تاند- د وزیرستان مرکز میرانشاه ته نژدې د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په تازه برید کې ۱۱ پنجابي طالبان وژل شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا بې پېلوټه الوتکو نن سهار میرانشاه ته نژدې په دته خېلو کې د طالبانو پر یوه مرکز ۸ توغندي وویشتل چې په نتیجه کې یې ۱۱ تنه ووژل شول.

راپورونه وايي چې ټول وژل شوي کسان پنجابي طالبان دي.

د پاکستان حکومت د دې پېښې په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

دا له کله چې د پاکستان پوځ پر شمالي وزیرستان یرغل پیل کړی دی، د امریکا د بې پېلوټه الوتکو څلورم برید دی.

د جون په شپاړسمه د بې پېلوټه الوتکو په برید کې ۱۸ تنه وژل شوي ول.

2 thoughts on “د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په برید کې ۱۱ پنجابي طالبان ووژل شول”
  1. پاکستان فوځ وایی ۸۰ فیصده ساحه یی د طالبانو پاکه کړی دته خیل د میرانشاه مرکز نه به ۲ کیلومتره فاصله نه لری دا څنګه تصفیه ده که دا یی د افغانستان لپاره ساتلی چی د کابل بانک لپاره یی بیا راولیږی

ځواب ورکول Ahmad shah amini ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *