تاند- د امریکا د اریزونا ایالت د جمهوري غوښتونکي ګوند سناتور جان مک کین د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ته خبرداری ورکړ چې که امنیتي موافقه لاسلیک نه کړي خپل هیواد او سیمه به له خطر سره مخامخ کړي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې مک کین نن /پنجشنبه/ د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره له کتنې وروسته وویل، ډاډه دی چې د دواړو خواوو ترمنځ اختلافات تر دې حده لږ شوي چې په څو ورځو یا اوونیو کې هر څه حل کېدای شي.

له مک کین سره یوځای د جمهوریتپال ګوند دوو نورو سناتورانو جان پراسو او لینډسي ګراهم له ولسمشر کرزي سره ولیدل.

جمهوریتپال ګوند د اوباما تر دیموکرات هم په افغانستان کې د امریکايی پوخیانو له پاتې کېدا سره زیات لېوال دی ځکه چې د دغه ګوند د حکومت پر مهال په افغانستان کې د طالبانو پر رژیم برید شوی و.

د افغانستان حکومت لا هم حاضر نه دی چې له امریکا سره امنیتي موافقه لاسلیک کړي، وايي تر څو چې امریکا د افغانستان شرطونه نه وي منلي تر هغو به له متحدو ایالتونو سره د افغانستان دوه اړخیزه امنیتي موافقه لاسلیک نه کړي.

که دا موافقه لاسلیک نه شي امریکايي پوځیان باید د روان ۲۰۱۴ کال تر پایه له افغانستانه ووځي.

په همدې حال کې ارګ له امریکايي سناتورانو سره د ولسمشر کرزي د کتنې او خبرو په اړه ویلي چې دواړو خواوو پر امنیتي موافقې سربېره د بګرام زندان پأه اړه هم خبرې وکړې.

راپورونه وايي چې امریکايي چارواکي د بګرام له محبسه د ۸۸ طالب بندیانو پر خوشي کېدو خوابدي دي.

کرزي یو وار بیا له طالبانو سره د سولې د عملي بهیر د پیلېدو غوښتنه وکړه او د افغانستان په کلیو او بانډو کې د امریکايي پوځیانو د عملیاتو د درېدو غوښتونکی شو.

5 thoughts on “د امریکا د جمهوریتپال ګوند سناتورانو د امنیتي موافقې د لاسلیکېدو غوښتنه وکړه”
  1. د قرارداد تر شا د امریکی موخی او انګیزی که یوی خواته پریږدو، لږترلږه امریکی داسی یو چلند خپل کړی چی په ډیپلوماسی او نړیوالو اړیکو کی نه یوازی متعارف نه دی بلکی یو عالم پوښتنی پاروی، معمولاد دوو هیوادونو ترمنځ قرارداد د دواړو لورو په خوښه ترسره کیږی، او که یو لوری ونه غواړی، تړون نه رامنځته کیږي، مګر دا بل لوری بیا داسی نه کوی چی یو مخ شله شی، ښکر اړم کړی چی زر کوه این که تین کړه ، دا پټی شین کړه، همدا چلن هر چا ته پوښتنی ولاړوی چی دا یو مخ علنی ټینګار او تهدید څه لپاره که کاسی لاندی نوری نیم نیم کاسی نه وی

  2. هیڅ شی ګُنګ ندئ، صرف دا مونږ پخپله په هیڅ نه پوهیږو! دا هرڅه د امریکا په پلان او پروګرام سره مخی ته ځی، ګرزی چیری او دومره بیځایه لاپی او پتاقی؟ کرزی چا راوستۍ دی چی دومره شیرک شیرک شی؟ هغه یو جاسوس دی صرف دخپل بادارانو په هدایت دا چتیات وایی! هیڅ شی دامریکی بیله اجازی مخی ته نځی او نشی تلای، امریکایان غواړی چی دسبا ورځی دپاره بیا دکرزی په ذریعه دا زمونږ ولس وغولوی! زمونږولس نور نو هم کرزی پژنی اوهم امریکایان ، یا په بل عبارت دکرزی باداران! هیڅ بل کار نکیږی ، هغهبه کیږی چی امریکایان یی وغواړی

  3. په سیاست کښي وینا هیڅ ارزښت نلري او نه ورباندي حساب کیږي . عمل او کړنلاره وي چي ورباندي د لنډي او اوږدي مودي اړیکي ټینګ او یا ویجاړیږي
    د ښاغلی حامد کرزي تش په خوله مخالفت ، واشینګټن کښی هیڅ څوک نه خفه کوی ، خو که داسي يو عمل چی د امریکی د ملی او ستراتیژیکو ګټو پر خلاف وي نو بیا یي خیر نشته
    اقتصادی او نظامی وابستګي ، بیله شکه سیاسي وابستګي ده.
    ښاغلی کرزی پدی خبره له هر چا ښه پوهیږي.
    دلاور

  4. عاصم مهرباني وکړۍ خپل پوچ اوغلام نظرونه دلته مه خپروۍ . افغان ولس دافغان ولسمشرترڅنګ ولاړدی اوملاتړته یې دوام ورکوي. دافغانستان دسوکالي اوابادۍ په هیله!
    هلاکت دې وي دافغانستان دشمنانوته

  5. کرزی جی څومره د افغانستان په غم غمګین دی هیځو ک یی درک کولای هم نه شی . ځینی خلک جی ژوند یی د استعمار په توره بتیاره کی تیر شوی وی هر څوک ورته د ځان په ځیر ښکاری

ځواب ورکول zakirullah shinwari ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *