دې پرېکړه کوي چې ایا ټرمپ په واک کې پاتې شي؟ که کور ته واستول شي؟ خو ټرمپ بیا تېره ورځ د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي ته په یو لیک کې خپله استیضاح غندلې او ویلي یې دي تاسو د استیضاح د کلیمې ارزښت راکم کړی دی.

همدا راز د ټرمپ له استیضاح وړاندې په امریکا کې د هغه پر ضد لاریونونه هم زیات شوي او له واک څخه د ټرمپ غوښتنه په کې شوې، په داسې حال کې چې ټرمپ فکر کوي د دویم ځل لپاره به د امریکا ولسمشر شي.

One thought on “د امریکا د استازو جرګې بالاخره د ټرمپ استیضاح ته رایه ورکړه”
  1. یو شی ته چی زه ګورم فکر کوم له کله چی ټرامپ ولسمشر شوی زیاترو رسانیو ویل چی ددی په بریا د روسیی استخباراتی کسانو لاس وه چی پخپله ټرمپ او هغه نږدی کسانو ردوله مګر اوس چی فکر کوم دده په استضاح کی برتانیه په مستقیم ډول ښکیل ده ځکه اوس امریکا د برتانیی په ټول پوښتنه کی او برتانیه د ټرمپ په استضاح کی یو اندازه رول لری

    مګر ګمان نه کوم چی ټرمپ په لیری کولو کی کانګریس بریالی شی ځکه سنا کی اکثره غړی جمهوری پال دی نو دا هغه کسان دی چی سپین پوستی دی او ګمان کوم چی دیموکراتان هم دا خبره بی ارزښته نه پریږدی او داسی ګمان هم کیږی چی امریکایان د مکسیکو د دیوال او مهاجرو په وړاندی د ټرمپ پالیسی په وړاندی غبرګون ښودلی دی

    همدارنګه ټرمپ اروپایی ټولنی په وړاندی هم کله نا کله تعصب امیزی ویناوی کوی چی دیمکراتان اکثره اورپایی هیوادونو مهاجر دی نو ګمان کوم زیاتره موضوعات د اروپایی ټولنی پوری اړه لری

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *