تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو او د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه د امریکا او پاکستان پر دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان په اړه خبرې وکړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیدر ناوریرت وايي چې د دغه هیواد د باندنیو چارو وزیر پرون /چهارشنبه/ د پاکستان د پوځ لوی درستیز ته ټېلفون وکړ.
دې همداراز وویل چې دواړو خواوو د جنوبي اسیا د ستراتیژۍ، له توپیره پرته د ټولو تروریستي او افراطي ډلو پر ضد د اقدام پر اهمیت خبرې وکړې.
دا د مې له میاشتې را په دې خوا، چې دوو هیوادونو د یو بل د دیپلوماتانو پر سفرونو محدودیتونه ولګول، د امریکا او پاکستان د جګپوړو چارواکو لومړنی تماس دی.
د امریکا او پاکستان اړیکې په وروستیو کې ترینګلې شوي دي. امریکا له پاکستانه غواړي چې په خپله خاوره کې د طالبانو او حقاني شبکې پناهځایونه بند کړي.
متحدو ایالتونو په همدې لړ کې پر پاکستان د فشار راوړلو لپاره دې هیواد ته مالي او پوځي مرستې کمې کړي دي.
امریکا له پاکستانه په کلکه غواړي چې په خپله خاوره کې د حقاني شبکې او طالبانو پر ضد اقدام وکړي.
پاکستان د افغانستان په جنګ او سوله کې مهم رول لري.
دې هیواد په ۲۰۱۵ م کال د لومړي ځل لپاره اسلام اباد ته نژدې په مري ښارګي کې د افغانستان د حکومت او طالبانو د مخامخ خبرو امکان برابر کړ خو له هغه راوروسته د سولې د خبرو لپاره پاکستان د افغانستان او امریکا غوښتنې عملي کړي نه دي.
سلام
جنګ او سوله ځا نګړی تعریف ،مانا او مفهوم لری امریکا په سیمه کی د لومړی ځل لپاره
دلته دخپل سیاسی دریځ او خپلو ګټو به لټه کی نه ده بلکی د څو لسیزو را په دی خوا
دلته د رو سانو په وړاندی ، ایران ،خلیج نورو هیوادونوکی د افغا نستا ن له ملی حاکمیت،خپلواکی، لانجی او جنجالونو نه اوچت اهداف لری اصلا امریکا ددغه سیاست جوړولو لپاره په خپله افغا نان د یوه الګو په ډول وکارول دالری ، القاب او پټی اوښکاره مشوری یی ورکړلی او په دوهمه برخه کی د پاکستان فوځی حکومت له ای اس ای د روسا نو په شړلو کی هم مرستی تر لاسه کړی ناکام او خیاالی کمونیزم یی په شرمو وشرماوه .په لویدیځ کی دتروریستی او افرا
طی نوی واژه او ډلو پرضد مبارزه او اقدام د سیا ست بله برخه ده. په یوه اسلامی ټولنه کی باید له افراط او تفریط نه ډډ ه وشی دروغی جوړی خلاف کار هم دی سوله یی هم مخالفه ده په بیګناهو مسلما نانو دغه نوم ونه تبل شی ډیری مسلما نان له سیا ست سره کار نه لری او نه دقدرت علاقمندان دی
امریکا او پاکستان د افغا نستا ن کړکیچ پخوا نی ملګری دی ښه دی او که بد بحث پر دی نه دی پوښتنه داده چی افغا نستا ن غواړی او که نه ؟ دا ستره موضوع ده څواړخیزه ل جهت او لورلری شرایط او د سوللی مکاننیزم ته لاره برابرول باید د سولی اصولو رامنځ ته شی نه ګواښ ، فشار او نا وړه احساساتی هیا هو بګیر او نمانن
دافغانستان دولس غوښتنو ته امریکا ا و دناتو غړی له هوایی لافو او شا بو نه لاس واخلی او د سولی را
وستلو لپاره د پاکستان د ګا ونډیتوب اسلامی موقف په سیمه کی د یوه فعاله هیواد په توګه کار واخیستل شی به زور یارانه نه کیږی او نه امکان لری .پاکستان د تنظیمونو بنسټګر لاهم لاس او پښی لری
په پای کی تر څوچی عملی ګا مو نه د سیا ست بوهی په رنا کی په مخلصا نه ډول پورته نه شی په میډیا کی ددواړو بهرنیو چارو وزیرانو خبری اتری په یخ لیکل او لمر ته ایښودل دی