د امریکا د کانګریس جمهوریپال غړی تید پوۍ

تاند- د امریکا د کانګریس یوه مخکښ غړي پاکستان د تروریستي ډلو په ملاتړ تورن کړ او د کانګریس د استازو جرګې له دې پرېکړې سره یې مخالفت وکړ چې له پاکستان سره د امریکا مرستې له ۷۰۰ ملیون ډالرو ۹۰۰ ملیون ډالرو ته زیاتوي.

د کانګریس د تروریزم او د اتومي وسلو د پراختیا د مخنیوي د فرعي کمېټې مشر او د جمهوریپال ګوند غړي ټید پوۍ وايي، پاکستان د هغو تروریستي ډلو ملاتړ کوي چې په افغانستان کې پر امریکايي پوځیانو بریدونه کوي.

ده د سې شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل:«پر پاکستان باور نه شي کېدای. دغه هیواد له ۲۰۰۱ څخه تراوسه پوري له موږ څخه په چل ول ۳۳ ملیارد ډالره اخیستي دي.»

پوۍ د استازو د جرګې له لوري پاکستان ته په ۲۰۱۷ مالي کال کې له ۷۰۰ ملیون ډالرو څخه ۹۰۰ ملیون ډالرو ته د مرستو د زیاتولو پرېکړه نهیلوونکې وبلله.

ده وویل«له ۱۵ کلونو راهیسي موږ پاکستان ته وایو چې په خپله خاوره کې د تروریستانو پر ضد اقدام وکړي او په دې ۱۵ کلونو کې پاکستان نه یوازې دا چې په هیڅ ډول د هغوی خلاف اقدام نه دی کړی، بلکې په حقیقت کې یې د دغو تروریستانو، چې په افغانستان کې زموږ پوځیان او پوځیانې وژني، ملاتړ کړی دی. نور هغه وخت راغلی چې حقیقت وویل شي.»

ده زیاته کړه«موږ دې ته اړتیا نه لرو چې له پاکستان سره مرسته وکړو چې نوره غداري هم زموږ سره وکړي. بې پیسو یې هم کوي.»

د امریکا د استازو جرګې په وروستیو کې پاکستان ته په مرسته کې ۲۰۰ ملیون ډالره زیاتوالی راووړ. خو ښاغلی پوۍ وايي چې دا پاکستان ته د تروریستانو د ملاتړ عوض دی چې ورکول کېږي.

ده همداراز ویلي«دا ټولو ته څرګنده ده چې پاکستان اسامه بن لادن ته پناه ورکړې وه. مخکې تر دې چې بن لادن د امریکا په یوه ستره حمله کې ووژل شي، د پاکستان د یوه پوځي ښار په یوه لوی کور کې اوسېده. لږ خلک خبر دي چې له دې بریده وروسته په پاکستان کې د سي آی اې مشر ته زهر ورکړای شول. هم د سي آی اې مشر او هم یې اداره وايي چې د پاکستان آی ایس آی زهر ورکړل.»

د امریکا د کانګریس دغه جمهوریپال غړي همداراز ویلي:«آی ایس آی د تروریستانو ملاتړ کوي. د ۲۰۱۲ په فبروري کې د ناټو په راپور کې تایید شوه چې آی ایس آی طالبانو او نورو تروریستي ډلو ته پیسې، امکانات، پناه او روزنه ورکوي.»

تر دې یو کال مخکې، یعني په ۲۰۱۱ م کال د امریکا د پوځ لوی درستیز ادمیرال مایک مولن کانګریس ته په راپور کې وویل چې د حقاني شبکه د آی ایس آی ښی مټ دی حال دا چې بلې هیڅ تروریستي ډلې دومره امریکایان نه دي وژلي څومره چې حقاني شبکې وژلي دي.

د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز پرون وویل چې پاکستان طالبان په دوو ډلو ویشي، هغوی چې د پاکستان پر ضد نه جنګېږي ښه طالبان دي خو هغوی چې د پاکستان پر ضد جنګېږي بد طالبان دي.

2 thoughts on “د امریکا د کانګریس غړي وايي، پاکستان ته د مرستو ورکړه د تروریستانو د پاللو عوض دی”
  1. Salamooona
    Amreka ta har sa wazikh de kho afsos che stargi patawe de fakistan pa zid toli marasti bandi sanatoor per zai khabara kawe zam fikar sara sha da da che jang wahali setam wahali qoom balooch sara de mrasti washe.

  2. د کانګرس د غړي خبره بیخي پر ځای ده. پاکستان نه یواځې خپلو ګاونډيانو ته یو لوی ګواښ دی بلکې ټولې نړۍ ته یو ګواښ او ناسور دی. امریکا که د پاکستان سره مرسته زیاتوي دا پدې مانا ده چې امریکا هم د نړۍ سره لویه جفا کوي. پاکستان پدې تیرو ۱۶ کلونو کې د ترهګرو په واسطه په افغانستان کې ډيری افغانان ووژل د چا ژوند چې امریکا او نړیوالو ته کوم ارزښت شاید ونلري، مګر زیات شمیر امریکایان یې هم وژلي کوم چې امریکا ته ارزښت لري او د همدې ۹/۱۱ د واقعې وروسته امریکا پدې بهانه افغانستان ته راغله چې ګواکې د خپلو خلګو انتقام اخلو، خو داسې ښکاري چې د امریکا دولت خپلو امریکایانو ته دروغ ویلي. د ټولو بدبختیو تر شا پاکستان ؤ او هم یې اسامه ته پناه ورکړې وه. په حقیقت کې ددې ټولو وژنو تر شا پاکستان ؤ. اوس د امریکا دولت ته پکار ده چې په پاکستان بندیزونه ولګوي او ټول کومکونه پرې بند کړي، تر څو هغو امریکایانو ته چې اولادونه یې وژل شوي او نړیوالو ته ثابته شي چې د امریکا دولت د پاکستان تر شا ولاړ ندی، که داسې نه وي نو د امریکا دولت منافقت کوي.

ځواب ورکول سلیمان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *