تاند- د افغانستان د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو د شنبې په ورځ وروسته له دې له یو بل سره د ملي یووالي د حکومت په اړه خبرې وکړې چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما دواړو کاندیدانو ته تېره شپه ټېلفون وکړ.

ښاغلي اوباما له دواړو کاندیدانو وغوښتل چې د هیواد د سیاسي بحران د پای ته رسولو لپاره په خپل منځ کې همکاري وکړي.

د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم یوه غړي فضل الرحمن اوریا رسنیو ته وویل چې عبدالله عبدالله د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما ته ډاډ ورکړ چې د هغې موافقې د عملي کولو لپاره به اقدامات وکړي چې دواړو خواوو افغانستان ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د سفر په مهال پرې جوړجاړی کړی و.

د اشرف غني احمدزي دانتخاباتي ټیم یوه غړي د عبدالله عبدالله په کور کې د دواړو کاندیدانو د شنبې د ورځې غونډه مثبته وبلله خو نور جزییات یې څرګند نه کړل.

د راپورونو له مخې دوی په راتلونکې حکومت کې د ولسمشر او اجرايي رییس د صلاحیتونو، د حکومت په جوړولو کې د دواړو کاندیدانو د ګډون او د اپوزسیون د موقف په اړه خبرې وکړې.

ویل کېږي، عبدالله عبدالله، چې ځان ورته په انتخاباتو کې ناکام ښکاري، ټینګار کوي چې د اجرايي چارو ريیس دې زیات واک او صلاحیت ولري. خو اشرف غني بیا وايي چې د اجرايي چارو ريیس باید د ولسمشر د اوامرو تابع واوسي.

0 thoughts on “د امریکا د ولسمشر په غوښتنه افغان کاندیدانو خبرې وکړې”
  1. دا يوه واضح او مستنده خبره ده جه داكتر اشرف غني يو بريالي كانديد دي ؟
    اول ديو أفغان به توكه، كه جيري عبدالله رشتيا ته هم أفغان أوسي ،بيا ديو مسلمان به توكه كه به اسلام عقيده ولري دريم ديو باك او سبيخلي جنرال به توكه جه به خداي درته قسم خورم جه ( ٥٠ بوله) نه نيولي تر غتو بوري مي رشوت نه اخسته اونه مي دبيتالمال نه سو استفاده كري . عبدالله جانه دخداي أودّ رسول روي مي دروري جه دا بي خايه ببولالي ختم او ديو أفغان به توكه دافغان اولس ته لاس وركره او به زخم وي ورته د علاج بتي كيزده او نور دافغانانو او دافغانستان نوم مه بده وه د دي ملت او دملت دخلكو به خاطر درنه به عجز اواحترامانه خواهش كوم كه نه ته به دي نه ارزي جه خوك درته عذر وكري بيا زما غوندي به خاي با غروره او باك وجدانه جنرال

ځواب ورکول جنرال حبيب الله جلالزوي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *